د وینی دوراني سيسټم
دوراني سيسټم يوه شبکه ده چې ټول بدن ته وينه رسوي. پرته له هغو اورګانیزمونو څخه چې ډیر ساده جوړښت ولري، نور ټول ژوي يو نه يو ډول دوراني سيسټم لري. د انسان د بدن دوراني سيسټم د بدن د حجرو د ژوند اړتیا وړ وينه او اکسيجن رسوي.په عين وخت کې دا سيسټم له حجرو څخه کاربن ډای اوکسايډ او فاضله توکي هم انتقالوي. دوراني سيسټم د بدن تودوخه تنظيموي او داسې مواد انتقالوي چې بدن له ناروغيو څخه ساتي. پر دې برسيره دا سيسټم کيمياوي مواد لکه هورمونونه هم انتقالوي چې د بدن د بيلابيلو برخو فعالیتونه تنظیموي.
د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندنی پی دی اف و یا ورد فایل راښکته کړی.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.