×

د لاسرسي بیانیه

د درخت دانش کتابتون ژمن ​​دی چې زمونږ ویبسایټ او مواد باید هر چاته ( د هغه چا په ګډون چې د لیدلو، اورېدلو او یاد حرکت کولو معلولیت لري) د لاسرسي وړ وي. موږ په دوامداره توګه زموږ د سایټ ډیزاین ښه کوو ترڅو د کاروونکي تجربه پیاوړې او د لاسرسي اړوند معیارونه پلي کړو.

موږ هڅه کوو چې د نړیوال ستر ویب کنسورسویم ویب مینځپانګې ته د لاسرسي لارښودونو (World Wide Web Consortium Accessibility Guidelines 2.1) سره برابر واوسو. د یاد هدف د ترلاسه کولو په موخه، موږ ډاډ ترلاسه کوو چې زموږ ویب سایټ د لاسرسي د مناسبو توکو درلودونکی دی، د بېلګې په توګه، سکرین لوستونکي یا د سکرین ریډر لرونکی دی او هم د نړیوال ډیزاین په اصولو برابر دی. د ویب سایټ په ټولو مینځپانګو کې د لاسرسي د معیارونو پوره کول تل امکان نلري ، مګر موږ ژمن یو چې د اړتیا په صورت کې بدیل تنظیمونه چمتو کړو

د علامت ګذارۍ جوړښت (Structural Mark-up)

کله چې په یو فایل کاسکیډینګ سټایل شیټونه (Ccascading Styles Sheets) نه پلي کیږي، نو ویب پا ڼه د درېو مختلفو ساحلو لرونکې وي. دا درې ساحې د سکرین ریډر د کارونې په مهال هم کارول کیږي. یادې درې ساحې په ترتیب سره عبارت دي له:

  • پورتنۍ یا د سر کرښه (Header bar)
  • د مینځپانګې اصلي ساحه (A main Content Area)
  • لاندنۍ کرښه (A footer)

انځورونه (Images)

  • پدې ویب سایټ کې ټول انځورونه باید د توضیحاتو او تشرېحاتو لرونکي وي.
  • زموږ محتوا یا مینځپانګه عموما د انځورونو پرته د کارولو او لاسرسي وړ ده.

لینکونه (Links)

  • موږ بشپړه هڅه کوو چې لینکونه ولیکل شي ترڅو اړوند معلومات ترلاسه کړئ. که دا امکان ونلري ، موږ بیا یو عنوان اظافه کوو او یا د پلټنې یوه بل بڼه اضافه کوو تر څو موضوع په بشپړه توګه واضحه شي.

فورمونه (Forms)

  • د کنترول ټول فورمونه په مناسب او واضح ډول سره په نښه او لېبل شوي دي.
  • د یادو فورمونو د تایید څخه د ګټې اخیستنې لپاره کاروونکي JavaScript ته اړتیا نلري.

سکریپټونه (Scripts)

  • د دې ویب سایټ ډیری مینځپانګې پرته له JavaScript څخه د کارولو وړ دي.

لیدونکې بڼه او ډیزاین یې (Visual Design)

  • دا ویب سایټ یوازې د نسبي فونټونو اندازې کاروي. د متن په اندازه یې فونټ غوره شوی او کاروونکی کولای شي د خپل ضرورت وړ اندازه فونټ د ځان لپاره وټاکي.
  • که ستاسو براوزر په بشپړ ډول ستاسې د خوښېCSS نه حمایت کوي ، د هرې صفحې مینځپانګه بیا هم کولی شئ ولولئ.
  • هر هغه معلومات چې د رنګ پواسطه وړاندې کیږي، د رنګ پرته هم شتون لري (د بېلګې پتوګه، د متن پراساس).
  • دغه سایټ د اندازې د کمولو او زیاتولو اله او ځانګړنه نلري. خو د دې widget په څیر ټول شته ابزار او فعالیتونه په ټولو لویو براوزرونو کې رامینځته شوي. ځینې بېلګې په لاندې ډول دي.
    • د صفحې د لویولو لپاره باید د Ctrlتوکمې سره یو ځای د + توکمې ته فشار ورکول شي
    • د صفحې د کوچني کولو لپاره باید د Ctrlتوکمې سره یو ځای د - توکمې ته فشار ورکول شي
    • د ویبسایټ د موجوده صفحې د اندازې د د صفحې د برابرولو لپاره باید د Ctrlتوکمې سره یو ځای د 0 (صفر) توکمې ته فشار ورکول شي.

د لاسرسي توکي (Accessibility tools)

که چېرې تاسو ځانګړي اړتیاوې ، اندیښنې یا زموږ وېب سایټ ته د لاسرسي په برخه کې د خنډونو سره مخ کېږئ، نو مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ.