File 1
doc Please login to download this file.
آیا تاسو اسحاق نيوټن پیژني؟
اسحاق نيوټن د تاریخ د سترو ساينسپوهانو او رياضي پوهانوڅخه دی. دی د ۱۶۴۳ ميلادي کال د ډسمبر پر ۲۵مه نيټه په انګلستان کې زيږيدلی وو او ۸۵ کاله عمر درلود. په کالج کې د زده کړې پر مهال يې له ریاضي، فزيک او ستورپوهنې سره مينه پیدا شوه. هغه د ليسانس او ماسټرۍ دواړه درجې ترلاسه کړې.
نيوټن د حرکت په اړه نوې نظريې درلودې چې هغه يې د حرکت اړه خپل درې ګوني قوانين بلل. د نيوټن نظريات دومره په زړه پورې وو چې د انګلستان ملکې ان Anne، په ۱۷۰۵ ميلادي کال کې د نايټ Knight لقب ورکړ.
د حرکت په اړه د نيوټن درې قانون په لاندی ډول دی.
لومړی: هر جسم که د سکون او يا د يوه ټاکلي مسير پر لور د يو نواخت حرکت په حال کې وي، په هماغه حال پاتې کيږي، مګر دا چې د يوې بې کچه قوې د عمل په نتيجه کې يې حالت بدلون وکړي.
دوهم: سرعت هغه وخت رامنځته کيږي چې يوه قوه پر يوې کتلې عمل وکړي. هر څومره چې کتله لويه وي د سرعت ورکولو لپاره يې هومره زيات مقدار قوه پکار ده.
دریم: هر عمل مساوي عکس العمل لري چې په مخالف جهت کې يې رامنځته کيږي.
د دی دریو قوانینو د تشریح او د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندنی ضمیمه شوی فایل را ښکته (ډاونلوډ) کړی او ویی لولي.
About this resource
Resource type
چرکن کيکالا
جواز/ چاپس حق دارکاليى
عامه لمن / CC 0

Similar resources

د قوې پيژندنه
د قوې پيژندنه قوه څه د...
د قوې پيژندنه قوه څه د...

د تندر غږ له څه کبله رامنځته کيږي؟
تندر د هغې فضا له چټکې پر...
تندر د هغې فضا له چټکې پر...

فوټو سينتيزز: د خوراک د جوړولو لپاره د لمر کارول
فوټو سينتيزز: د خوراک د ج...
فوټو سينتيزز: د خوراک د ج...

د نيوټن پر قوانينو پوهيدنه
د نيوټن پر قوانينو پوهيدن...
د نيوټن پر قوانينو پوهيدن...

توماس اډيسن او بريښنايي ګلوب
توماس اډيسن او بريښنايي ګ...
توماس اډيسن او بريښنايي ګ...