×

تجربه: انکسار او د سيکې بيا راښکاره کيدل


تجربه: انکسار او د سيکې بيا راښکاره کيدل

په دې برخه کې تاسې ته یو جادويي چم وړاندې کيږي چې د لرغوني يونان له پيره راپاتې دی. يونانيان د رڼا لوی مينه وال وو. له هندارو سره يې ځانګړې مينه درلوده.

ارشميدس چې يو نوموتی يوناني رياضي پوه وو، د جګړې د ګټلو لپاره يې هم له رڼا او هندارو څخه کار اخيسته! رومي بيړيو په ۲۱۲ قبل الميلاد کې د يونان پر سيراکوز ښار یرغل وکړ. روميانو خپلې بيړۍ په داسې بندر کې تم کړې چې يونانيان ور رسيدلی نشول.  يونانيان محاصره وو!

ارشميدس له څو هندارو يو جوړښت رامنځته کړ چې د لمر وړانګې يې یوه ټکي ته راټولولې. کله چې به دې مرکزي ټکي ته د لمر وړانګې راټولې شوې، هومره تودوخه يې زيږوله چې د اور لګولو لپاره کافي وه. د همدې هندارو په مرسته ارشميدس له خپل ښار څخه د روميانو بيړۍ وسوزولې.

ځينې تاریخپوهان دا کيسه يوه تاريخي او په زړه پورې خو له حقيقته لرې کيسه بولي. خو څه د پاسه ۲۰۰ کاله وړاندې، لويي ليکلرک دو بوفون Louis Leclerc de Buffon ، د ۱۶۸ کوچنيو هندارو په کارولو سره له ۱۵۰ فوټه فاصلې څخه يوې لرګينې دړې ته اور ورته کړ... له دې معلوميږي چې د ارشميدس لپاره هم دا کار شونی وو.

خو په دې تجربه کې موږ هيڅ شي نه سوزوو

 

لاندې شيانو ته اړتيا لرئ:

يو کنډول

يوه سيکه [پنځه ګون، دوه ګون او يا کومه بهرنۍ سيکه]

لږ اوبه

يو ملګری چې اوبه واچوي 

*******************************************

  1. پنځه ګون په کنډول کې واچوئ. پنځه ګون ته ګورئ دومره شاته لاړ شئ چې پنځه ګون نور ونه وينئ.
  2. دا ډيره مهمه ده چې تاسې بايد پنځه ګون ونه وينئ. که نه د دې چم جادو له منځه ځي.
  3. خپل ځای کې ودريږئ، او ملګري ته ووايئ چې کنډول ته اوبه توی کړي.
  4. که هر څه سم ترسره شوي وي، پنځه ګون بايد راښکاره شي.
  5. روښانه کړئ چې پنځه ګون ولې راښکاره کیږي. او دا هم ووايئ چې دا د رڼا کومه ځانګړنه ښيي.
  6. ارشميدس د بيړيو د سوزولو لپاره د رڼا [د لمر د وړانګو] له کومې ځانګړنې کار واخيست. 

د نور مطلب د لوست لپاره یوه زیرمه   work or PDF کښیکاږۍ.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.