×

د تودوخې د انرژۍ انتقال


د تودوخې د انرژۍ انتقال

د تودوخې انرژ‌ي دا قابليت لري چې له يوه ځاي او يا جسم څخه بل يوه ته انتقال وکړي. د تودوخې انرژي په درې طریقو انتقال کوي. چې له هدایت [کنډکشن]، بهير يا جريان [کانويکشن] او وړانګنتیا [راډيشن] څخه عبارت دي.

کنډکشن د تودوخې د انرژي د انتقال هغه طریقې ته وايي چې په ترڅ کې يې خوځيدونکي بڅرکي نور بڅرکي په حرکت راولي. د دې طريقې ښه بيلګه د تود چای هغه پياله ده چې په يوه فلزي کاشوغه ولړل شي. کله چې له چای څخه تودوخه د کاشوغې غوټه شوي برخې ته بهير پيدا کړي، د کاشوغې دغه برخه توديږي. اتومونه په چټک اهتزاز راځي. په چای کې د کاشوغې ننويستل شوې برخې اتومونه له ګاونډيو اتومونو سره چې د کاشوغې په لاستی کې پراته دي کلک نښتلي دي. په پایله کې يې دا اتومونه هم په اهتزاز راځي چې د تودوخې احساس رامنځته کوي. ځينې مواد د نورو په پرتله ښه هدايت کوي. د بيلګې په توګه، که تاسې د فلزي کاشوغې پر ځای د لرګي کاشوغه وکاروئ، د لرګي کاشوغه ډیره لږ تودوخه انتقالوي.

کانويکشن د تودوخې د انتقال هغه طریقه ده چې په سيالو مادو کې رامنځته کیږي. سيالې مادې هغه مایع او يا ګاز دي چې بهیږي او يا حرکت کوي. کانويکشن ځکه رامنځته کیږي چې د نوموړې سيالې مادې توده برخه د سړې برخې په پرتله ډیره سپکه ده. د بيلګې په توګه تاسې هغه اوبه ذهن ته راوستلی شئ چې د ايشيدلو په حال کې وي. د اوبو یو لوښی که پر نغري کيښودل شي د دواړه هدايت يا کنډکشن او کنويکشن له لارې تودیږي. د هرکارۍ فلزي بيخ له نغري څخه د هرکارۍ د اوبو لاندينۍ طبقې ته تودوخه انتقالوي. همدا چې اوبه وغوړيږي، د سړو اوبو په پرتله يې کثافت يا دروندوالی کمیږي. سړې اوبه چې درندې دي، د هرکارۍ بيخ ته ښکته کیږي او تودې يا سپکې اوبه د هرکارۍ سر ته پورې وهي. تودې اوبه د کنويکشن له لارې تعویض کیږي.‌ څرنګه چې سړې اوبه اوس د هرکارۍ په بيخ کې دي، دا اوبه د هدایت يا کنډکشن له لارې توديږي، او دا دوران همداسې روان وي تر هغې چې د لوښي ټولې اوبه تودې شي.

وړانګنتيا يا راډيشن د موجونو په مرسته د تودوخې انتقال ته وايي چې په تشه فضا کې بهير مومي. د راډيشن ښه بيلګه د رڼا د هغو موجونو انتقال دی چې له لمر څخه راځي. تاسې هغه تودوخه حس کولی شئ چې په لمريزه ورځ کې له لمر څخه وړانګنتيا کوي. راډيشن هغه يوازینۍ لار ده چې په مرسته تودوخه په تشه فضا کې انتقاليږي. زموږ د لمريز نظام زياتره برخه له تشې فضا څخه جوړه شوې ده. د دې تشې فضا له لارې د لمر انرژي تر موږه رارسیږي. کله چې دا تودوخه یو جسم تود کړي، ماده توديږي. هغه سطحې چې په ښه توګه صيقل شوې وي د دې وړانګو يوه برخه لکه د هندارې په څیر بيرته منعکس کوي.

