×

د افغانستان امریکایي پوهنتون د ماستري پروګرام ستونزې او حل لارې


    د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې جلیله وزارت د یو ګټور ښوونیز سیستم د رامنځته کولو په خاطر یو سلسله اقداماتو لاس پورې کړ، چې د هغې جملې څخه د تعلیم او تربیې په برخه کې د ماسترۍ پروګرام هم شامل دی نو د هیواد  ټولو ولایتونو ښوونکو روزنې له مؤسساتو څخه استادان چې تعداد يې تقریباً ۳۲۰ تنو ته رسیږي  دغې پروګرام کې ګډون لري، چې په دغې تعداد د ماسټرۍ پروګرام طرحه د هیواد د پوهنې  په تاریخ کې بې مثال دی.

   دافغانستان امریکایي پوهنتون د ښوونې او روزنې د ماستري په پروګرام کې سره له دې چی زیاتي ښېګڼې او بریالیتوبونه لري تر څنګ يې د تطبیق په برخه کې دغه پروګرام ځینې ستونزې هم لري چې  په لنډ ډول يې دهرې برخې ستونزې او د حل لارې په ګوته شوي دي. ترڅو د راتلونکو پروګرامونو لپاره  په پلان کې ونیول شي. او دغه کمي نه یواځې د امریکایی پوهنتون لپاره دي بلکې د پوهنې وزارت ټولو تعلیمي مؤسساتو سره هم اړیکې لري.

د پروګرام ډیزاین او جوړولو ستونزې

  • د وخت کمښت : یوه لویه ستونزه د وخت کمښت ده ځکه چې ټولو ته بهتره معلومه ده چې د ماستري پروګرام د دوو کلونو په اوږدو کې صورت نیسي حال دا چې دغه پروګرام د دوه کالو څخه ډیر کم وخت په برکې نیسي.
  • د کامیابۍ معیار لوړوالی :  په دې پروګرام کې د کامیابي معیار ډېر لوړ دی او زمونږ یو تعداد محصلینو ونشو کولای چې نوموړی معیار پوره کړي اما د لوړو زده کړو وزارت په لایحه کې د کامیابي معیار (۶۰) نمرې دی خو په دې پوهنتون کې د کامیابي معیار (۸۰) نمرې دی، چې زمونږ په نظر دا ډیره سخته ده چې ټاکل شوی معیار دې پوره شي حال دا چې له یوه اړخه نوموړی معیار زمونږ په ګټه هم دی خو له بلې خوا یې پوره کیده هم ستونزمن دي.
  • د کریډیت سیستم ستونزي : په هر پوهنتون کې چې د کریډیت سیستم تطبیق کیږي هغه په دې ډول دی. د مثال په توګه کله چې یو محصل عدم کریدت شي نو باید له هغه څخه دې  دوباره امتحان واخستل شي خو دلته دا سیستم نشته عدم کریډیت په نظر کې ندی نیول شوی .
  • د شاملیدو معیار: ماسترۍ پروګرام ته د کاندیدو په وخت کې د ځانګړو شرایطو نشتون لکه، عمر، تجربه ، رسمي ژبې او داسې نور...
  • دساینسي او ریاضي مضامینو لپاره د لابراتوار نشتون.
  • ساحوي څیړنو نشتون.
  • د څرګندې پالیسي نشتون.

د پروګرام په ډیزاین او جوړولو کې د پرتو ستونزو حل لارې

  • د کورس وخت دې بیا له سره تجدید نظر شي ځکه چې د وخت مناسبوالی په پروګرام باندې اغیزه کوي.
  • د نمرو معیار باید د نورو پوهنتونونو په څیر راټیت شي تر څو هر څوکوکولای شي د کامیابي چانس ترلاسه کړي.
  • د کریډیټ سیستم مطابق عمل وشي یعنې که چیرته کوم محصل په یوه مضمون کې کمه نمره ترلاسه کوي له هغه څخه دې باید دوباره امتحان واخستل شي او یا هم ځانګړی پروژه ورته وسپارل شي.
  • پوهنتون باید مخکې له مخکې ټولو محصلینو ته خپله څرګنده پالیسي په لیکلي شکل جوته کړي تر څو محصلین د پالیسۍاصولو مطابق خپله پریکړه ونیسي .
  • د پروګرام له پیل کیدو مخکې څخه باید لابراتوار اماده شي.
  • حد اقل په څیړنیزو مضمونونو کې باید امتحان حذف شي او پر ځای يې محصلینو ته ګروپي او انفرادي پروژې ورکړل شي.

