×

د قوې پيژندنه


د قوې پيژندنه

قوه څه ده؟

قوه فشار يا کشش ته وايي او په نيوټن [N] اندازه کيږی. قوې تل په غبرګ ډول کار او تل په يوه ټاکلي مسير عمل کوي. قوه خپله نه ليدل کيږي خو اغيز يې ليدلی شو.

قوه یو ساکن جسم په حرکت راولي او د يو روان جسم سرعت نور هم زیاتوي. که هغه قوې چې پر يو جسم عمل کوي سره انډول شي سرعت يې ثابت پاتې کيږي. که يو جسم سرعت واخلي په دې معنی دي چې عمل کوونکي قوې نا انډوله دي. لويې قويې د زیات سرعت لامل ګرځي. لويې کتلې لويو قوو ته اړتيا لري چې عينې سرعت رامنځته کړي.

په ټوليزه توګه يوه قوه د يو ټاکلي مسير پر لور عمل کوي. يوه قوه هغه وخت تغير کوي چې اندازه او يا مسير يې تغير وکړي.

که هيڅ قوه پر يو جسم عمل ونه کړي هغه جسم ساکن پاتې کيږي. او که د حرکت په حال کې وي په عين سرعت پر خپل مسير حرکت کوي. يو جسم هغه وخت هم ساکن پاتې کيږي چې عمل کوونکې قوې په اندازه کې مساوي او په جهت کې مخالفې وي. ځکه چې په دې حالت کې پر مخالف جهت د ترتو قوو انډول برابر دی.

اصطکاک

اصطکاک يوه قوه ده چې د هغو دوه جسمونو د درولو هڅه کوي چې پر يو بل ښوهيږي او يا اصطکاک هغه مقاومت دی چې د اجسامو د حرکت پر وړاندې رامنځته کیږي. دا هغه وخت رامنځته کيږي چې دوه جامد جسمونه سره وموښل شي. د دوه جسمونو تر منځ اصطکاک په دې پورې اړه لري چې دوه سطحي څومره کلک يو بل نيسي.

اصطکاک له دې مخنيوی کوي چې يو ماشین په آزاده ډول حرکت وکړي. اصطکاک د هر یوې خوځنده برخې د تودوخې لامل ګرځي. له دې کبله درانده ماشینونه زیاتره يو ډول ښويونکی غوړ لکه ګريس کاروي چې د نوموړو برخو حرکات نرم کړي. د دې لپاره چې اصطکاک کم شي، په چرخونو کې زياتره وخت بالبيرنګ نصبيږي او يا له ګريس څخه استفاده کوي چې سطحې نورې هم ښويې کړي.

اصطکاک ډير ګټور هم دی. بوټونه او ټايرونه پر ځمکه نښلوي. او د ګاډو د بريک نيولو لپاره هم ګټور دی.

کار

کار هغه وخت ترسره کیږي چې يوه حرکت توليد کړي او يا په بل عبارت کله چې يوه قوه يو جسم ته حرکت ورکړي، کار ترسره کيږي.

کار = قوه X فاصله

هو څومره چې قوه زياته او لرې فاصله ووهل شي، هومره زيات کار ترسره کیږي. کله چې کار ترسره شي، انرژي يوې بلې بڼې ته اوړي.

د کار واحد ژول دی. يو ژول کار هغه وخت ترسره کيږي چې يو نيوټن قوه يو جسم له يوه ټاکلي ځای څخه د يو ميتر په فاصله وخوځوي.

که يو شی د کار کولو قابليت ولري نو وايو چې انرژي لري. د انسان بدن انرژي لري؛ د پطرولو يو ډک ټانګ انرژي لري؛ باد انرژي لري. انرژي هم لکه کار په ژول اندازه کيږي او په بیلابیلو بڼو موجوده ده.

انرژي

انرژي نه جوړيږي او نه له منځه ځي بلکې له يوه شکل څخه بل شکل ته اوړي. هغه مقدار انرژي چې له يوه شکل څخه بل شکل ته اوړي انتقالي انرژي بلل کيږي. دغه بدله شوې انرژي له هغه کار سره برابره ده چې ترسره شوی دی.