د ترموس جوړښت په ښه توګه تمثيلوي چې کنډکشن، کانويکشن او راډيشن څه ډول راکميدلی شي. ترموس داسې ډیزاين شوی دی چې په منځ کې يې ذخيره شويو اوبو ته او يا له دې اوبو څخه د تودوخې انتقال راکموي.‌ له دې کبله ترموس سړې اوبه سړې او تودې اوبه تودې ساتي. ترموس له هندارو څخه په استفادې سره د ترموس منځنۍ خاليګاه استر کوي. د ترموس بوتل د داخلي برخې او بهرني پوښ تر منځ هم يوه تشه لري. د ترموس د داخلي او بهرني دیوال تر منځ د تشې له کبله کنډکشن او کانويکشن راکميږي. په ترموس کې د هندارو موجوديت د راډيشن له لارې د تودوخې ضياع څخه مخنيوی کوي.

 

پوښتنې

هغه درې طریقې ليست کړئ چې له لارې يې د تودوخې انرژي انتقاليږي:

  1. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  1. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  2. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقایسوي پوښتنې

  1. ـــــــــــــــــ کنډکشن                 الف) د تودوخې د انتقال هغه طریقه ده چې په مايعاتو کې ترسره کیږي.
  1. ـــــــــــــــــ کنويکشن                  ب) د موجونو له لارې د تودوخې انتقال ته وايي چې په تشه فضا کې سفر کوي
  2. ـــــــــــــــــ راډيشن                    ج) د تودوخې د انرژۍ هغه انتقال ته وایي چې په ترڅ کې‌ یې خوځيددونکي بڅرکي نور بڅرکي هم په حرکت راولي.‌

صحیح او غلط

  1. ـــــــــــــــــ د ترموس جوړښت په ښه توګه تمثيلولی شي چې کنډکشن، کانويکشن او راډيشن په څه ډول راکميدلی شي.
  2. ـــــــــــــــــ د درې واړو طريقو (کنډکشن، کنويکشن او راډيشن) نه په استفادې سره تودوخه په تشه فضا کې انتقالولی شو.
  3. ـــــــــــــــــ ټولې مادې په عين اندازې او ظرفیت سره تودوخې ته هدایت ورکولی شي.
  4. ـــــــــــــــــ پر نغرې د اوبو ايښودل شوی لوښی د کنډکشن او کانويکشن د دواړو طریقو له لارې تودوخه مومي.

 

ځوابونه

هغه درې طریقې ليست کړئ چې له لارې يې د تودوخې انرژي انتقاليږي:

  1. ـــــــــــــــــــکنډکشن ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  2. ــــــــــــــــــ کانويکشن ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
  3. ــــــــــــــــــ راډيشن ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقایسوي پوښتنې

  1. ــ ج ــــ کنډکشن                 الف) د تودوخې د انتقال هغه طریقه ده چې په مايعاتو کې ترسره کیږي.
  2. ـ الف ـــ کانويکشن                  ب) د موجونو له لارې د تودوخې انتقال ته وايي چې په تشه فضا کې سفر کوي
  3. ــ ب ــ راډيشن                    ج) د تودوخې د انرژۍ هغه انتقال ته وایي چې په ترڅ کې‌ یې خوځيددونکي بڅرکي نور بڅرکي نور بڅرکي هم په حرکت راولي.‌

صحیح او غلط

  1. ـــصحيح ــــ د ترموس جوړښت په ښه توګه تمثيلولی شي چې کنډکشن، کانويکشن او راډيشن په څه ډول راکميدلی شي..
  2. ــــ غلط ــــ د درې واړو طريقو (کنډکشن، کانويکشن او راډيشن) نه په استفادې سره تودوخه په تشه فضا کې انتقالولی شو. ـــ غلط ـــــ ټولې مادې په عين اندازې او ظرفیت سره تودوخې ته هدایت ورکولی شي.
  3. ــ صحيح ــــ پر نغرې د اوبو ايښودل شوی لوښی د کنډکشن او کانويکشن د دواړو طریقو له لارې تودوخه مومي.

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.