اداري ستونزې

  • د اداري کسانو کموالی:  دا هم یوه لویه ستونزه ده، چې په دې پروګرام کې  تقریبا د (۳۲۰) تنو په شاوخوا کې محصلین شتون لري او د دې پروګرام اداري چاري یوازي د څو محدودو کسانو په واسطه پر مخ وړل کیږي، چې د وخت په ضایع کیدو کې يې مهم رول لوبولی دی.
  • د واحدي کمېټې نشتون : په هر پوهنتون کې زیاتي کمېټې شتون لري تر څو د محصلینو اړوند رامنځ ته شوي ستونزې حل کړي. لکه د امتحان کمېټه دا هغه کمېټه ده چې د دې په مرسته هر محصل کولای شي چې د استاد له خوا په ورکړل شویو نمرو باندې انتقاد لري او یا له سره د امتحان د پارچې د کتنې غوښتنه کوي نو نوموړې کمېټې ته خپله عریضه وړاندې کوي اما په دې پوهنتون کې دا ډول کمېټه نشته او که چیرته وي هم نو چاته معلومه نده.
  • د محصلینو ستونزو حلولو لپاره د ځانګړي دفتر نشتون.
  • په دې پروګرام کې یوه لویه ستونزه په پښتو ژبه د درسي کتابونو او موضوعاتو کمښت دی.
  • په تکنالوژۍ باندې محدودیت.

د اداري ستونزو حل لارې

  • د ادارې په تدریسي برخه کې د یو با تجربه او پوه شخص استخدامول تر څو وکولی شي د تدریسي برخې اړوند مسؤلیتونه لکه د مهالویش ترتیبول، حاضري اماده کول او د امتحان سره تړاو لرونکي مسایل په ټاکلي وخت ترسره کړي.
  • د محصلینو چارو لپاره ترڅو خپلې ستونزې په ازادانه ډول مسؤلینو سره شریکې کړي.
  • د قرارداد مطابق باید درسي مواد په دواړو رسمي ژبو د سمستر له پیل نه مخکې اماده شي.
  • د تکنالوژۍ محدودیتونه دې له منځه یوړل شي.

