×

د پوهنتونونو، داارالمعلمینو او ښوونځیو د استادانو روزنې ته کره کتنه


       د پوهنتونونو، داارالمعلمینو او ښوونځیو د استادانو روزنې ته کره کتنه

     د افغانستان اسلامي دولت(موَقته اداره) د بن پریکړې په اساس په کال ۱۳۸۰ هـ ش کال کې رامنځته شوه. دجګړې نه راوتلي دولتونه د امورو په اجرا کې خورا ډیرې ستونزې او ننګونو سره مخ کیږي ، نو  ویلی شو چې د چارو په هره برخه کې موَقت دولت هم له ډیرو سختو ننګونو سره لاس او ګریوان و. د هیواد هره برخه د زور واکانو په لاس کې وه. دولتي تصدۍ او مالیاتي  سرچنو ادارې مرکزي نه وې. هر سیمه ایز والي،قومندان، رئیس او مدیرران په خپلو کړنو کې خپل واک و. هر څه به یې چې کول له بره نه پرې کوم فشار او تهدید نه و. فقط لوړ پوړو چارواکو ته به يې د هغوی برخه ورلیږله نور نو دوی په خپله یو حکومت جوړ کړی و. متأسفانه چې دا بدبختي په تعلیمي دوائروکې هم موجوده وه. هر بست په ډالرو پلورل کیده. د انتقالي او د انتخابي دورې په راتګ سره هم د چارو په سمون کې د پام وړ بدلون نه تر سترګو کیده. خو دا هم باید ونه ویل شي چې بیخي د هرې ادارې چارې په ټپه ولاړې وې. یو څه حیاتي پروګرامونه هم ترسره شوي. دا چې زمونږد بحث موضوع ښوونې او روزنې پورې تړلې ده، نو دا ویلی شو چې په دې ساحه کې هم ځینې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي. د بیلګې په توګه د هیواد په کچه د ښوونځیو بیا رغونه، د نویو ښوونځیو جوړول، نوی نصاب چې په نړیواله کچه یې هم ډیره ستاینه شوې جوړشو. د هیواد په ډیرو برخو کې د لوړو زده کړو موَسسې او پوهنتونونه او همدا ډول د ښوونکو د مسلکي روزنې په منظور د هیواد په ګوټ ګوټ کې د دارالمعلمینونو ایجادول دي. که یو خوا دولت د زده کړو په برخه کې ډیرې برنامو کې په کار اچولي، نو له بل پلوه یې د مسلکي ښوونکو روزنه هم له پامه نه ده غورځولې. ددې موضوع د لا روښانتیا لپاره راځو په هغه برنامو لږه رڼا اچوو چې د ښوونکو د روزنې په خاطر په پام کې نیول شوي.

۱ـ د ښوونځیو ښوونکو روزنه: د تیرو دیارلسو کلنو په موده کې که یو خوا د کمیت له مخې د هیواد په ډیری سیمو کې ښوونځي جوړ او رغول شوي، نو له بلې خوا د ښوونکو د روزنې لپاره هم ډیرې برنامې په کار اچول شوي دي. ښوونکو ته د مسلکي روزنې په خاطر بیلا بیل پروګرامونو په پام کې نیول شوي. چې د بیلګې په توګه یې د ځینو هغو برنامو یادونه کوو چې ما د هغې په اړه یو څه معلومات ترلاسه کړي.

الف. د نصاب او مفرداتو لارښود ورکشاپونه: په نوي نصاب کې که یوا خوا د پرمختلیو او عصري روشونو نه ګټه اخیستل شوې نوله بل پلوه دعلمي او عملي  محتوا له نظره هم ډیر غني دی. نوی نصاب که په نړیوالو اصولو برابر دی خو د ښوونکو دتدریس په برخه کې یې هم ډیرې ستونزې زیږولي. ځکه ډیری ښوونکي د نوي نصاب ډیرو برخو سره په بشپړه توګه نابلدي لري. نو د دې ستونزې د له منځه وړلو په خاطر د پوهنې وزارت د GTZ نړیوالې موّسسې په مالي ملاتړ د نصاب اومفرداتولارښود ورکشاپونه ترتیب کړي. څو وخت په وخت د ښوونځیو دښوونکي د نوي نصاب سره اشنایي پیدا کړي، ترڅو وکولی شي په خپلو درسي برنامو کې د پام وړ ښه والی راولي.او شته ستونزې له منځه یوسي.

