×

توماس اډيسن او بريښنايي ګلوب


توماس اډيسن او بريښنايي ګلوب

زياتره خلک په دې باور دي چې دې نوښتګر ته د بريښنايي ګروپ جوړولو الهام سمدستي رامنځته شو، خو توماس اډيسنن په دې ډول دا نوښت نه دی ترسره کړی. هغه به د خپلو پلټنو په لړ کې زیاتره وخت هغه نندارتون ته هم ورته چې نوي اختراعات به نندارې ته کيښودل کيدل. په ۱۸۷۸میلادي کال کې يو نندارتون ته لاړه چې يوه نوې اختراع نندارې ته وړاندې شوې وه چې قوسي څراغ يې باله. دا يوه ساده خو غير موثره اختراع وه چې په ترڅ کې يې له يوه پياوړي بريښنايي مزي څخه د بريښنا يو غښتلی جريان د مسو يو کمزوري مزي ته ليږدول کيده. کله چې به بريښنايي سرکيټ سره وتړل شو، دا نړی مزی به تود شو او سپين به بريښيده، يوه سپينه رڼا يا يو ډول روڼوالی يې رامنځته کاوه. څرنګه چې د مسو د ويليو کيدو ټکی ډير ټيټ دی، د مسو دا مزی به ژر ولې شو او رڼا به يې په څو شيبو کې له منځه لاړه. دې پروسې زياتې بريښنا ته اړتیا درلوده چې په هغه وخت کې په کافي توګه نه پیدا کيدله. لنډه دا چې قوسي څراغ په زړه پورې وو خو په عملي توګه نشو کارول کيدلی.

اډيسنن چې له دې نندارتونه الهام اخيستلی وو، په زړورتوب سره يې اعلان وکړ چې ژر به د رڼا يوه ارزانه، زياته پاييدونکې او زړه راښکونکې سرچينه اختراع کړي. میاشتې يې په تجربو او ازموينو تيرې کړې خو د ۱۸۷۹ ميلادي کال د اکتوبر پر ۲۱مه يې د کاربن له پلتې رامنځته شوی څراغ جوړ کړ. هغه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ترلاسه شويو نادره او نا آشنا فايبرونو زرګونه تجربې ترسره کړې چې يو ښه فايبر پيدا کړي. ويل کيږي چې د اډيسنن ځينې پلټونکي د ناپيژندل شويو فايبرونو د پلټولو لپاره جنوبي امريکا ته وليږل شول. د دې سفر پر مهال پلټونکي له ګڼو سختيانو سره لاس او ګريوان ول چې ناروغۍ، د دې سيمې د اوسيدونکو دښمنۍ، وحشي حيوانات او زهري مارانو څخه را ولاړې شوې وې. په پای کې ده هغه څه وموندل چې په کور کې يې هم موجود وو.  د عادي پمبې یو ګوټک چې  په لابراتوار کې يې پروت وو. کله چې دا تار پوخ شي شخوالی تر څنګ کاربني کيږي. او يوه ښه کاربني پلته جوړوي – چې کاربني پمبه يې هم بولي. د رڼا څراغ وروسته بيا د یو بل توکي په کارولو سره چې ټنګسټن نوميږي لا زيات پرمختللی شو خو هغه یوه بله کیسه ده.

اډيسنن دا وموندل چې د پلتې د اوږدمهالي سون لپاره له څراغ څخه ټول اکسجن باید لرې شي. د اکسجن په نشتوالي کې به د پلتې مواد په چټکتيا سره نه سوزي. لومړی هغه د يو پمپ په کارولو سره له څراغه ټوله هوا وويستله او يوه خلا يې رامنځته کړه. خو د څراغ چاپير هوا د فشار له کبله څراغ دننه کيمنډل شو. د دې ستونزې د هواري لپاره اډيسنن پریکړه وکړه چې د هوا پر ځای يو خنثی ګاز څراغ ته دننه کړي. خنثی ګازونه چې د عناصرو په دوراني جدول کې د نجيبو ګازونو په نامه هم ياديږي، د سون وړ نه دي. کله چې اډيسنن د کاربن پلتې څراغ نندارې ته کيښود، له هغه يې هوا ايستلې وه او پر ځای يې د هيليوم له ګازه ډک کړی وو چې يو نجيب ګاز دی.

لومړنی څراغ د ۴۰ ساعتونو لپاره وسوزيده او يوه لويه بريا وبلل شوه. سمدستي وروسته اډيسنن څراغ نور هم پياوړی کړ او بيا د ۱۰۰۰ ساعتونو لپاره سوزيده!

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.