×

د استفادی شرایط

د شرایطو قبلونه

د افغانو میرمنو لپاره د کاناډايي میرمنو موسسه – درخت دانش په دې سند کې له ذکر شویو قوانینو او شرایطو (د استفاده کولو له شرایطو) سره سم په دې ویب پاڼه کې معلومات، سندونه، پوستکالي-سافټویرونه او تولیدات (په ټولیزه توګه مواد) او بیلابیل خدمات (په ټولیزه توګه خدمات) تاسو ته په واک کې درکوي. د افغانو میرمنو لپاره د کاناډايي میرمنو موسسه - درخت دانش د خپل ځان لپاره دا حق خوندي ساتي چې وخت ناوخته په خپله خوښه په دې سند کې لیکل شوي شرایط او قوانین بدل کړي. له دې ویب پاڼې څخه ستاسو ګټه اخیستنه به په دې سند کې د وروستیو لیکل شویو قوانینو او شرایطو پورې محدوده وي.  همدارنګه د ځینو ځانګړو موادو او خدماتو د ګټه اخیستلو پر وخت به تاسو د ځینو نورو لارښوونو او قواعدو پورې محدود یاست چې یاد قواعد او لارښوونې به د دې سند له شرایطو نه ماسیوا په اړونده موادو کې ځای پر ځای شوي وي. دا ټول قواعد او لارښوونې دلته د ګټه اخیستلو د قوانینو په نامه یادیږي. که تاسو له دې لیکل شویو شرایطو څخه یو هم تر پښو لاندې کړئ، نو په دې صورت کې به په اټوماټیک ډول ستاسو د ګټې اخیستنې حق له منځه ولاړ شي او تاسو باید ژر تر ژره له درخت دانش ویب پاڼې څخه ټول را ښکته کړي مواد له منځه یوسئ.

په دې ویب پاڼه کې شته معلومات کیدای شي تخنیکي ستونزې یا ټایپي غلطیانې ولري. دا معلومات کیدای شي له مخکینۍ خبرتیا پرته بدل او یا نوي شي. د افغانو میرمنو لپاره د کاناډايي میرمنو موسسه – درخت دانش هر وخت کولای شي له مخکینئ خبرتیا پرته په دې سند کې د یادو شویو معلوماتو په تړاو په بیلابیلو پروګرامونو او تولیداتو کې ښه والی او یا بدلونونه راولي.

د افغانو میرمنو لپاره د کاناډايي میرمنو موسسه – درخت دانش نه غواړي چې د خپلې ویب پاڼې له لارې ستاسو پټ/د مالکیت د حق پورې تړلي معلومات تر لاسه کړي. هیله ده په یاد ولرئ چې د افغانو میرمنو لپاره د کاناډايي میرمنو موسسه – درخت دانش ویب پاڼې ته هر ډول را استول شوي معلومات به د ښکاره او ناپټو معلوماتو په توګه تر لاسه شي. موږ به د تاسو نوم او دا خبره چې تاسو موږ ته مواد رالیږلي دي په ډاګه نه کړو خو تر څو چې: الف) موږ له تاسو څخه اجازه تر لاسه کړې وي چې ستاسو نوم په ډاګه شي، ب) موږ تاسو ته اول خبرتیا درکړې وي چې ستاسو رااستول شوي مواد به په ویب پاڼه کې ستاسو له نوم سره یو ځای خپاره شي، او ج) دا چې له موږ څخه په قانوني ډول داسې غوښتنه شوې وي. تاسو کولای شئ د افغان میرمنو لپاره د کاناډايي میرمنو موسسې – درخت دانش د محرمیت د تګلارې په اړه د موږ په ویب پاڼه کې لا زیات معلومات تر لاسه کړئ.

-- د کاپي رایټ خبرتیا

د درخت دانش ویب پاڼې اوسنی ډیزاین (د سرچینو له پاڼو ماسیوا) د درخت دانش ۲۰۰۸ او ۲۰۱۶© کلونو کاپي رایټ دی. تاسو ژمنه کوئ چې هر هغه سند چې تاسو یې زموږ له پاڼې کاپي کوئ باید په دې سند کې د لیکل شویو قوانینو او شرایطو سره سمه او همدارنګه د درخت دانش د ماخذ یادونه پکې شوې وي. تاسو ته دا اجازه نشته چې د دې ویب پاڼې منځ پانګه په هر ډول چې وي په بله بڼه واړوئ او یا دا چې د سوداګریزو موخو لپاره له دې موادو څخه ګټه پورته کړئ. که تاسو لیوال یاست چې له پورتنیو لیکل شویو شرایطو سره سم زموږ د ویب پاڼې له موادو څخه ګټه پورته کړئ نو هیله ده چې له موږ سره مخامخ اړیکه ونیسئ.

زموږ د سرچینو په پاڼه کې چې کوم مواد ځای پر ځای شوي دي، هره سرچینه يې ځان ته ځانګړي د کاپې حقوق لري. هیله ده د منابعو د تشریح په پاڼو کې ځای پر ځای شوي عنوانونه وګورئ. د موږ ټولې سرچینې داسې لیسنسونه لري چې د یادو سرچینو بیا ګټې اخیستنې او وړیا ګټې اخیستنې ته اجازه پکې ورکول شوې ده. کله چې له موادو څخه ګټه پورته کوئ، هیله ده د هر لیکوال او د درخت دانش نوم په خپلو ماخذونو کې ولیکئ. که چیرته تاسو زموږ په پاڼه کې د کومې سرچینې په اړه اندیښنه لرئ، هیله ده له موږ سره اړیکه ونیسئ.

دلته ټولې سوداګریزې نښې د دوی په مالکانو پورې اړه لري. دلته هیڅ یوه سرچینه باید داسې ونه ګنل شي چې ګواکې تر کوم ځانګړې انګیرنې، لایسنس، حق الاختراع، کاپي رایټ لاندې او یا دا چې د درخت دانش او یا کومې دریم شخص په اجازه باندې په مفت ډول د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شوې ده.