ب. د ماشومانو د اصلاح او تربیت ورکشاپونه:دا چې د ښوونکي وظیفه یواځې د محتوا تدریس او یا د پوهې انتقال نه دی بلکه اصلي دنده یې د هغوی سالمه تربیه او اصلاح ده. دې اړتیا ته په کتنې سره پوهنې وزارت د ماشومانو د اصلاح او د هغوی د ښې تربیې په خاطر په بیلا بیلو وختونو کې د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د اصلاح او تربیې ورکشاپونه په پام کې نیولي دي. څو د تدریس ترڅنګ ښوونکی د هیواد آینده نسل په ښې روزنه او اصلاح کې هم خپله ملي وجیبه او رسالت ترسره کړي. 
ج. میتودیک ورکشاپونه: د تدریس د لا ښه والي په منظور  پوهنې وزارت د اسټرالیا هیواد په مالي ملتیا د MAEPA تر عنوان لاندې میتودیک ورکشاپونه په ۱۳۸۸ کال کې پیل کړل. تر څو ښوونکي د نوي او عصري میتودونه سره اشنا او په خپلو درسي ساعتونو کې ترې ګټه واخلي.

د.دابتدائيه ښوونځیو ښوونکو ظرفیت دلوړاوي ورکشاپونه: د ابتدائیه ښوونځیو ښوونکو د ظرفیت لوړیدا په خاطر یاد وزارت د INSET l INSET ll, INSET lll تر عنوان لاندې د ټول هیواد په کچه ورکشاپونه دایر کړل. چې دا برنامې لا تر اوسه جریان لري. چې په راتلونکي نیژدې که د INSET lV په نامه ورکشاپ په پام کې لري.

کره کتنه: ښوونکي د پورته ذکر شویو روزنیزو ورکشاپونو څخه که یو څه اندازه لاسته راوړنې لري نو په خوا کې یې د ورکشاپونو په جوړښت او اجرا کې ځینې ستونزې هم تر سترګو کیږي. د بیلګې په توګه یې په یو څو هغه برخو لنډ نظر اچوو کوم چې زما په آند یو څه اندازه نیمګړتیا له ځانه سره لري.په یادو ورکشاپونو موخې مخکې له مخکې نه په ګوته کیږي.

۲ ډیری وختونه د یاد ورکشاپونو کره مهال ویش نه وي معلوم. د روزونکو په ګمارلو کې تخصص او مسلکيتوب په پام کې نه نیول کیږي. د مشمولینو په ټاکنه کې سلیقوي تګلاره خپلوي. او هغه ښوونکي ورته پیژندل کیږي چې د ادارې سره نیژدې اړیکې لري. اکثره اوقات دا ډول برنامې تشریفاتي بڼه لري. او یواځې د ورکړل شوې بودیجې د مصرف ته لاره پیداکوي. مشمولینو ته د ورکشاپونو اهمیت او ارزښت نه په ډاګه کیږي. د یو مضمون ښوونکی د بل مضمون په ورکشاپ کې ګډون کوي په داسې حال کې چې هغه له دې مضمون سره هیڅ ډول تړاو نه لري.چې په نتیجه کې د پام وړ ګټه نه تر لاسه کیږي.۷ـ د دا ډول روزنیزو برنامو ارزونه په کره توګه نه ترسره کیږي، څو د روزنې منفي او مثبت ټکي په ګوته شي او د مخنیوي لارې چارې ورته پیدا کړي. او داسې نور....

