طول البلد او عرض البلد
لرغونو بابليانو به هره کړئ او يا کره په ۳۶۰ درجو ويشله. بطليموس يو يوناني مفکر وو چې د جغرافيې په اړه د ليکل شويو لومړیو کتابونو له منځه د یوه کتاب د ليکلو پر مهال یې د بابليانو افکارو ته مراجعه وکړه. بطليموس وليکل چې د يوې دایرې له پاسنۍ برخې څخه ښی او چپ لورته تر ټولو لويه زاويه ۹۰ درجې ده. د دایرې او يا کرې د هرو دواړو مخونو تر منځ ۱۸۰ درجې توپير پروت دی. په دې معنی چې شمالي او جنوبي قطب له يو بل څخه ۱۸۰ درجې لرې پراته دي. او دواړه قطبونه له استوا څخه ۹۰ درجې لرې پراته دي. استوا یوه خيالي کرښه ده چې له شمالي او جنوبي قطب څخه عين فاصله لري.
هغه افقي کرښې چې له کرې راتاؤ دي د عرض البلد په نامه ياديږي. د عرض البلد کرښې د موازي کرښو په نامه هم ياديږي، ځکه چې دا موازي دي او يا د استوا له کرښې سره موازي غځيدلي دي.
د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.