حرکي او پوتانشيل انرژي
انرژی څه ته ویل کیږي؟ زياتره خلک انرژي هغه ځواک بولي چې زموږ بدن يې د حرکت او کار لپاره کاروي. موږ هم د آرام او هم د فعالیت پر مهال زياته او د ستړتيا او خستګۍ پر مهال لږه انرژي لرو. خو دا د انرژۍ يوازې يو ډول دی. انرژي زموږ په چاپيريال کې ده. ګاډو ته ځواک او موږ ته رڼا راکوي. انرژي موږ تاؤده ساتي او غږونه رامنځته کوي. له انرژۍ پرته موږ نه وده او نه حرکت کولای شو اوژوندي هم نشو پاتې کیدلای! د دې لپاره چې د انرژۍ پر مفهوم او دا چې له ژوند سره څه مرسته کوي، ښه پوه شو، بايد زده کړو چې انرژي دوه ډوله ده: حرکي او پوتانشيل انرژي. د دی موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره لاندني فایل را ښکته (ډاونلوډ) کړی.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.