Free and open educational resources for Afghanistan

Filter
File 1
docx Please login to download this file.

طول البلد او عرض البلد

     
1424 views
0

لرغونو بابليانو به هره کړئ او يا کره په ۳۶۰ درجو ويشله. بطليموس يو يوناني مفکر وو چې د جغرافيې په اړه د ليکل شويو لومړیو کتابونو له منځه د یوه کتاب د ليکلو پر مهال یې د بابليانو افکارو ته مراجعه وکړه. بطليموس وليکل چې د يوې دایرې له پاسنۍ برخې څخه ښی او چپ لورته تر ټولو لويه زاويه ۹۰ درجې ده. د دایرې او يا کرې د هرو دواړو مخونو تر منځ ۱۸۰ درجې توپير پروت دی.‌ په دې معنی چې شمالي او جنوبي قطب له يو بل څخه ۱۸۰ درجې لرې پراته دي. او دواړه قطبونه له استوا څخه ۹۰ درجې لرې پراته دي. استوا یوه خيالي کرښه ده چې له شمالي او جنوبي قطب څخه عين فاصله لري.

 

هغه افقي کرښې چې له کرې راتاؤ دي د عرض البلد په نامه ياديږي. د عرض البلد کرښې د موازي کرښو په نامه هم ياديږي، ځکه چې دا موازي دي او يا د استوا له کرښې سره موازي غځيدلي دي‌.‌

 

د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.


About this resource
Available in the following languages
Subject area
فزیک
Resource level
هره کچه
License

عامه لمن / CC 0

0 Comment(s)