×

پني سلين


پني سلين

وې لولئ او بحث وکړئ

په ۱۹۲۸ ميلادي کال کې سر الکسانډر فليمينګ د لندن په ايس ټي. ماري روغتون کې پني سلين کشف کړ. دا د طب په ډګر کې يوه لویه موندنه او د ناروغانو لپاره ښه زیری وو. په پيړيو پيړيو ډاکتران په دې هڅه کې وو چې داسې درمل پيدا کړي چې ناروغ ته د زيان پرته میکروبونه ووژني. ګڼ داسې توکي وموندل شول چې ميکروبونه يې وژل لکه آيوډين او آرسينيک، خو لويه ستونزه يې دا وه چې په زياته پيمانه او ناسم خوراک يې زهرجن وو.

په دې لړ کې وموندل شوه چې پني سلين اغيزمن دی، ځکه چې ميکروبونه وژني خو ناروغ ته زيان نه رسوي.

پني سلين د میکروب ضد هغه درمل دي چې له چڼاسکې [پوپنک] اخيستل کيږي. دا درمل باکتريا وژني او له ودې يې مخنيوی کوي. پني سلين يوازې هغه باکترياوې وژني چې وده او تکثر کوي او هغه باکترياوې نه وژني چې په يوه حالت پاتې وي. پني سلين د هغه انتان د درملنې لپاره کارول کيږي چې د باکتريا له کبله رامنځته شوی وي. ګڼې ناروغۍ روغوي چې له منځه يې د غوږ انتان، انتاني ستونی درد، سينه بغل، منینجيت يا د مغزو د پردې پړسوب، سره تبه [مخملک تبه] او ګڼې نورې ناروغۍ په کې راځي.

په هغه ډول چې سر الکسانډر فليمينګ پني سلين کشف کړ د نيکمرغۍ يو څپه وه. مخکې له دې چې په رخصتۍ لاړ شي، نوموړي يو لړ کرل شوي يا په اصطلاح کلچر شوي لوښي چې د سټفايلوکوکس ميکروبونه يې د تکثر لپاره کرلي وو پخپل ګډوډ لابراتوار کې پريښودل. کرل شوي يا کلچر شوي لوښي هغه دي چې ساينسپوهان يې په منځ کې حجرې او باکترياوې د ودې او تکثر لپاره کري او يا کلچر کوي.

پر هغو ميکروبونو چې سر الکسانډر فليمينګ کار کاوه د "سټف باکتريا Staph Bacteria" په نامه مشهور وو، چې د وينې د مسموميت تر څنګ يې التهاب رامنځته کاوه. کله چې له رخصتيانو راستون شو وې موندل چې يو ډول ابي شنو چڼاسکو په ځينو کرل شويو لوښو کې وده کړې ده چې کټ مټ د هغو په څير دي چې پر سړې ډوډۍ او يا خرابه شويو خوړو راپورته کیږي. فليمينګ وموندل په هغو ځايونو کې چې چڼاسکي وده کړې وه چاپيره يې يوه داسې کړۍ جوړه شوې وه چې له باکترياؤ پاکه وه. هغه دا خبره داسې تعبير کړه چې له چڼاسکي ارومرو داسې مواد آزاد شوي دي چې د باکترياؤ د ودې مخه يې نيولې ده.

فليمينګ يو لړ تجربې ترسره کړې او دا چڼاسکه يې د "پنسليوم نوتاتوم Penicillium notatum" په توګه په نښه او د "پني سلين" نوم يې ورته وټاکه. په حقيقت کې سر الکسانډر فليمينګ لومړنی ساينسپوه نه وو چې د پنسليوم چڼاسکې ځانګړنې يې روښانه کړې وې. لومړنی کس چې د چڼاسکو د باکتريا ضد ځانګړنې يې پلټلې وې جان ټينډال John Tyndall نوميده چې خپلې موندنې يې په ۱۸۷۵ کال کې خپرې کړې وې. خو فليمينګ هغه کس وو چې د نوموړي د مشاهدو پر ارزښت پوه شو او د هغه له خوا د په نښه شوېو چڼاسکو يو سوچه کلچر ته يې وده ورکړه. خو له بده مرغه نوموړي د پني سلين په سوچه کولو کې پاتې راغی. ځکه چې يو بيولوژيست وو او په باکتريا او معافيت پوهنه يا Immunology کې يې تخصص درلود او هغه کيمياوي تجربه يې نه درلوده چې پر پني سلين لا زيات کار وکړي. په ۱۹۳۲ کال کې هغه پر پني سلين خپل کار پريښود خو د چڼاسکو نمونې يې نورو پلټونکو ته چمتو کړې. ځکه چې نوموړي ته دخپلو مشاهدو ارزښت څرګند شوی وو.

په ۱۹۳۹ ميلادي کال کې يوه ساينسپوه هوارډ فلوري Howard Florey او د اکسفورډ د پوهنتون يوې ځيرکې ډلې د سر الکسانډر فليمينګ د پوپنکو يوې نمونې ته لاسرسی پيدا کړ. د دې ډلې په منځ کې د ايرنسټ بوريس چن Earnst Boris Chain په نامه يو ساينسپوه وو چې د کيميا په ډګر کې يې زیات مهارت درلود او د جرمني له نازيانو يې دلته پناه راوړې وه. دې ډلې پر پوپنکو کار وکړ او هڅه يې دا وه چې له پوپنکو هغه ماده جلا کړي چې باکتريا يې وژلې دي. د ګڼو ازموينو وروسته فلوري، چن او د ساينسپوهانو کاري ډلې سوچه پني سلين جلا او په برياليتوب سره يې هغه موږکان تداوي کړل چې باکتريا يې ورته زرق کړې وې. پر موږګانو دې لومړنۍ تجربې ثابته کړه چې سوچه پني سلين نه يوازې دا چې موږکانو ته زيان نه رسوي بلکې له رنځه يې هم روغوي.

د انسانانو د درملنې په هڅه ګڼې ازموينې ترسره شوې. دا کاري ډله د پني سلين د موجود مقدار او د جګړې د محدوديتونو له کبله له ستونزو سره مخامخ شوه. په ۱۹۴۲ميلادي کال کې جان بومسټيد John Bumstead او اوران هیس Orvan Hess له پني سلين څخه په استفادې په برياليتوب د يوه ناروغ درملنه وکړه. د اکسفورډ ډلې خپل کار ته دوام ورکړ او د پني سلين پراخه توليد په موخه يې د درمل جوړونې د شرکتونو په هڅولو کې پراخه ونډه واخيستله څو د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د سرتیرو د درملنې لپاره تياره چمتو وي.

په ۱۹۴۵ميلادي کال کې سر الکسانډر فليمينګ، فلوري او چن د طب په ډګر کې د هغه چوپړ لپاره د نوبل په جايزه ونازول شو چې په عملي ډګر کې يې د طب په استعمال کې بدلون راوست.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.

File 2

docx

Please login to download this file.

About this resource

Languages Available

English

فارسی

پښتو

ازبیکی

منجی

نورستانی

سوجی

شغنانی

پشه یی

License

د لیکوالی و خپرونکی حق محفوظ دی

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.