۲ـ د دارالمعلمین د ښوونکو روزنې ته لنډه کتنه: دارالمعلمین چې د افغانستان د ښوونکو د مسلکي روزنې او تولید اداره شمیرل کیږي، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دښوونکو دروزنې لوی ریاست د ښوونځیو د ښوونکو د لا ښې روزنې په خاطر د هیواد په ګوټ ګوټ کې دارالمعلمینونه ایجاد کړل. وخت په وخت د دارالمعلمین د استادانو د هر اړخیز ظرفیت د لواړوالي په خاطر بیلا بیل ورکشاپونه، سیمنارونه او د ظرفیت د لوړاوي کورسونه د هیواد دننه اوهم له هیواده بهر په پام کې نیولي دي، چې د یو څو یادونه یې کوو.

الف. د کریدیت او نصاب اړوند ورکشاپونه: کریدیت سیستم چې په نړیواله کچه منلی شوی تعلیمي سیستم دی، په دارالمعلمینونو کې په کال ۱۳۸۷ کې وپیژندل شو. دا چې دا سیستم په هیواد کې په لومړي ځل تجربه کیده نو دې سیستم په پلي کیدو کې یو څه ستونزو شتون درلود. ددې لپاره یاد ریاست دا ستونزه درک کړه، د استادانو له دې سیستم سره د بلدتیا په منظور د GTZ  مَوسسې په مالي ملاتړ په وار وار بیلا بیل ورکشاپونه دائر کړل تر څو استادانو ته د یاد سیستم په پلي کیدا کې کومه ستونزه نه وې پاتې. او تر څنګ یې د نوي نصاب لارښود ورکشاپونه او سیمنارونه هم دائر کړل، ترڅو د نصاب په تدریس کې کومه ستونزه پاتې نه وي.

ب. میتودیک ورکشاپونه: تدریس پروسه دوه اړخیزه پروسه ده، یانې د اطلاعاتو د انتقال روش ته تدریس ویلی شو. نو دې ټکي ته په کتو د ښوونکو د روزنې لوی ریاست دا وپتیله چې د نړیوالو درسي روشونو په کاراچونې سره کیدای شي چې په تدریس شته ستونزې راکمې شي.

ج. د انګلیسي استادانو لپاره ځانګړې روزنه: په کال ۱۳۸۷ ل کې د British Counsel په نوښت او مالي ملاتړد ټول هیواد په کچه د اینګلیسي استادانو د روزنې په خاطر د ETTE تر عنوان لاندې ځانګړې ورکشاپونه پیل شول، چې تر اوسه هم په بیلا بیلو وختونو کې دائریږي. دا ډول ورکشاپونه اکثره په student learning  یا شاګرد محورۍ  باندې تأکید کوي. او په خوا کې مائکرو ټیچنګ سره د ښوونکو اشنایي پیدا کوي.بله داچې د زده کوونکو په عملي روزنه تأکید کوي. دا ډول ورکشاپونه د مشمولینو لخوا ډیر ستایل شوي.

د. د سائنس څانګې ښوونکو لپاره ځانګړې روزنه: د جاپان هیواد جایکا موسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ د سائنس څانګې استادانود ظرفیت د لوړیدا لپاره ځانګړې روزنه په پام کې نیول شوې، چې مقدماتي برخه یې په هیواد کې دننه د یاد هیواد د مجربو استادانو لخوا په کاروړل کیږي. چې بیا په ذکر شوې هیواد کې هم ورته د نوي انکشافاتو او نویو سائنسي میتودونو روزنه ورکول کیږي.

