×

کاغذي الوتکه څه ډول الوتنه کوي؟


لوړيدل او د پورې وهلو قوه

دا دوه نورې قوې دي، چې ستاسې له کاغذي الوتکې سره د اوږدې الوتنې په ترسره کولو کې مرسته کوي. پورې وهل هغه قوه ده، چې الوتکې ته مخ پر وړاندې حرکت ورکوي. د پورې وهلو لومړنۍ قوه د پيلوټ او يا د الوتکې د توغوونکي له عضلاتو څخه هغه وخت راځي، چې الوتکه توغوي. له دې وروسته بيا کاغذي الوتکې د ګلايدر يا بې ماشينه الوتکو په څېر عمل کوي او د کږو وږو حرکاتو په ترسره کولو سره مخ پر وړاندې حرکت کوي. الوتکه هغه وخت لوړېږي، چې تر وزرونو لاندې يې د هوا فشار چې الوتکه پورته ټېله کوي، د وزرونو د باندې هوا د فشار په پرتله، چې الوتکه لاندې ټيله کوي، زيات وي. په فشار کې همدا بدلون دی، چې د الوتکې د الوتنې لامل ګرځي. د وزر پر سطحه موجود فشار هغه وخت راکمېدای شي، چې د هوا بهير د همدې وزر پر سطحه چټک کړای شي.

د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندنی پی دی اف و یا ورد فایل راښکته کړی.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.