بريښنا او مقناطيسي قوه
لکه چې زده کوونکو په تير درس کې ولوستل ټول شیان له اتوم څخه جوړ شوي دي. اتومونه بيا پخپل نوبت له لا زیاتو کوچنيو بڅرکو څخه جوړ دي چې پروټون، اليکټرون او نيوټرون نوميږي. الیکټرون منفي (ـ) چارج لري او د پروټون او نيوټرون چاپیره داسې چورلي لکه سيارې چې د لمر چاپیره چورليږي.
د زياتره مادو په اتومونو کې د الیکټرون شمير د بيلانس په حالت کې دی. نیمايي اليکټرونونه په يوه سمت او نيمايي نور په بل سمت چورليږي. دغه چورليدونکي اليکټرونونه په يوه جسم کې په مساوي توګه ویشل شوي دي.
خو مقناطیسې مادې بل ډول دي. په مقناطیس کې د يوه پای زياتره الیکټرونونه په يوازې يو سمت چورلي. خو د بل پای زياتره الیکټرونونه په بل سمت چورلیږي. دا د مقناطیس په دواړو انجامونو کې د قواو ناانډولتیا رامنځته کوي چې په نتيجه کې يې د مقناطیس چاپیره مقناطیسي ساحه جوړيږي.
د دې موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.