اکاډمیکې ستونزې

  • د ژباړې ستونزې : ژباړه په ځینو ځایونو کې ډیر موثر رول درلودلای شي اما په ځینو ځایونو کې له ګټې څخه زیان ډېر تر سترګو کیږي. یعنې د دې پروګرام په دویم او دریم سمستر کې د خارجي استادانو له خوا لکچر ورکول کېده او بیا د بل افغاني استاد په ذریعه سمدلاسه د هغه خارجي استاد لکچر ژباړل کېده نو دا چې ژباړه کول ډېر ژور فکر کولو ته اړتیا لري تر څو د جملې مبتدا او خبر په ښه توګه منظم او بیا وړاندې شي اما د لکچر په دې ژباړه کې د درې ژبې ویوونکو محصلینو په ګډون ټولو محصلینو په هغه ډول اخذ وانخیست څومره چې لازمه وه باید اخیستی يې وای.
  • د خارجي استادانو د لکچر د ژباړې کولو د ستونزې تر څنګ د خارجي استاد او همکار استادانو د موضوعاتو تر منځ د اړیکې نشتون. په هغو دوو سمسترونو کې چې د خارجي استادانو له خوا لکچر ورکول کېده ډیری وخت د همکار استاد او خاریجي استاد د موضوعاتو تر منځ ارتباط موجود نه وو په لکچر کې پر یوه موضوع او په مباحثه کې پر بله موضوع باندې د استادانو لخوا بحث د څو هفتو لپاره جریان درلود.
  • د معیاري زده کړیزو علمي موادو کمښت او نشتون.
  • په کتابتون کې ډیری کتابونه په مختلفو برخو کې په انګلیسي او ایراني (فارسي) ژبه تر سترګو کیږي. هغه کتابونه چې د اړوند پروګرام له موضوعاتو سره سمون یا اړیکې پکې لیدل کیږي ډیری يې په ایراني (فارسي) ژبه دي اما په پښتو او دري ژبه د اړوند پروګرام له موضوعاتو سر مربوط کتابونه ډېر کم څه چې حتی په نشت هم شمارل کیدای شي.
  • د مضامینو لپاره د وخت ټاکل : د پروګرام په جریان کې د مضامینو د تدریس تقسیم بندي په ښه توګه نه وه تر سره شوي یعنې ځینې داسې مضامین موجود وو چې باید تدریس ته يې ډېر وخت په نظر کې نیول شوی وای لکه د څېړنې (تحقیق) مضمون همدارنګه تربیتي روانشناسي چې د استاد لپاره ډېر موثر موضوعات پکې په پام کې نیول شوي دي. د هغوی د موضوعاتو د مهموالي او ډېراوالي په اساس باید وخت ورکړ شوی وای.
  • غیری عادلانه مهال ویش:  د کوم مهال وېش له مخې چې په جریان د دې پروګرام کې تدریسي چاري تنظیم شوي وې زمونږ په نظر د وخت په لحاظ یو غیري منظم مهال وېش و. یعنې په دې مهال وېش کې د محصلینو زیات وخت په یوه داسې انتظاري حالت کې بې ګټې تېریده چې هر محصل به د سهار له اتو (۸) او یا نهو(۹) بجو څخه د غرمې تر دولسو (۱۲) او یا یوې (۱) بجې پورې نه مطالعه کولای شوای او نه بل څه، بلکې د هماغه لکچر په انتظار به وو او له هغه وروسته به د مازدیګر تر وخت پورې په لکچر پورې اړونده موضوع باندې د بحث کولو لپاره انتظار وو چې په دې دوو ساعتو سره به ټوله ورځ تېره شوه او حتی ځینې وختونه به د ټولې ورځي په جریان کې یو ساعت تدریس وو او نور هیڅ هم نه.   
  • تخنیکي ستونزې :  په تالار کې د پروجکتور او سپیکر ستونزې چې تر اوسه پورې صحیح نه دي حل شي.

د اکاډیمیکو ستونزو حل لارې      

  •  د متخصصو ژباړونکو استخدام ته زیاته پاملرنه وشي.
  •  پښتو موادو ته باید زیاته پاملرنه وشي تر څوهغه وروڼه چې په فارسي ژبه نه پوهیږي له مطالعې څخه لازمه ګټه واخلي.
  •  که چیري کوم محصل په امتحان کي  دکامیابی چانس نشي ترلاسه کولای  نوموړي محصل ته باید پروژه ورکړل شي دابه ډیره په زړه پوري تمامه شي.
  •   لکچر باید په دواړو ژبو ورکړل شي تر څو ټول محصلین ورڅخه استفاده وکړي.
  •  د پروګرام وخت باید یو څه اندازه زیات شي تر څو هر څوک د مطالعې ، تحقیق ، دموادو راټولولو ، د کورنۍ دندې د ښه ترتیب او داسي نورو مسایلو لپاره په کافي اندازه وخت ولري او ښه مثبته نتېجه لاسته راوړي .
  •  د راتلونکې لپاره باید د مهال وېش او مضامینو د تقسیم بندي لپاره خاصه توجه وشي.
  •  په کتابتون کې باید د پروګرام  د موضوعاتو او مسلک مطابق مختلف کتابونه په دواړو (پښتو او دری)  ژبو ځای پر ځای شي.
  •  د تدریس اړوند هر ډول تخنیکي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.