×

په ټولګي کې دګروپي او مباحثوي کار ارزښت په څه کې دی


دمباحثوي او ګروپی میتودونو ارزښت په دې کې دی چې زده کوونکي دنظریاتو تبادله سره کوي ستونزې او مشکلات په ګډه سره حل کوي هغه ستونزې چې ورته پیدا کېږي دخپلو ټولګیوالو څخه دمرستې په غوښتلو سره یې حل کوي او ورو ورو پر مخ ځي.

په مباحثوی اوګروپی کارسره زده کوونکي تحریک او هڅول کېږي.دزده کوونکو ویدې وړتیاوي راو وښېږي او په تحرک راځي.په ګروپي او مباحثوي کارونوکې دمعلوماتو قضاوت او مسلکي مهارتونه ډېر اغېز لري مهمه خبره داده چې زده کوونکي یو هدف ته درسېدو لپاره په ازاد ډول او آسانې طرېقې پوهوونه اوپوهېدنه کولای شی.کله چې ټولګي په وړو وړو ګروپونو وویشل شي یو زده کوونکي دلارښود په توګه ټاکل کېږي او دمناقشې نقطې ورته ورکول کېږي چې مناقشه دګروپونو په منځ کې رامنځته اورهنمایی کړي له همدې ځایه ده چې زده کوونکي په ځان اعتماد پیدا کوي او دځان سره انګیري چې هرڅه ورته اسانه دي او دیو استاد اورهبر دنده پرمخ بیولی شي.

په ګډو ګروپی اومباحثوي کارونو کې هدف یواځې خبرې کول نه بلکې دحقایقو څرګندول او قضاوتونه دي.کله چې زده کوونکي ازاد بحث کوي له یوې خوا دخبرو کولو جرات په کې پیاړی کېږي او له بلې خوا هغه اندونه او فکرونه چې ددوی سره شته دنورو ټولګیوالو سره شریکوي په نتېجه کې دافکارو تبادله او یو ګډ فکري خوځښت رامنځته کېږي.

په ګډو او مباحثوي کارونو کې هر زده کوونکی کوښښ کوي چې نظر او کار یې تر نورو ښه او له مانا څخه ډک وي نو هڅه او هاند کوي ترڅو داسې ټول منلی نظر وړاندي کړي چې دښوونکي او نورو ټولګیوالو توجه راجلب کړي.په دې کار سره دزده کوونکو دنوښت او ابتکار قوه پياوړي کېږي ځکه هرزده کوونکي کوښښ کوي چې خپلو علمي مطالعاتو ته دوام ورکړي او دښه او نوي نظر دوړاندې کولو لپاره لا زیاته مطالعه وکړي.

کله چې په ګروپي او مباحثوی کارونو کې زده کوونکو ته یوه موضوع ورکول کېږي هغوی یې تحلیل او تجزیه کوي دا داسې مثال لري لکه یو راډیویی ګردی مېز چې هر وربلل شوی میلمه په کې دعلمي دلایلو په راوړلو سره په موضوع علمي او منطقي بحث کوي اویابه دګردي میز دنورو صاحب نظرانو دلایل مني اویابه یې ردوي خوپه علمی دلایلو سره دا کارسرته  رسېږي ځکه په هرڅه کې ځاني قضاوت نه کېږي انتزاعی مسایل ډېرې ژورې پوهې ته اړتیا لري په همدې ترتیب زده کوونکي هم کوښښ کوي ترڅو مسایل په علمي توګه تحلیل او تجزیه کړي.زده کوونکي مجبوریږي تر څو خپلو مطالعاتو ته دوام ورکړي.

