×

زهره


زهره

venus.jpg

 

د سپوږميو شمير:0

کتله: د ځمکې 82%

قطر7520 : ميله

کال:‌د ځمکې 225 ورځې

ورځ: 243 ځمکنۍ ورځې

د حرارت درجه:د فارنهایټ 850 درجې

له لمر څخه فاصله:‌ له لمر څخه دويمه سياره ده،‌ 67 ميلیونه ميله لريوالی لري.

 

زهره څه ډول سیاره ده؟

زهره د دوه اصطلاحاتو په کارولو سره په ښه توګه توضیح کیدای شي:‌ توده او په وريځو کې پټه.‌ دا وريځ زياتره له کاربن ډای اوکسايد څخه جوړه شوې ده چې شين کوريزې اغيزې لري او د لمر د تودوخې د اغیز له کبله يې پر دې سیارې د يوې لويې بړستنې بڼه غوره کړې ده. له دې کبله زهره زموږ د شمسي نظام تر ټولو توده سياره ده.‌ دا سیاره له عطارد څخه هم ډیره توده ده چې د لمر سترګې ته څیرمه موقيعيت لري.‌

زهره هم د عطارد، ځمکې او مريخ په څير خاورينه سیاره ده.‌ په دې معنی چې يوه سخته ډبرينه سطحه لري.‌ جغرافیه يې يو څه د ځمکې د جغرافيې په څیر ده چې غرونه، وادي ګان،‌ ارتفاعات او آتشفشانونه لري.‌ دا سیاره په بشپړه توګه وچه ده،‌ خو د ويلي شوې لاوا اوږده سیندونه په کې روان دي او په زرګونو آتشفشانونه يې پر سطحه رامنځته کیږي.‌ په زهره کې 100 لوی آتشفشانونه رامنځته شوي‌ دي چې هر يو يې 100 کلومیتره او يا زيات مساحت نیولې دی.

زهره څه ډول له ځمکې سره مقايسه کولی شو؟

زهره د جسامت، کتلې او جاذبې له پلوه ځمکې ته ډیره ورته ده. له دې کبله يې ځينې وخت د ځمکې خور بولي. خو د زهرې متراکمه اتموسفیر او سخته تودوخه له ګڼو لارو د زهرې او ځمکې تر منځ توپیرونه راڅرګندوي.‌ اوبه چې د ځمکې يوه اړينه برخه جوړوي، د زهرې پر سطحه نه موندل کیږي، ځکه چې تودوخه يې تبخيروي.‌

د زهرې په اړه مو څنګه معلومات ترلاسه کړي دی؟

څرنګه چې زهره دومره په آسانۍ سره لیدل کیږي چې ټليسکوب ته اړتیا نه لري، نو اړتیا نه لیدل کیږي چې سړی په دې فکر شي چې لومړی به چا لیدلي وي.‌ ځینو پخوانيو مدنیتونو فکر کاوه چې دا دوه سيارې او يا راڼه ستوري دي: يو د سهار ستوری او بل د ماښام ستوری دی. په 6مې قبل الميلاد پیړۍ کې يو يوناني رياضي پوه چې فيثاغورث نوميده وموندل چې دا عين سياره ده.‌ ګاليليو بيا په 1600 مهپيړۍ کې وموندله چې د زهرې سياره د لمر چاپیره مدار وهی.

د فضايي‌ پلټنو له پیله راهيسې ګڼې فضايي بيړۍ د زهرې سيارې ته ولیږل شوې. ځينې فضايي بيړۍ ان د زهرې پر سطحه ښکته شوې او معلومات يې هم راولیږل چې د زهرې سطحه د وريځو لاندې څه ډول ښکاري.‌ لومړنۍ فضايي بيړۍ چې د زهرې پر سطحه ښکته شوه د ونیرا  (Venera 7) په نوم يوه روسي فضايي بيړۍ وه.‌ بيا له 1989 څخه تر 1994 کاله پورې د مجيلان فضايي ماموريت له یوه رادار څخه په استفادې سره د زهرې سطحه په زياتو جزياتو سره وپلټله.‌

څرنګه چې زهره د ځمکې په مدار کې داخله ده، د لمر بريښنده وړانګې اجازه نه ورکوي چې د ورځې له لورې له ځمکې وليدل شي. خو د لمر پريوتو څخه وروسته او لمرختو څخه وړاندې د اسمان تر ټولو روښانه ستوری جوړوي.‌ اصلا له سپوږمې وروسته همدا ستوری د اسمان تر ټولو روښانه ستوری دی.‌

د زهرې په اړه په زړه پورې معلومات

زهره په هغه مدار کې چې نورې سيارې چورلي، د څټ پر لور تاويږي.

ځينې ساینسپوهان په دې عقيده دي چې د څټ په طرف د زهرې څرخيدل د هغې لويې اغیزې له کبله رامنځته شوی دی چې وړوکې سیارې او يا لکی لرونکي ستوري پر ښندلې ده.

د زهرې پر سطحه د اتموسفير فشار د ځمکې د اتموسفیر فشار په پرتله ۹۲ ځلې زيات دی.

زهره د لاوا یوازينۍ ځانګړنه لري چې د Pancake ګنبدې په نامه يادیږي او د لاوا يوه لويه ګنبده ده او جسامت يې (20 ميله ارت او 3000 فټه لوړ دی).‌

زهره چې په لاتين کې وينوس په نامه يادیږي د رومیان په يوه معبود پسې نومول شوې ده.‌ دا يوازینۍ سياره ده چې د يوې ښځې پسې نومول شوې ده.

دا د اته سيارو شپږمه لويه سياره بلل کیږي.‌

license-pashto_2.png

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.


About this resource

ليکندرو

جيپ پراتوندرو

چُاپ تهيلُا حق

عامه لمن / CC 0

نظرا

0 تپی ميچټی نظر

Please login to add comments.