د موج فزیکي اصطلاحات
د موج فزیکي اصطلاحات
جذب ـ جذب دې ته وايي چې د موجونو یوه اندازه انرژي يوه وسط سره د تماس پر مهال له منځه لاړه شي.
امپليتيود ـ د يوه موج امپليتيود له استراحت کرښې څخه د موج د بې ځایه کیدو اندازه ده. هر څومره چې د یوه موج امپليتیود زیات وي انرژي هومره زیاته ده.
هم نوساني ـ دوه موجونه هغه وخت سره هم نوسانه دي چې په منځ کې يې د يو ثابت فاز توپیر پروت وي.
څوکه ـ څوکه د موج تر ټولو لوړه نقطه ده. د څوکې ضد بیخ دی.
انحراف ـ انکسار دې ته وایي چې يو موج په عین وسط کې پاتې شي او د يوه خنډ چاپیر قات شي.
الیکترومقناطيسي موجونه ـ الیکترومقناطیسي موجونه هغه دي چې په يوه تشه کې حرکت کوي. کوم وسط ته اړتیا نه لري. نور يو ډول الیکترومقناطیسي موج دی.
فريکوينسي ـ د يوه موج فريکوينسي په هره ثانیه کې د نوموړي موج د دفعاتو شمير ته وايي. فريکوينسي د پريود برعکس دی.
شدت ـ د صوتي موج د قوت اندازه ده چې توان تقسيم مساحت سره برابره ده.
تداخل ـ تداخل هغه وخت رامنځته کیږي چې يو موج له بل موج سره تماس پيدا کړي.
نوري موجونه ـ ټول نوري موجونه يو ډول ځانګړي الیکترومقناطیسي موجونه دي چې په ليدو وړ طیف کې يوه فریکوينسي لري.
طولي موج ـ يو طولي موج هغه دی چې د موج لمن یې د موج د حرکت پر مسير حرکت کوي. صوتي موجونه طولي موجونه دي.
ميخانيکي موجونه ـ میخانيکي موجونه هغه دي چې بايد د يو ډول مادې له لارې انتقال وکړي چې وسط یې بولي. ميخانيکي موجونه په تشه لکه بهرنۍ فضا کې انتقال نه کوي.
وسط ـ وسط هغه ماده ده چې موج په کې انتقال کوي.
پریود ـ د يوه موج پريود د موج د دوه څوکو تر منځ فاصله ده. پريود د فريکوینسي برعکس دی.
قطبي کیدل ـ قطبي کیدل هغه وخت رامنځته کیږي چې موجونه یوه ځانګړي لورته نوسان وکړي. د نور موجونه ځینې وخت د ځانګړو قطبي کوونکو فلترونو په واسطه قطبي کیدای شي.
انعکاس ـ انعکاس هغه وخت رامنځته کیږي چې موجونه له يوه حدوده بهر ټوپ ووهي، خپل مسیر بدل خو په عین وسط کې پاتې شي.
انکسار ـ له يوه وسط څخه بل وسط ته د موج د انتقال پر مهال د موج په مسير او اوږدوالي کې د بدلون رامنځته کیدو ته وايي.
د انکسار ضريب - د انکسار ضریب يو عدد دی چې په ځانګړي وسط کې د نور د انتقال څرنګوالی ښيي. بيلابيل وسطونه بيلابیل انکساري ضريبونه لري. د یوې تشې انکساری ضریب ۱ ټاکل شوی دی.
ریزونانس ـ رويزونانس د يوه سيسټم تمايل داسې نوسان ته دی چې په ځانګړو فریکوينسي ګانو کې يې د نورو په نسبت لمن زياته پراخه وي.
د استراحت نقطه ـ د استراحت نقطه هغه ده چې په وسط کې د موج د نشتوالي په وخت کې رامنځته کیږي. په ګراف کې د استراحت نقطه د يوې مستقيمې کرښې په واسطه ښودل کیږي چې د موجونو له منځه تیريږي.
صوتي موجونه ـ صوتي موجونه ميخانیکي موجونه دي چې د اهتزاز په پایله کې رامنځته کیږي. صوتي موجونه زموږ د غوږ له خوا اوريدل کیږي.
سرعت ـ د یوه موج سرعت هغه اندازه ده چې څرګندوي د يوه موج خپريدل څومره چټک ترسره کیږي. دا سرعت په هغه وسط پورې اړه لري چې موج په کې انتقال کوي.
ثابت موجونه ـ هغه دي چې په يوه ثابت حالت کې پاتې کیږي. عرضي موج هغه دی چې د موج د مسير په جهت خپريږي.
د موج ټيټه نقطه ـ دا د موج تر تولو ټيټه نقطه ده. د موج د ټيټې نقطې ضد د موج لوړه نقطه ده.
موج ـ موج يو انتقاليدونکی اهتزاز دی چې په فضا او ماده کې انتقال کوي. موجونه له يو ځای څخه بل ځای ته انرژي انتقالوي، ماده نشي انتقالولی.
د موج اوږدوالی ـ د يوه موج اوږدوالی د دوه پر له پسې پيوستو موجونو تر منځ فاصلې څخه عبارت دی. د بيلګې په توګه د دوه موجونو تر منځ فاصله.
نظرات
0 نظر تا کنون
Please login to add comments.