فایل: د شناخت نمبر(آی دی)
doc د دي فایل د داونلود کولو لپاره سیستم ته ننوڅئ.ته لا ويښ نه شولي
اسد الله شریفی
ديارپه قبر ترخې شني شوي، ته لا ويښ نه شولي
تر خيبر تيري ولولي شوي، ته لا ويښ نه شولي
زرغوني څانګي، د خزان سيليو وچي كړلي
له پښتون ډكي هديري شوي، ته لا ويښ نه شولي
باغ دي د زاغ په حواله كا ته سكوت پريوتي
بي پت، عزته پښتني شوي، ته لا ويښ نه شولي
دا څنګه خوب دى چي خداي تا ته په ميراث در كړى؟
د ناوۍ پښي په وينو سري شوي، ته لا ويښ نه شولي
پروانه وسوځيده، شمعي په ژړا ژړا كي سا وركړله
د پوهي بلي ډيوي مړي شوي، ته لا ويښ نه شولي
خداي دي را ويښ كړه له دي خوبه پښتنه زلميه
ويني د قام څپي څپي شوي، ته لا ويښ نه شولي
ښكيلاك د وزبيښلي ويني، ته ونه خوځيدي
بار د سپين مخو جنازي شوي، ته لا ويښ نه شولي
پيغلو به تاته په ناز ناز او اميدونو كتل
اوس يي كمڅۍ په ګرد سپيري شوي، ته لا ويښ نه شولي
زما زګيرويو د فلك كميس په وينو سور كا
اوښكي مي سترګو كي لمبي شوي، ته لا ويښ نه شولي
د مارچ ۳۰ نيټه
لندن آنتريو، كاناډا
د دی مطلب په هکله
د مطلب ډول
نشرکوونکي
جواز/ د چاپ حق لرونکی
د لیکوالی و خپرونکی حق محفوظ دی

هم ډول سرچینی

هرکال د نوبل شپږ جا...

د پوښتنو ډولونه پرانست...

دمباحثوي او ګروپی میتودون...

سریزه...

د افغا...