د ساده ماشینونو پيژندنه
آیا تاسو پوهیږي چی ماشين څه ته وايي؟ لومړی کوم لوی شی چی تاسو په ذهن کې وګرځوئ، لکه الوتکه. د ماشين کليمه زموږ په ذهن کې يو پيچلی جوړښت هم انځورولی شي لکه کمپيوټر. خو دا به د حیرانتيا وړ وي چې پوه شئ يوه ساده شي ته هم ماشين ويلي شو. د ماشین تعريف داسې شوی دی چې: هغه وسيله چې کار اسانه کوي ماشين دی. په حقيقت کې د څټک په څير کوچنی او اسانه کاريدونکې وسيله هم ماشين ده. این ستا څنګله هم د ماشين يو ډول دی! هغه لوی او ځواکمن وسايل چې موږ يې ماشین بولو معمولا له ګڼو کوچنيو برخو څخه جوړ شوي دي چې ساده ماشينونه يې بولي. ساينسپوهان د شپږو ساده ماشينونو پر شتون هوکړه لري. چې جبل، مايله سطحه، چرخ او اکسل [ميل]، ميخ، پولۍ او پانه دي. اوس به موږ د هر يوه ماشين په اړه چې څه ډول کار اسانه کوي په لاندنی ضمیمه شوی فایل کی ووایو. نو راځي لاندنی ضمیمه شوی فایل را ښکته (ډاونلوډ) کړو.
تبصره
0 تر اوسه پورې تبصره
Please login to add comments.