کره کتنه: په دارالمعلمینونوکې که یو خوا د استادانو روزنه په دوام داره توګه پرمخ وړل کیږي،او خورا زیات مصارف هم ورته په پام کې نیول شوي خو له بده مرغه په ډیری برخو کې دا  روزنیزې برنامې د تشریفاتي مراسموشکل لري. د روزنیزې برنامې د پرانستې مراسم په په ډیره جدي توګه پیل کیږي. خو د ورکشاپونو دجریان په کې ډیری مشمولین نه حاضریږي. د پروګرام ګډون وال او روزونکي د ورځني امتیازاتو په لاسته راوړنه باندې ډیر ټینګار کوي. چې په پای کې دا ورکشاپونه کاغذي بڼه خپلوي.روزونکي لوړې علمي او مسلکي زده کړې نه لري. اکثره اوقات د روزونکو او مشمولینو د زده کړه کچه سره برابره وي. البته هغه ورکشاپونه چې له هیواده بهر جوړیږي، د هغوی په طرز د ارایه او اجرا کې کومه ناغیړي نه تر سترګو کیږي. او یا هغه ورکشاپونه او سیمنارونه چې د بهرنیو له خوا پرمخ وړل کیږي په ډیره ښه توګه سرته رسیږي. یوه بله نیمګړتیا چې په داخلي روزنیزو ورکشاپونو کې تر سترګو کیږي هغه دا ده چې، ډیری وختونه د اړوندو ادارو له خوا مخکې له دې چې ورکشاپونه پیل شي، د ورکشاپ موخې مشمولینو ته نه په ګوته کیږي. چې په پایله کې هغه څه چې د یو ښوونکي د تخصص ساحه شمیرل کیږي په نورو تخصصي مضامینو پورې اړوند مسلکي ورکشاپونو کې ګډون کوي. هغه پایلې چې د ورکشاپ څخه وروسته ترې تمه کیږي نه ترلاسه کیږي. د بیلګې په توګه ویلی شو هغه ښوونکي چې کیمیا تدریسوي د بیولوژي ورکشاپ ته پیژندل کیږي په داسې حال کې چې هغه له سره بیولوژي نه وي تدریس کړي. یا د ګرامر روزنیز ورکشاپ ته د متون استاد ورپیژني په لومړي سر کې خو نه یې خبر کله چې خبر شي نو هیڅ ډول علاقه ورسره نه ښکاره کوي. او یوازې او یوازې د ورکشاپ د پای شیبې شمیري. نو په نتیجه کې یو خوا د ورکشاپ موخې نه ترلاسه کیږي، له بل پلوه د وخت او بودیجې بې زایه مصرف دی. یو بل ټکي ته باید اشاره وشي چې اکثره وختونه اړونده ادارې د دا ډول ورکشاپونو په ترتیب او تنظیم کې خپل شخصي اغراض په پام کې لري. او د مصارفو په برخه کې د خپل خوښې پروپوزل چمتو کوي. ډیری وختونه د ورکړل شوې بودیجې په خپل ټاکلي وخت او زمان کې د مصرف نه عاجز وي نو په ځای د دې چې په خپل ځای کې یې ولګوي نو د روزنیزو ورکشاپونو تر عنوان لاندې  برنامو په جوړونه کې یې په کاراچوي، چې نتیجه یې پایلې ګټورې نه  ترسترګو کیږي.

۳. د پوهنتونونو استادانو روزنې ته یو لنډ نظر: اګر که د لوړو زده کړو د موَسساتو په تدریسي بهیر کې په   زیاته کچه استاد محوري په پام کې نیول شوې، خو بیا هم وخت نا وخت د استادانو د وړتیاو د لوړوالي په خاطرد ځینو لنډ مهاله او کله کله د فوق اليسانس تر کچې روزنه هم لري. چې عمومآ په دوست هیوادونو کې سرته رسیږي. چې په دې روزنه کې مسلکي، لنډمهال کورسونه او تحقیقي لنډ او اوږد مهاله روزنه تر لاسه کوي. د بیلګې په توګه د کابل پوهنتون central policy center  استادانو ته د تحقیقي برنامو لپاره لنډ مهاله روزنیزې برنامې په کار اچوي. د SHEP موسسې په ملاتړ استادانو ته مسلکي روزنه ورکول کیږي.د المان هیواد د DAAT موسسې او USAID  نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ د هرات او ننګرهار پوهنتونونو د ساېنس پوهنځیو استادانو ته د لابراتوارتخنیک او د بیولوژي په اړه لنډ مهاله روزنیز ورکشاپونه او علمي سیمنارونه دائریږي. همدا د ننګرهار پوهنتون د اینګلیسي څانګې استادانو د وړتیاو د لوړاوي په خاطرپه دوبي کې د متحدو آیالاتو د San Diego State University  په مالي او تخنیکي مرسته بیلا بیل کورسونه، سیمنارونه او ورکشاپونه دائریږي. چې تر اوسه پورې په لسګونو استادان یې روزلي. همدا ډول د هندوستان هیواد په مالي مرسته د اینګلیسي استادانو د روزنې لپاره د professioncy ، management او IT  لنډ مهاله روزنیز ورکشاپونه او  سیمنارونه برابریږي. چې تر دې دمه یې لسګونه استادان روزلي.

