افغُانستُانی ݜچي هوړُاجيلی او آندېي بېخا

فلټر
File 1
doc Please login to download this file.

اسحاق نيوټن او د هغه د حرکت درې قوانين

     
1019 views
0

آیا تاسو اسحاق نيوټن پیژني؟ اسحاق نيوټن د تاریخ د سترو ساينسپوهانو او رياضي پوهانوڅخه دی. دی د ۱۶۴۳ ميلادي کال د ډسمبر پر ۲۵مه نيټه په انګلستان کې زيږيدلی وو او ۸۵ کاله عمر درلود. په کالج کې د زده کړې پر مهال يې له ریاضي، فزيک او ستورپوهنې سره مينه پیدا شوه. هغه د ليسانس او ماسټرۍ دواړه درجې ترلاسه کړې. نيوټن د حرکت په اړه نوې نظريې درلودې چې هغه يې د حرکت اړه خپل درې ګوني قوانين بلل. د نيوټن نظريات دومره په زړه پورې وو چې د انګلستان ملکې ان Anne، په ۱۷۰۵ ميلادي کال کې د نايټ Knight لقب ورکړ. د حرکت په اړه د نيوټن درې قانون په لاندی ډول دی. لومړی: هر جسم که د سکون او يا د يوه ټاکلي مسير پر لور د يو نواخت حرکت په حال کې وي، په هماغه حال پاتې کيږي، مګر دا چې د يوې بې کچه قوې د عمل په نتيجه کې يې حالت بدلون وکړي. دوهم: سرعت هغه وخت رامنځته کيږي چې يوه قوه پر يوې کتلې عمل وکړي. هر څومره چې کتله لويه وي د سرعت ورکولو لپاره يې هومره زيات مقدار قوه پکار ده. دریم: هر عمل مساوي عکس العمل لري چې په مخالف جهت کې يې رامنځته کيږي. د دی دریو قوانینو د تشریح او د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندنی ضمیمه شوی فایل را ښکته (ډاونلوډ) کړی او ویی لولي.

About this resource
Available in the following languages
Subject area
فزیک
Resource level
دويمنۍ
چُاپ تهيلُا حق

عامه لمن / CC 0

0 Comment(s)