×

د پوښتنو ډولونه


د پوښتنو ډولونه

پرانستې پوښتنې

دا پوښتنې د يوه بل کس په خبرو راوستلو کې ګټورې دي. دا پوښتنې زياتره د: څه، ولې، کله او چا پر کليمو پيليږي. ځينې وخت د بيانې په بڼه وړاندې کيږي: "که تاسې راته ووايئ"، "د پلانکي شي يوه بيلګه راته وړاندې کړئ".   دا پوښتنې ستاسې لپاره ښه معلومات برابرولی شي.

بندې پوښتنې

دا هغه پوښتنې دي چې د هو او نا ځواب غواړي او د حقايقو د لټون لپاره ګټورې دي. دا پوښتنې بايد په احتياط سره وپوښتله شي – ځکه چې دا ډول زياتې پوښتنې د خستګۍ لامل ګرځي او محاوره بندولی شي.

مشخصې پوښتنې

دا پوښتنې د حقايقو د څرګندولو لپاره کارول کيږي. د بیلګې په توګه تاسې په دې څومره مصارف کړي دي.

پلټونکې پوښتنې

دا پوښتنې د لا زياتو جزياتو او وضاحت لپاره کارول کيږي. پلټونکې پوښتنې له تاسې سره مرسته کوي چې مشخصې برخې وپلټئ. خو بايد محتاط اوسئ ځکه چې داسې پوښتنې ډير ژر خلکو ته دا احساس ورکوي چې له دوی د تحقيق لاندې نيول شوي دي.

فرضي پوښتنې

دا پوښتنې په راتلونکي کې د يوه وضعيت د رامنځته کيدو څرګندويي کوي. د بيلګې په توګه، "څه به وګړئ که...؟" دا پوښتنې د دې لپاره کارول کيږي چې نور خلک د نوي حالت په اړه فکر ته وهڅوئ. دا پوښتنې په کاري مرکو کې هم کارول کيږي چې معلومه کړي خلک څه ډول له نويو حالاتو سره مقابله کولی شي.

انعکاسي پوښتنې

تاسې دا پوښتنې هغه وخت کوئ چې د یوه ويناوال خبرې بيرته منعکسې کړئ، او پر دې وينا پوهيدل وازمايئ. تاسې د ويناوال احساسات هم منعکس کولی شئ، چې دا کار له قارجنو او سختو خلکو سره د معامله کولو او د احساساتي حالاتو به خنثی کولو کې ګټورې دي.

ښوونکې پوښتنې

دا پوښتنې د دې لپاره کارول کيږي چې ستاسې د نظريې له منل کيدو ډاډ ترلاسه شي – دا پوښتنې د رښتينو نظرياتو او مفکورو لپاره نشي کارول کیدی. که تاسې يو چا ته ووايئ چې ته له دې حالاتو سره مقابله کولی شې، که نه؟ ښايي هغوی خوښ ونه ګڼي چې "نا" ووايي.

تاسې يوې مرکزي نقطې ته د معلوماتو د راټولولو لپاره د پوښتنو بيلابیل ډولونه کارولی شئ. دا طریقه ددې لپاره کارول کيږي چې د یوې موضوع د پلټلو او د مسئلې مغز ته د ځان د رسولو لپاره پوښتنې په یوه سلسله کې برابرې کړئ. ښايي تاسې یو پرانستې پوښتنه او بيا ورپسې پلټونکې پوښتنه بيا مشخصه او ورپسې انعکاسي پوښتنه وکړئ. 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.