د هوا فشار څه ډول پر تاسې اغیز کوي
آیا د هوا فشار احساسوئ؟
د هوا فشار هغه قوه ده چې د هوا د کوچنیو بڅرکو (د هوا ماليکولونو) د وزن له کبله پر تاسې وارديږي. که څه هم د هوا ماليکولونه د ليدو وړ نه دي، خو بيا هم وزن لري او ځاي نیسي. څرنګه چې د هوا د ماليکولونو تر منځ تشه فضا موجوده ده، هوا داسې د کيمنډلو وړ ده چې کوچنیو حجمونو ته ورجوړيدلی شي.
کله چې هوا کيمنډل شي ويل کیږي چې د لوړ فشار لاندې ده. د سمندر د سطحې هوا هغه ده چې موږ ورسره عادت يو، موږ له دې هوا سره دومره عادت يو چې د هوا د فشار احساسول هيروو.
د موسم اټکل کوونکي د هوا فشار د بارومتر په مرسته تعینوي. بارومتر د موجوده هوا د فشار د معلومولو لپاره کارول کیږي چې په ځانګړيو موقعيتونو کې “د سيمابو پر اينچونو” او يا ملي بار په مرسته (mb) اندازه کیږي. د سيمابو 29.92 اينچه له 1013.25 ملي بار سره برابر دي.
تاسې د څومره فشار لاندې ياست؟ ولی ټول فشارونه پر ما قوه نه واردوي؟
د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.