په ګډواومباحثوي کارونو کې زده کوونکي بیدار او متحرک وي.ځینې وخت په ټولګیو کې داسې حالت رامنځته کېږي چې ځینې زده کوونکي په صنفي او درسي فعالیتونو کې ونډه نه اخلي تل په خپل ځان او خیالي دنیا کې ورک وي نو دداسې زده کوونکو درابیدارولو لپاره ښه طرېقه دزده کوونکوپه ګروپونو ویشل او هغوی ته په مباحثو کې ونډه ورکول دي.ښوونکي ته لازم دي چې زده کوونکي په کار واچوي کېدای شي دټیټې سطحې زده کوونکو نظرونه په ټاکل شوي موضوع متمرکز نه وي نو ښوونکي ته په کار نه ده چې هغوي ورټي.هغوی دې وهڅوي اولازمې لارښوونې دې ورته وکړي.

په ګروپي او مباحثوي کارونو کې درس دزده کوونکو په واسطه سرته رسېږي یعنې شاګرد دزده کړې مرکز وي.که چیرته زده کوونکو ته موضوع دمخکې نه روښانه شي نو زده کوونکي به دیو ښوونکي په څیر مخکې له مخکې نه یادې موضوع ته پوره چمتوالی ونیسي او موضوع به په ښه صورت سره ارایه کړي له بلې خوا به مو زده کوونکو ته شخصیت ورکړی وي هغوی به په ځان ډاده اولاښه کارونه به سرته ورسوي.

داچې ګروپی اومباحثوي کارونه انفرادي جنبه نه لري یعنی ګډ او ډله ایز کارونه دي نوپه زده کوونکو کې یودبل سره دهمکارۍ احساس رامنځته کېږي.هغه زده کوونکي چې نسبتا تر نورو ښه او داستعداد لرونکي دي تنبل اونالایقه زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغی هم ددوی په څیر فعاله او ډېر څه زده کړي.ښوونکي باید دزده کوونکو دهمکارۍ حس ته پراختیا ورکړي ترڅو نه یواځې دښوونځي په انګړ کې یودبل همکار اوسي بلکي دښوونځی نه دباندې هم دنورو سره همکار او اوږه پراوږه کار وکړي.

دګروپی اومباحثوي کارونو په سرته رسولو سره ښوونکی په اسانۍ سره کولی شي خپل زده کوونکي ارزیابي کړي،فردي توپیرونو ته یې پام او دهر زده کوونکي ذهني وړتیا او داستدلال قوه معلومه کړي ځکه ښوونکي په عملي ډول زده کوونکي ویني اوقضاوت کوي.داکار دوه ګټې لري یوه یې په ایماني او وجداني توګه زده کوونکو ته دنمرو ورکول دی اودبلې خوا ورته دزده کوونکو فردي توپیرونه ښکاره کېږي چې په نتیجه کې دفردي توپیرونو په نظر کې نیولو سره دزده کوونکو دسویې مطابق تدریس سرته رسیږي.

 

 

 

په لنډه توګه دمباحثوی او ګروپی کارونو ارزښتونه په شماره وار ډول راوړو.

  1. دزده کوونکو دپوهې سطحه معلومېږي.
  2. زده کوونکو ته په فعاله ډول په درسونو کې ونډه ورکول کېږي.
  3. مباحثوي او ګروپی کارونه دزده کوونکو درسم او رواج،محیط او دهغوي دتیرو تجربو داظهار سبب ګرځي.
  4. دزده کوونکو دافهام اوتفهیم مهارت وده مومي.
  5. زده کوونکي عملا خپل درس زده کوي.
  6. په زده کوونکو کې دهمکارۍ حس را ژوندی کېږي.
  7. په زده کوونکو کې داستدلال قوه پیاوړه کېږي.
  8. په زده کوونکو کې فکري خوځښت رامنځته کېږي
  9. زده کوونکي ژوندي،بیدار او متحرک وي.
  10. زده کړه دعمل او تجربې له لارې صورت نیسی.
  11. زده کړه تحلیلي وي.
  12. زده کړه په درک متکي وي.
  13. رواني وضعه په نظرکې نېول کېږي
  14. زده کوونکي تازه او احساسات یې تازه وي.
  15. زده کوونکي درس په علاقه مندۍ او دورځنیو اړتیاوو په اساس لولي.
  16. له تدریسي موادو او سایلو څخه په کافي اندازه استفاده کېږي.

درس دزده کوونکو په واسطه سره رسیږي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.