×

داستادۍ دتجربې پراساس دزده کوونکو داخلالونو مخنیوی او دغه رفتارونو ته مثبت لوری پیدا کول


نېټه:۲۰۱۴/۸/۱۴

داستادۍ دتجربې پراساس دزده کوونکو داخلالونو مخنیوی او دغه رفتارونو ته مثبت لوری پیدا کول

دخالق تعالی په دې ستره نړۍ لکه څرنګه چې ټول انسانان  په یوه څېره نه‌ دي په همدې ترتیب یې استعدادونه او اخلاق هم یوله بل څخه توپیر لري.په یوه درسي ټولګي هم دبېلابېلو څېرو او ځانګړونو لرونکي زده کوونکي  راټولېږي چې ټول یې یو ډول فکر او ګډې ځانګړنې نه لري.ځینې زده کوونکي  دارام خوی لرونکي وي او ځینې بیا په ټولګي کې غلي نه کېني.ټولګي او درسي ساعت اخلالوي.تل هڅه کوي چې ښوونکی او درسي ساعت په یوه نه یوه ډول اخلال کړي.نودلته  پوښتنه داده چې ښوونکی څرنګه کولای شي دغه اختلالات له منځه یوسي؟ ددې پوښتنې دځواب لپاره اړینه ده چې په لومړي سر کې اختلالات وپېژنو اوبیایې په له منځه وړلو پیل وکړو.نو هغه تجربې چې موږ دخپلې استادۍ په اوږدو کې ترې ګټه اخستې ستاسې سره شریکوو.مخکې تر دې چې  لازمې لارښوونې او وړاندیزونه وکړو صنفي اختلالات په لاندې توګه شماروار ذکر کوو.

  1. ځینې زده کوونکي په دې موخه ټولګی اخلالوي چې نورو ټولګیوالو ته ځان مطرح کړي او دځان په لوریې پاملرنه راواړوي.
  2. ځینې  زده کوونکي دځان سره انګیري چې دښوونکي له پامه لوېدلي او یاهم په درسي ساعت کې نه هڅول کېږي.
  3. یوشمیر زده کوونکي فکر کوي چې دښوونکي له خوا ورسره ښه رویه نه کېږي ځکه ټولکي اخلالوي.
  4. په درسي موضوعاتو کې نورو زده کوونکو ته ونډه ورکول دځان لپاره ننګونه بولي.
  5. کېدای شي ځینې زده کوونکي په دستوري توګه دادارې،کورنۍ اویاهم ملګرو لخوا دې کار ته هڅول شوي وي.
  6. یو شمیر زده کوونکي دپلاراونیکه دنومو څخه په ګټه پورته کولو سره په نورو ټولګیوالو ځان لوړ بولي او ټولګی اخلالوي.
  7. کیدای شي ځینې زده کوونکي په ټولګي کې ځان ته مثبت ټکي نشي پیدا کولای نوځکه ټولګی اخلالوي.
  8. ځینې وخت کیدای شي دټولګی اوښوونیزي ادارې چاپریال ورته ستړی کوونکی وي دبدلون په موخه یې یادې کړنې سرته رسوي.
  9. کیدای شي دښوونکي جدیوالی ددې لامل شوی وي چې زده کوونکي دټولګي فضا له عادي حالت څخه وباسي.
  10. ځینې زده کوونکي بیا ټولګی به دې موخه اخلالوي چې دټولګي څخه دباندې په ټولنه کې ورته خلک اویاهم خپل ملګري افرین ووایی.

دپورته یادو اختلالاتو دله منځه وړلو لپاره په لومړي سر کې غوره لار داده چې داخلال کوونکو زده کوونکو سره په ځانګړي ډول بېلې خبرې وشي.داورته وویل شي کومې کړنې چې ته په ټولګي کې سرته رسوې دټولنیزو او اخلاقي اصولو څخه لرې دي.دداسې کارونو په سرته رسولو سره به دې نورو زده کوونکو ته شخصیت کم راشي.نه یواځې داچې ټولګیوال به دې دټولګي دننه درباندې ملنډې وهي بلکې دټولګې څخه دباندې به هم ستا په اړه ښه فکر نه کوي.

بله اړینه خبره داده چې داخلالونکو زده کوونکو یویاڅو مثبت ټکي پیداشي.دبېلګې په توګه دښه خط لرل.داکار ځکه اړین دی چې یاد زده کوونکي فکر کوي دښوونکي له پامه نه دي لویدلي.

ددرسي چاپیریال په کارونوکې ونډه ورکول ترڅو فکر وکړی چې دوی هم دنورو ټولګیوالو په څېر زده کوونکی دي.ښوونکی ته اړین دي چې یادو زده کوونکو ته دتشویق ویونه وکاروي.

دزده کوونکي دځای بدلول ځکه ډېری وخت زده کوونکي په خپلو کې سره ډلې ټپلې لري.کوم کارونه چې یې دورځې په اوږدو کې کړي وي،په خپلو کې یې سره شریکوي نو کله چې ښوونکي دزده کوونکو ځای ته بدلون ورکړي تریوه حده په ټولګي کې اختلالات راکمېږي.

هغه زده کوونکی چې ټولګی اخلالوي باید دتختې مخې ته راوبلل شي.په درس کې ونډه ورکړل.ښوونکی دې هڅه وکړي چې دنورو زده کوونکو په واسطه یې هم تشویق کړي.

کوم زده کوونکي چې ټولګي اخلالوي هغوی ته باید یو لړ دندې وسپارل شي دبېلګې په توګه دتباشیر راوړل،ادارې ته دسوبتیا دکتاب وړل،دتختې پاکول او دې ته ورته نور کارونه.په همدې ترتیب ورته دا ویل چې دنورو ټولګیوالو سره په درس کې مرسته وکړي.ممکن په لومړي سر ځینې داسې کړنې سرته ورسوي چې دنورو ټولګیوالو دخندا لامل وکرځي خو ښوونکی دې ورباندې ځان ناګاره ونیسي.

ښوونکی باید هیڅکله خپل کمزوري ټکي زده کوونکو ته ونه ښيي.ځکه په دې کار سره به یې خپله ځانته دستونزو ور پرانستی وي.

ښوونکي باید دزده کوونکو پټې وړتیاوې را وسپړي.هغه زده کوونکي چې ټولګی اخلالوي عموما هغه زده کوونکي وي چې په درس کېونډه نه اخلي.په همدې ترتیب باید باید په ټولګي کې انضباطی اصول تشریح کړي.

په ټوله کې دټولو زده کوونکو داخلال دمخنیوي لپاره لفظي تشویق ډېر ا‌ړین دی ځکه زده کوونکي فکر کوي چې ښوونکی یې په اړه ښه فکر کوي.ورو ورو خپلې تیروتنې اصلاح کوي او خپ درس ته پوره پاملرنه کوي.یوبل ټکي ته هم باید فکر وشي هغه دا چې دزده کوونکو ښه کارونه باید تشویق شي ځکه په دې سره هغوی خپل منفي کارونه پرېږدي او مثبت لورته هڅول کېږي.

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.