×

د نيوټن پر قوانينو پوهيدنه


د نيوټن پر قوانينو پوهيدنه

په لرغوني پير کې خلکو فکر کاوه چې کاینات د خدایانو له خوا اداره کيږي. دوی فکر کاوه چې يو نه ليدونکی ځواک فصلونه بدلوي، لمر راپورته کوي او د سمندر څپو ته بدلون ورکوي. نن ورځ موږ پوهيږو چې کاينات ځکه پرمخ روان دي چې طبيعت ټاکلي دورې او اصول تعقيبوي. ساينسپوهان دې اصولو ته قوانين وايي او له دې قوانينو څخه د نړۍ د لا ښه پيژندلو لپاره استفاده او د راتلونکي په اړه اټکل کوی.

د تر ټولو مشهورو ساينسپوهانو له منځه یو هم سر اسحاق نيوټن وو چې د کايناتو قوانين يې وڅيړل. نيوټن په ۱۶۰۰ميلادي کال په انګلستان کې زيږيدلی وو. هغه خپل ژوند د ستورپوهنې، رياضي، فلسفې او الهياتو ته ځانګړی کړی وو. خو له دې سره سره هغه يوازې د فزيک او د لرغوني ميخانيک په برخه کې د چوپړ له پلوه مشهور دی. د قويې او حرکت په وړاندې د اجسامو د غبرګون د څرنګوالي د يوې دقیقې مطالعې وروسته نيوټن درې قوانینو ته انکشاف ورکړ.

ball.jpg

لومړی قانون: عطالت

که څه هم د عطالت قانون د نيوټن د لومړي قانون په توګه مشهور دی خو نيوټن نه دی کشف کړی. ګاليله او دکارت Descartes لومړني کسان وو چې د کايناتو اړوند قوانين يې کشف کړل. عطالت هغه قوه ده چې يو جسم د سکون او يا حرکت په حالت کې ساتي. د عطالت قانون بيانوي چې يو جسم ترهغه وخته پورې په يوه ټاکلي مسير خپل حرکت په يو نواخت سرعت ساتي څو چې د يوې بلې قوې تر کشش او يا فشار لاندې رانشي. دا قانون دا هم بيانوي چې يو جسم د سکون په حالت کې چې خوځښت ونه لري تر هغه وخت د سکون په حالت کې پاتې کيږي څو چې يوه بله قوه پرې عمل ونه کړي.

د فټبال يو توپ په نظر کې ونيسئ چې په يوه چمن کې پروت وي. د عطالت قانون موږ ته وايي چې فټبال توپ تر هغه وخته پخپل ځای کې د سکون په حالت پاتې کيږي چې کوم څوک او يا کوم شي يې له ځايه ونه خوځوی. که تاسې توپ په لغته ووهئ، په ټاکلي سرعت به په هغه مسير لاړ شي چې تاسې پورې وهلي دی، څو چې يوه بله قوه توپ ودروي او يا يې سرعت کم کړي. که فټبال له هيڅ شي سره ټکر ونه کړي د جاذبې قوه يې سرعت کموي او بالاخره توپ ځمکې ته لويږي.

د فټبال توپ ولې خپل مسير ساتي؟ ولې په يوه ټاکلي سرعت حرکت کوي؟ دا پوښتنې د نيوټن د دويم قانون په مرسته ځواب کيږي.

دويم قانون: خوځښت [حرکت]

د خوځښت قانون بيانوي چې "د يوه جسم قوه مساوي ده د هماغه جسم [کتله X سرعت] سره." د دې لپاره چې په دې اصل ښه پوه شو، په درې برخو يې ويشو.

الف. کله چې پر يو جسم قوه عمل وکړي، دا جسم د هماغه قوې پر مسير حرکت کوي. که تاسې فټبال توپ کيڼ خوا په لغته ووهئ، داسې قوه مو په عمل کې راوستله چې توپ په کيڼ لور ليږي.

ب. که د يو جسم په کتله کې هيڅ بدلون رانشي، لا زياته قوه يې د چټکتيا او سرعت لامل ګرځي. هر څومره کلک چې يو توپ په لغته ووهئ په هغه مسير هومره چټک او لرې حرکت کوي چې تاسې يې په لغته وهئ.

ج. که د يو جسم کتله زیاته او قوه زياته نشي، نومړی جسم ورو حرکت کوي او يا يې سرعت کمیږي. که د فټبال يو توپ درې ځلې لوی شي، او تاسې يې په عين قوه په لغته ووهئ، د کوچني فټبال توپ په پرتله به په کم سرعت لږه فاصله ووهي.

درېيم قانون: د غبرګې قوې قانون

د نيوټن درېيم قانون بيانوي چې هر عمل مساوي او مخالف عکس العمل لري. په دې شرحه کې "عمل" او "عکس العمل" دواړه د قويې په معنی دي. په هر يوې په کار اچول شوې قويې پسې بله قوه په کار اچول کيږي. دا کار په هغو اجسامو کې په اسانۍ ليدل کيږي چې د حرکت په حال کې وي. که يو ويجاړونکی توپ په يو تعمير پورې ټال ووهي، په کار اچول شوې قوه ديوال درزوي. د ويجاړونکي توپ د قويې پر وړاندې يو مساوي او مخالف عکس العمل رامنځته کيږي. له دې ځايه دا پوښتنه رامنځته کيږي چې ولې دا قانون د غبرګې قوې د قانون بلل کیږي؟

د غبرګې قويې قانون يوازې هغه وخت پلی کيږي چې لږ تر لږه دوه جسمونه ښکيل وي. موږ پوهيږو چې ویجاړونکی توپ پر ديوال قوه واردوي. ديوال هم په غبرګون کې پر ویجاوړنکي توپ قوه واردوي خو په سترګو نه ليدل کيږي. کله چې ديوال ووهل شي، د توپ سرعت کميږي، سکون حالت ته ځي او شاته ټال وهي. دا هغه ليدل کيدونکي شواهد دي چې څرګندوي ديوال هم پر ويجاړونکي توپ مساوي قوه واردوي.

پر درېيم قانون د پوهيدو لپاره موږ ساکن اجسام هم بيلګې په توګه کارولی شو. هغه لوښی نظر ته راولئ چې پر میز پروت دی. د ځمکې د جاذبې قوه پر لوښي عمل کوي. که ميز موجود نه وای نو دې قوې به لوښي د ځمکې پر لور کش کړی وو. میز د لوښي او ځمکې تر منځ پروت دی، پر لوښي قوه عمل کوي او پر ځمکه له لويدو څخه يې ساتي.

پايله

نيوټن خپل ټول عمر په ساينسي تحقیقاتو تير کړ، خو د نوموړي تر ټولو مشهورې ساينسي موندنې د اجسامو او خوځښت په اړه وې. نيوټن د خوځښت قوانين نه وو اختراع کړي. هغه يوازې دا کشفيات کړي وو چې په نړۍ کې ټاکلي شيان ثابت دي. خو د نوموړي د بنسټيزو کارونو له کبله له هغه وروسته ساينسپوهان وتوانيدل چې لا زيات پر مختللي ټیکنالوجي او اسباب جوړ کړي.

د نور مطلب د لوست لپاره یوه زیرمه   work or PDF کښیکاږۍ.

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.