د افغانستان لپاره پرانیستی او وړیا سرچینی

فلټر
فایل: د شناخت نمبر(آی دی)
docx د دي فایل د داونلود کولو لپاره سیستم ته ننوڅئ.
فایل: د شناخت نمبر(آی دی)
pdf د دي فایل د داونلود کولو لپاره سیستم ته ننوڅئ.

د کاغذ په ترکيب کې د لرګي برسیره څه دي؟

     
792 لیدنې
0

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په انګريزي کې د پيپر يا کاغذ اصطلاح د “Papyrus,” څخه اخيستل شوی دی چې د لرغونو مصريانو د لیکلو مواد يې جوړول (تقريبا ۳۵۰۰ قبل الميلاد)

د کاغذ د اختراع ویاړ یوه ځوان چينايي چارواکي ته ورکول کیږي چې د بانس د ونې له ډنډر، د توت د ونې پوستکي او زړو وريښمينو څخه په ۱۰۵ میلادي کال کې جوړ کړ.

په ۷۰۰ ميلادي‌ کال کې يوه عرب لښکر د پارس د سيمې له ولکې وروسته دا راز زده کړ.‌ دا پروسه د غرب پر لور خوره شوه او په ۱۱۵۰ ميلادي کال کې د هسپانيې له لارې اروپا ته ننوتله.

په ۱۷۱۹ ميلادي کال کې يو فرانسوي ساينسپوه د لومړي ځل لپاره کاغذ له د لرګیو له تارونو جوړ کړل.‌ د ګوټينبرګ انجيل د ۳۰۰ میږو پر پوستکو ليکل شوی دی.

مجلې پر هغو کاغذونو چاپیږي چې ترونا، آهګ تیږي، ګچ، کائيولین خاوره، سلفر،‌ مګنيزيم، کلورين، سوډيم، ټيټانيم،‌ کاربن، کلسيم او یو څو نور ځانګړي منرالونه ولري.‌

هر کال په ټوله نړۍ کې ۲۵۰،۰۰۰،۰۰۰ ټنه کاغذ توليديږي.‌

په امریکا او کاناډا کې هر سړی ۶۷۵ پاونډه کاغذ مصرفوي.

په ټولنه کې د منرالونو په اړه د لازياتو معلوماتو لپاره، دا ځای وګورئ:

د منرالونو په اړه د معلوماتو مرکز، ‌www. mii.org

رياضي / ساينس: د کاغذ ډولونه په صنف کې ګټګوري کړئ (لکه ګراف، وین ډیاګرام، چارټ).

کاغذي الوتکه ولې پرواز کوي.

license-pashto_5.png


د دی مطلب په هکله
په لاندې ژبو کې موجود دی
مضمون
صحي علوم
د سرچیني کچه
نشرکوونکي

Darakht-e Danish

جواز/ د چاپ حق لرونکی

0 نظر (نظرونه)