منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر
فایل: شماره شناسایی
docx برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شوید

د ارسطو پريکړه

     
714 نمایش‌ها
0

ارسطو په ۳۰۰ قبل الميلاد کې د يونان اوسيدونکی وو. په هغه پیر کې زياتره خلک په دې اند وو چې ګڼ خدایان پر کايناتو واکمني کوي.‌ دوی په دې عقيده وو چې د خوشحالۍ خدای ښايي پريمانه حاصلات پيرزو کړي او د غم خدای د طوفانونو او زلزلو په بڼه خپل قهر وښيي.‌ ارسطو پريکړه وکړه چې باید د مشاهدو او منطق له لارې د نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي. له دې کبله ارسطو اوس هم په يادونو کې د طبيعي علومو د پلار په توګه ژوندی دی.

د ارسطو په پیر کې زياتره خلک په دې عقيده وو چې ځمکه هواره ده خو ارسطو دې نتيجې ته ورسيده چې ځمکه ګرده ده. دې يوناني مفکر وموندله چې د سپوږمۍ تندر هغه وخت رامنځته کیږي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ تر منځ واقع شي.‌ ارسطو مشاهده کړه چې د ځمکې سيوری ګرد دی. که ځمکه هواره وای، نو سيوري به يې بل ډول بڼه درلودله. له دې وروسته ارسطو د شمالي قطب د ستوري موقيعت تر مشاهدې لاندې ونيوه. که يو څوک هر څومره د شمال خواته سفر وکړي،‌ داسې به ورته ښکاري چې د قطب ستوری د اسمان د منځ پر لور حرکت کوي. خو که څوک د استوا د جنوب پر لور حرکت وکړي د قطب ستوری نور نه ليدل کیږي. بالاخره ارسطو هغه بیړۍ مشاهده کړې چې د بندر پر لور یې حرکت کاوه. نوموړي ولیدل چې له لرې ځای څخه د بیړیو د نورو برخو په پرتله د هغو چت ښه ليدلای شي. ارسطو دې پريکړې ته ورسيده چې دا ارومرو د ځمکې د ګردوالي له کبله دی. نن ورځ موږ پوهيږو چې د ارسطو پریکړه سمه وه ځکه چې خلک پر ټوله نړۍ ګرځيدلي دي او موږ له فضا څخه د ځمکې کروي تصوير ليدلی دی.

د دې موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.


پیرامون این منبع
به زبان‌های زیر موجود است
مضمون مطلب
فزیک تاریخ
سطح منبع
هره کچه
جواز/مجوز

عامه لمن / CC 0

0 نظر (نظرات)