 کره کتنه: که څه هم د پوهنتون د استادانو روزنه د لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري او د پوهنې وزارت د برنامو سره خورا زیات توپیر لري، خو د پوهنتون استادان هم د روزنې په برخه کې یو لړ ستونزې لري. چې د بیلګې په توګه یې یو څو نیمګړنې په ګوته کوو. د پوهنتون ډیری استادان د لیسانس تر کچه زده کړه لري، نو یاد وزارت د هغوی د ظرفیت دلوړاوي په موخه په بیلابیلو وختونو کې روزنیزې برنامې په لار اچوي. خو ډیری وختونه په دې ډول روزنیزو برنامو کې سلیقوي تګلاره په پام کې نیول کیږي. هغه استادان چې په اداره کې ښې اړیکې لري همغه دا ډول روزنیزو برنامو ته ورپیژندل کیږي. د پوهنتون استادان د تدریس په برخه کې د لکچر میتود نه ډیره ګټه اخلي.  دنوي میتودونو په اړوند روزنیزې برنامې ورته نه دي په پام کې نیول شوي.که کوم وخت د نوي میتودونو روزنه کې برخه واخلي بیا هم د تطبیق ساحه یې ډیره محدوده ده. ډیري برنامې ورته له هیواده بهر تنظیمیږي خو د ښوونکو د تدریس په ساحه کې کوم ځانګړی بدلون نه ترسترګو کیږي. بعضې اوقات خو د روزنې په پلمه په بهر هیوادونو کې د پناه اخیستو هڅه هم کوي.

دروزنیزوبرنامو د ښه ترتیب او تنظیم لپاره وړاندیزونه:

که دا ډول روزنیزې برنامې په سمه او درسته توګه تنظیم شي  نو پایلې به یې هم ډیرې ګټورې وي. د دا ډول برنامو په تنظیم کې باید له ډیر دقت څخه کار واخستل شي.  روزونکي باید د روزنې  په اهمیت او ارزښت باندې مشمولین پوه کړې ترڅو مشمولین په پوره دلچسپۍ سره د یاد شویو برنامو په هره جلسه کې ګډون ولري. هره روزنیزه برنامه باید ټاکلی وخت ولري. د بودیجې په سمه او په ځای لګولو کې باید هڅه وشي. ددې لپاره تر هر څه مخکې باید یو منظم چارچوب ورته برابر شي. د روزونکو په ګمارلو کې هم له ډیر دقته کار واخستل شي. هڅه وشي چې د اړوندو برنامو د ښه تطبیق او ګټورو پایلو لاسته راوړلو لپاره مسلکي او متخصص روزونکي وګمارل ته شي. څو مشمولین ټاکلې موخو ته ورسیږي. او په عملي تدریس کې ترې ګټه واخلي. د برنامې موخې باید مخکې له مخکې وټاکل شي، ترڅو پایلې یې هم معلومې او مشخصې وي. هغه ښوونکي یا مشمولین چې روزنه ورته ورکول کیږي مخکې له مخکې ورته د روزنې موخې روښانه شي اوهمدا ډول ټاکل شوی مهال ویش هم باید د مشمولینو په واک کې ورکړل شي، تر څو هغه ښوونکي یادو برنامو ته معرفي شي او تر روزنې لاندې ونیول شي چې په ځانګړو برخو کې ورته اړتیا لیدل کیږي. د اغیزمنې روزنې لپاره برنامه جوړونکي اړ دي چې پس له ورکشاپونو د ورکړل شوې روزنې څخه  په دقیقه توګه ارزونه وکړي تر څو وپوهیږي چې ښوونکي په کومو برخو کې ستونزه لري. ترهغې چې ستونزه درک کړي او د له منځه وړلو لپاره یې لازمې لارې چارې ونیول شي.   

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.