د زده کوونکو هڅونه
په دې موضوع کې به تاسو د دې په اړه معلومات ترلاسه کړئ چې څه ډول زده کوونکي وهڅو؟
لاندې اصول په پام کې ونيسئ:
๏ هر زده کوونکی له بل يوه څخه توپیر لري دا د ارث او چاپیريال اغیز ده.
๏ که ښوونکی هر څومره د ښوونې کچه ښه کړي، هر زده کوونکی/ زده کوونکې خپل استعداد ته په پام سره زده کړه کوي.
๏ زده کړې څو ډوله دي؟
- تصويري، حرکي او غږيز
๏ زده کونکي ګڼ شیان په يو وار زده کولای شي
๏ زده کونکي له عيني تجاربو څخه هم بيلابيل شیان زده کوي.
๏ زده کړه يوه آاسانه او روانه پروسه نه ده. بلکې د ودې مقطعي دورانونه لري چې بالاخره اوج ته رسیږي.
๏ زده کوونکي باید پخپله زده کړه وکړي. ښوونکی دا کار د دوی لپاره نشي کولای.
زده کوونکي څه وخت ښه زده کړه کولای شي:
๏ د زده کړې پروسه دوه برخې لري چې تجربه او کار دی.
๏ زده کړه د کامیابۍ او مثبت غبرګون په واسطه په فوري او مثبته توګه تقويه کېږي.
๏ د اړونده پراخو او متنوع او د زده کړې د با معنی تجربې په مناسبه کچه زده کوونکي پوخوالي ته چمتو کوي.
๏ نوې زده کړه په پخوانۍ زده کړې پورې اړه لري او يا د پخوانۍ زده کړې پر بنسټ زده کیږي.
๏ زده کوونکي پخپله انتخابولای شي چې څه ډول زده کړه وکړي او څه ډول د خپلې زده کړې محصول وښيي.
د دې موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.