انرژي زیات ډولونه لري:

رڼا

سپينه رڼا له بيلابيلو رنګونو جوړه ده – سور، نارنجي، زيړ، شين، آبي، نيلي او بنفش رنګ لري. تاسې دا رنګونه هغه وخت ليدلی شئ چې په هوا کې ورښت سپينه رڼا پراګنده کړي، د بيلګې په توګه په سره زرغونه کې رنګونه پراګنده کيږي. د رڼا انرژي د بوټو په مرسته د فوټوسينتيزز د بهير پر ترڅ کې د خوراک په انرژي بدليږي.

تودوخه

کله چې يو شي ته تودوخه ورکوو موږ يې اصلا د بڅرکو خوځښت ته چټکتيا ورکوو. ښايي تاسې فکر وکړئ چې يخ ډیر سوړ دی. خو په حقيقت که له بهرنۍ فضا څخه ډير تود دی، او د يخ ماليکولونه د بهرنۍ فضا په پرتله خورا چټک حرکت کوي.

غږ

که تاسې د ګيتار تارونه راټول کړئ اهتزاز کوونکي تارونه خپل چاپیره هوا په اهتزاز راولي. په اهتزاز راغلې هوا او يا د غږ موجونه ستاسې غوږ ته رسيږي او ستاسې د غوږ پرده پر اهتزاز راولي. تاسې دا پيښه د غږ په توګه تعبيروئ.

حرکي انرژي

حرکي انرژي هغې انرژي ته وايي چې شيانو ته حرکت ورکوي.

کيمياوي انرژي

کيمياوي انرژي هغه انرژي ته وايي چې د يوې مادې په ماليکولونو کې موجوده ده. د بيلګې په توګه په يوه شمعه او يا ذغال کې پرته کيمياوي انرژي هغه وخت آزاديږي چې کله اور واخلي. له دې آزاده شوې انرژۍ څخه د روښانولو او يا تودولو استفاده کيږي.

د جاذبې انرژي

د جاذبې انرژي هغه انرژي ده چې پر يو جسم د جاذبې کشش اچوي. کله چې يو جسم له ځمکې لوړ وي، پوتنشيل انرژي لري. خو کله چې دغه انرژي آزاده شي او جسم ځمکې ته راوليږي دغه پوتنشيل انرژي له ځمکې سره د جسم د تماس پر مهال آزاديږي. د اوبو د بريښنا سټيشن د جاذبې له انرژۍ کار اخلي – هغه اوبه چې په يوه ارتفاع کې ذخيره شوي وي راخوشې کيږي او کله چې راولويږي د بريښنا توليدونکي توربينونه تاووي چې هغه بيا بريښنا توليدوی.

هستوي انرژي

هستوي انرژي هغه ده چې په اتوم کې پرته ده او د هستوي غبرګون په پايله کې آزاديږي.

طاقت

طاقت پر وخت ویشل کیږي. د طاقت واحد واټ دی. د وخت په يو واحد کې ترسره شوي کار د طاقت له يو واحد سره مساوي دی. يا يو واټ مساوي دی له يو ژول پر ثانيې سره.

طاقت = کار ÷ ثانيه

کار هغه قوه ده چې يو جسم له يو ځای څخه بل ځای ته بې ځايه کړي. کار د يوې قويې له خوا د يو جسم د تغیر مکان د رامنځته کولو په برخه کې د وخت له مقدار سره هیڅ تړاؤ نه لري. ځينې وخت کار ډير ژر ترسره کيږي او ځينې وخت ډير ورو ترسره کیږي.

دواړه انجونو په يوه غره کې ۲۰ ميتره پورته غيژي. کوم يوه زیات طاقت لري.

د بيلګې په توګه، په ګټونو کې پورته کيدونکې ته لږ څه زيات وخت پکار دی چې خپل ځان د غره په ارتفاع کې څو ميتره پورته کړي. خو له بله پلوه، پر غره قدم وهونکی (چې غره ته په يوه اسانه لار پورته کيږي) خپل ځان په ډير کم وخت کې څو ميتره ارتفاع ته پورته کولی شي. ښايي دا دواړه خلک مساوی کار ترسره کړي خو پر غره قدم وهونکی په ګټونو کې د پورته کيدونکي په پرتله په خورا کم وخت کې دا کار ترسره کوي. طاقت په هغه اندازه ترسره کيږي چې ټاکلی کار ترسره شوی وي. نو پر غره تلونکی په کمرو کې د پورته کيدونکي په پرتله زيات طاقت لري.

 

د نور مطلب د لوست لپاره یوه زیرمه   work or PDF کښیکاږۍ.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.