×

د اليکترومقناطیسي موجونو ډولونه


د اليکترومقناطیسي موجونو ډولونه

الیکترومقناطیسي موجونه یو ډول انرژي لرونکې څپې دي چې هم بريښنایي او هم مقناطیسي ساحه لري. الیکترومقناطیسي موجونه توپیر له ميخانيکي موجونو سره په دې کې دی چې دا موجونه انرژي ليږدوي او په يوه تشه کې حرکت کوي.

الیکترومقناطیسي موجونه خپلې فريکوينسۍ ته په پام سره ډلبندي کیږي. د موجونو بيلابيل ډولونه زموږ په ورځني ژوند کې د استعمال بيلابيلې ساحې او وظایف لري. د دې موجونو تر ټولو مهم ډول د لیدو وړ رڼا ده، چې موږ ته د ليدو وړتیا راکوي.

راډيوي موجونه

راډيوي موجونه د ټولو الیکترومقناطیسي موجونو په پرتله زيات اوږدوالی لري. دا موجونه له يو فټ اوږدوالي څخه واخله بيا تر څو میله پورې اوږدوالی لري. راډيوي موجونه د معلوماتو د انتقالولو لپاره کارول کې او په ګنو برخو لکه راډيو، سټلايټ، رادار او کمپيوټري شبکيې په ګډون په ګڼو برخو کې کارول کیږي.  

مایکرو موجونه

مایکرو موجونه د راډيوي موجونو په پرتله خورا لنډ دي چې د موجونو اوږدوالی يې په سانتي ميتر اندازه کیږي. موږ مایکرو موجونه د خوراک په پخولو، معلوماتو په ليږدولو او په هغو رادارونو کې کاروو چې د موسم اټکل کوي. مایکرو موجونه د ارتباطاتو په برخه کې خورا مهم دي ځکه چې دا موجونه له وريځو، لوګي او سپک باران څخه تيريدلی شي. کاینات له کوزميک مایکرو موجونو له پټې وړانګنتیا څخه ډک دي چې د ساينسپوهانو په عقيده د کايناتو هغه پیل نښې دي چې بيګ بانګ يې بولي.

انفراريډ يا ماتحت قرمز

ما تحت قرمز موجونه د مایکرو موجونو او د ليدو وړ رڼا تر منځ حالت لري. ما تحت قرمز موجونه په “نږدې” ماتحت قرمز او “لرې” ما تحت قرمز موجونو ويشل شوي دي. نږدې ماتحت قرمز موجونه هغه دي چې د موجونو اوږدوالی يې د لیدو وړ زڼا ته نږديوالی لري. دا هغه ماتحت قرمز موجونه دي چې د تلويزيون په ريموټ کنټرول کې کارول کیږي چې چينلونه بدل کړي. لرې ماتحت قرمز موجونه د اوږدوالي له پلوه له ليدو وړ رڼا څخه ډیر لرې والی لري. لرې ماتحت قرمز موجونه تړم دي او تودوخه ورکوي. ټول هغه شیان چې تودوخه ورکوي، ماتحت قرمز موجونه آزادوي چې د انسان بدن هم په کې شامل دی!

د ليدو وړ رڼا

د ليدو وړ رڼا په طیف کې موجود موجونه داسې اوږدوالی لري چې د انسان سترګې يې ليدلی شي. د دې موجونو اوږدوالی له 390 څخه تر 700 نانو میتر پورې رسيږي چې له 430-790 THz فريکوينسي سره برابر دی.

ماورای بنفش

د لیدو وړ رڼا وروسته لنډ موجونه د ماورای بنفش موجونه دي. دا د لمر څخه د ماورای بنفش وړانګې دي چې د لمرسوزنه رامنځته کوي. اوزون طبقه د لمر د ماورای بنفش وړانګو څخه زموږ ساتنه کوي. ځینې حشرات لکه غالبوزه (لویه غومبسه) ماورای بنفش وړانګې ويني. ماورای بنفش وړانګې د ځواکمنو ټليسکوپونو لکه د هابل فضايي ټليسکوب له خوا کارول کیږي چې لرې پراته ستوري وویني.

ایکس وړانګې

د ايکس وړانګې د موجونو اوږدوالی د ماورای بنفش په پرتله هم لنډ دی. د الیکترومقناطیس  وړانګو په دې طیف کې ساينسپوهان دا وړانګې د موجونو پر ځای د بڅرکو په نامه يادوي. ايکس وړانګې د لومړي ځل لپاره د جرمنی ساينسپوه ويليم روينتجن Wilhelm Roentgen له خوا اختراع شوې. دا وړانګې له نرمو انساجو لکه پوستکي او عضلې څخه تیریږي چې د طبې مقاصدو لپاره د هډونو ايکس رې تصویر واخلي.

د ګاما وړانګې

هر څومره چې د الیکترومقناطیسي موجونو اوږدوالی راکميږي، انرژييې هومره زياتیږي. د ګاما وړانګې د ټولو وړانګو له منځه لنډ موجونه لري او له دې کبله تر ټولو زياته انرژي لري. ګاما وړانګې ځينې وخت د سرطان په تداوي او د طبي تشخيصيه معایناتو په موخه د تفصيلي معلوماتو او تصویرونو د اخيستلو لپاره کارول کیږي. د ګاما وړانګې د لوړې انرژۍ هستوي چاودنو او سوپرنوا ستورو له خوا توليدیږي.

license-pashto.png

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.