×

فوټو سينتيزز: د خوراک د جوړولو لپاره د لمر کارول


فوټو سينتيزز: د خوراک د جوړولو لپاره د لمر کارول

فرض کړئ چې که پکار وای چې تاسې لمر ته ولويږئ او د منډو، لوبو، ټوپوهنې او د ژوند د اړتيا وړ ټوله انرژي مو له لمر څخه اخيستلی. څرنګه چې انسانان يو ښايي لمر وهلي او يا پوستکی را سوزولی واي خو د لمر له وړانګو به مو هيڅ انرژي نه وای اخيستلې. نو پکار ده چې موږ د خپل بدن د انرژۍ لپاره خوراک وکړو. خو بوټي داسې نه دي. دوی د لمر له انرژۍ څخه ځان ته خواړه برابروي. دا کار په دې ډول نه کيږي چې سړی په دوکان کې خوراکي توکي واخلي او پخپله یې پاخه کړي! اصلا بوټي د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره د خپلو حجرو په منځ کې يو کيمياوي غبرګون رامنځته کوي. هغه اورګانيزمونه چې دا ډول ځانګړنه لري د آټوټروف Autotrophs يا د خپلکاري تغذيې قابليت لرونکو په نامه ياديږي. بوټي د لمر انرژي کيمياوي انرژي ته بدلوي چې په کارولو يې وده او ژوند کوي. هغه اورګانيزمونه چې د انسان په څیر د خوراک له لارې خپل ژوند پر مخ بیايي بيا همدغه بوټي د خپل خوراک د سرچينې په توګه کاروي.

هغه پروسه چې بوټي يې له لارې د لمر انرژي قند ته بدلوي د فوټو سينتيزز په نامه ياديږي. د دې کار د ترسره کولو لپاره بايد بوټي څو شيان ولري: لمر، اوبه او کاربن ډای اوکسايډ. بوټي د فوټوسينتيزز د اړتيا وړ اوبه د خپلو ريښو له لارې اخلي چې په ځمکه کې خښې دي. کاربن ډای اوکسايد هغه ګاز دی چې خلک او حيوانات يې د سا ويستلو پر مهال فضا ته آزادوي. بوټي په پاڼو کې د موجودو سوړو له لارې چې سټوماتا Stomata نوميږي کاربن ډای اوکسايد را اخلي او د فوټوسينتيزز لپاره يې کاروي. کله چې بوټي کاربن ډای اوکسايډ اخلي، د هغې هوا په پاکوالي کې مرسته کوي چې موږ يې تنفس کوو.

د فوټوسينتيزز زياتره برخه د بوټي په شنو برخو لکه پاڼو او ډنډر کې ترسره کيږي. د بوټي د پاڼو او ډنډر د حجرو په منځ کې کلوروپلاسټ موجود دی. کلورو پلاسټ خپل شين رنګ له کلوروفيل څخه اخلي چې په منځ کې يې پراته دي. کلورو پلاسټ قند ته د لمرينې انرژۍ په بدلون سره هيښنده کار ترسره کوي چې بيا بوټی له همدې قند څخه په استفادې سره ژوند او وده کوي!

بوټی اخيستل شوی لمر، اوبه او کاربن ډای اوکسايډ د قند د جوړولو لپاره کاروي چې بوټي ته انرژي ورکوي. بوټی د اکسجن ګاز هم هوا ته آزادوي. هغه اکسجن چې موږ له هوا څخه تنفس کوو د بوټو له خوا جوړيږي. موږ د تنفس له لارې اکسجن خپلو سږو ته دننه کوو او د وينې د جريان له لارې يې ټول بدن ته رسوو.

کله چې بوټي قند جوړ کړي يا يې سمدستي کاروي او يا يې د بعدي استفادې لپاره ذخيره کوي. بوټي بيا دا قند د يو لړ نلونو له لارې چې زموږ د وينې رګونو ته ورته دي، خپلو بيلابيلو برخو ته ليږدوي. بوټي قندونه په بيلابيلو شکلونو ذخيره کوي چې يوه بيلګه يې نشايسته ده. ځينې بوټي قندونه په هغو برخو کې ذخيره کوي چې په ځمکه کې خښې دي او همدا برخې يې زموږ د خوراک ښه سرچينه برابروي چې ښې بيلګې يې ګازرې او کچالو دي.

بوټي هغه خواړه توليدوي چې د چاپيريال ټول اورګانيزمونه يې اړمن دي، له دې کبله ډير مهم دي. موږ پر دې توليد کوونکو حساب کوو چې ځان ته خپل خواړه برابروي، وده کوي او بيا د خواړو راتلونکي زنځير ته انرژي برابروي. له بوټو پرته چې د لمر له انرژۍ استفاده کوي، موږ پر دې نړۍ ژوندي نشو پاتې کيدلی.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.