×

د بريښنا تخنيکي اصطلاحات


امپيريج (د امپير په حساب د بريښنا اندازه)

دا هغه نوم دی چې ځينې وخت د جريان لپاره کارول کیږي. دا ځکه کارول کیږي چې د بريښنا جریان په امپير (Amps) اندازه کیږي. د تعريف له مخې، 1 امپير = له هغه جریان سره برابر دی چې که د نقرې د نايتريټ )سيلور نايټريټ) له محلول څخه تير شي په يوه ثانیه کې 0.001118 ګرامه نقرې ته رسوب ورکوي.

چارج

د يوه جسم بريښنايي چارج په نوموړي جسم کې د بريښنا د مقدار اندازه ده.دا په جاذبه کې د يوه جسم د کتلې په څير دی، خو له کتلې سره يې توپير دا دی چې چارج يا مثبت (+) او يا منفي (-) وي.چارج د اتوم په کچه د یوه الیکترون د چارج (-1) په ضريب اندازه کیږي، خو په لويه کچه يې بيا د اندازه ګیري معموله آله کولام کولمب دی.

هادي يا کنډکټر

کنډکټر هغه آله ده چې بريښنا ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره تيره شي.دا يو داسې ماده ده چې د بريښنا پر وړاندې ډیر ټيټ مقاومت لري،داسې چې د بريښنا يو خورا کوچنی ولټیج يو خورا لوی جریان توليدوي. دا د بريښنا د عایق برعکس دی.

کولمب

کولمب هغه واحد دی چې معمولا د لویو چارجونو د اندازه ګیري لپاره کارول کیږي. یو کولمب = د بريښنا هغه مقدار دی چې له يوې ټاکلې نقطې څخه په يوه ثانیه کې د يو امپير په جريان تيريږي.

جریان

بريښنايي جریان د هغه مقدار بريښنا اندازه ده چې په يوه ټاکلي وخت کې له يوې ټاکلې نقطې څخه تيريږي. دا د يوه سيند او يا د يوې ويالې جريان ته ورته دی، چې اندازه کوي په يوه ټاکلي وخت کې له يوې ټاکلې نقطې څخه څومره بريښنا تیريږي. بريښناييجريان د امپير (Amps) په واسطه اندازه کیږي.

بريښناييساحه

د يوه چارج شويجسم نږدې ساحه چې نور چارجونه تر اغیز لاندې راولي. دا ځمکې ته په نږدې ساحه کې د جاذبې د قوې شتون ته ورته دی. خو له جاذبې سره يې توپير يوازې په دې کې دی چې بيرته دفعه کول هم کوي. دا اصطلاح د دې سپيناوي لپاره هم کارول کیږي چې ساحه څه ډول نور چارجونه تر اغیز لاندې راولي (څه ډول او څومره په چټکتیا سره دا کار کوي).

د فارادای کپس

دا نوم هغه آلې ته ورکول شوی دی چې خپله داخلي برخه له هغه بريښنايي ساحې څخه ژغوري چې د ساکنې بريښنا له خوا رامنځته شوې ده. څرنګه چې پوښ یې د بريښنا له يو بشپړ هاديڅخه جوړ شوی دی، دا کپس پخپل امتداد او چاپیريال کې د بريښنا بهرنيو ساکنو او غیر ساکنو بريښنايي ساحو مخه نیسي، منحرف شوي چارجونه راغونډوي او څرنګه چې عين چارجونه يو بل دفعه کوي له دې کبله يې د کپس په بهرنۍ سطحه کې ساتي (چې د داخلي سطحې په پرتله هم لرې ساتل کيږي). هغه بريښنايي ساحه چې د دې چارجونو په مرسته جوړه شوې ده د کپس دننه يو بل سره دفعه کوي. دا کپس د حساسو راډيوي وسايلو د ساتنې لپاره کارول کیږي.

فريکوينسي

يوه متناوب جریان لپاره، د فريکوينسي هغه دفعات دي چې په ترڅ کې يې جريان په یوه ثانیه کې دوران بشپړ کړي. دا په هرتز Hertz (دورانونه پر ثانیه) اندازه کیږي.

ځمکنۍ ساحه (ګراونډ)

ګراونډ هغه اختياري نقطه ده چې ولټيج یې صفر نيول شوی وي. په زیاتره حالاتو کې يوه وسيله په فزيکي ډول د ځمکې له خاورې سره وصل کیږي چې ولټيج یې صفر په نظر کې ونيول شي —— له دې کبله دا نوم ورکړل شوی دی. په انګلستان کې د عين دليل له مخې د ګراونډ لپاره د ايرت Earth کليمه کارول کیږي. د ګروانډډ معنی له هغه ځای سره وصلول دي چې ولټيج يې د ځمکې د ولټيج په کچه ساتل شوی وي.

القا

القا هغه بهير دی چې په مرسته يې چارجونه د یوې بريښناييساحې په موجوديت کې له يوه هاديڅخه تيريږي. القا په وایر کې يو جريان جوړوي خو په پارچه يي هاديجسمونو کې ځايي چارجول رامنځته کوي. القايي چارج ته نږدې خوا مخالف چارج رامنځته کوي خو لرې خوا يې ورته چارچ رامنځته کويچې دا حالت د نوموړي جسم ټولټال چارج له بدلون پرته ساتي.

عايق

عایق هغه مادې ته وايي چې بريښنا نه تيروي او يا که فرض کړو چې بريښنا تیره هم کړي له ډیرو ستونزو سره به وي. د دې لپاره چې له يوه اصلي عايق څخه بريښناييجريان تير شي بايد ډیر لوړ ولټيج ولري، هغه هم که کوم جریان رامنځته کړای شي، خو زياتره وخت عايق ویجاړوي. عايق د هاديضد دی.

اوم Ohm

اوم د بريښناييمقاومت یو واحد دی.

مقاومت

بريښنايي مقاومت هغه اندازه ده چې څرګندوي له يوې مادې څخه د بريښناييجريان تيريدل څومره ستونزمن دي. دا له هغه حالت سره تشبيه کړئ چې په فضا کې د قدم وهلو په پرتله په اوبو کې قدم وهل ستونزمن دي. مقاومت معمولا د اوم په واسطه اندازه کیږي.

ساکنه بريښنا

د ساکنې بريښنا اصطلاح د هغو پديدو لپاره کارول کیږي چې غير متحرک چارجونه لري. دا چارجونه ساکن دي. نورې بريښناييپديدې بهيدونکې بريښنا ده چې چارجونه يې په لويه پيمانه او منظمه بڼه حرکت کوي.

ټرانسفارمر

ټرانسفارمر يوه ساده آله ده چې بريښنا له يوه ولټيج څخه بل يوه ته تبديلوي. هغه بريښنا چې ټرانسفارمر څخه راځي د هغې بريښنا په پرتله نه زياتيږي چې ټرانسفارمر ته داخليږي، یوازې لاس ته راغلی جریان له حاصل شوي ولټيج سره په مستقیما متناسب ډول را ټيټيږي.

ولټيج

ولټيج د چارج په هر واحد کې د بريښنايي قويې پوتانشيل ته وايي چې د ټولو نورو محلي چارجونو له کبله رامنځته شوی وي. دا د جاذبې د قويې کشش ته ورته دی چې د کتلې پر يو واحد وارديږي، خو توپير یې په دې کې دی چې چارجونه مثبت او يا منفي وي له دې کبله يې قوه جذبونکې او دفعه کوونکې ده. یو ولټ = هغه قوه ده چې د 1 اوم په مقاومت وایر کې 1 امپير جریان رامنځته کړي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.