×

بطرۍ، سرکيټ او ټرانسفرمر


battery.png

 

بطرۍ بريښنا توليدوي

د بريښنا د تولید کيمياوي بطرۍ په يوه کيمياوي محلول کې د دوه مختلفو فلزاتو په کارولو سره بريښنا توليدوي. د فلزاتو او کيمياوي محلول تر منځ کيمياوي تعامل ددې لامل کیږي چې د يوه فلز په پرتله په بل فلز کې زياته انرژي آزاده کړي.

هغه پای چې زیات اليکټرونونه آزادوي مثبت چارج رامنځته کوي او هغه بل پای یې منفي چارج رامنځته کوي. که يو واير د بطرۍ له يو قطب څخه بل يوه ته وتړل شي، الیکټرونونه ددې وایر په اوږدو کې جریان پیدا کوي څو د بريښنايي‌ چارجونو انډول وساتي.

لوډ هغه آله ده چې يو کار او يا دنده (مصرف) ترسره کوي. که يو لوډ يا بريښنايي‌ ګروپ له واير سره وتړل شي، بريښنا په واير کې د جریان پر مهال کار هم ترسره کوي. الیکټرونونه د بطرۍ د منفي قطب نه د وایر له لارې ګروپ ته جریان پیدا کوي. بريښنا د وایر په اوږدوالي کې بريښنايي ګروپ ته جريان پیدا کوي او له هغه ځایه د بطرۍ مثبت قطب ته بيرته راګرځي.

بريښنا د يوه سرکيټ په منځ کې بهير پيدا کوي

وړاندې له دې چې اليکټرون جریان پیدا کړای شي، د بريښنا لپاره باید يوه بشپړه لار جوړه شي. که سرکيټ خلاص وي، الیکټرون جريان نشي پيدا کولی. کله چې موږ د يوه ګروپ بټنې ته فشار ورکړو، سرکيټ تړل کيږي. بريښنا له يوه بريښنايي‌ واير څخه تیريږي او بريښنايي‌ ګروپ ته داخليږي او بيا د يو بل وایر له لارې بيرته راګرځي. همدا چې بريښنا د ګروپ په منځ کې  موجود یوه کوچني وایر کې جریان پیدا کړي، دغه وایر ډیر زيات توديږي او رڼا ورکوي.

کله چې بټنه بيرته بنده کړو، سرکيټ خلاصيږي او پر ګروپ د بريښنا جريان بنديږي. ګروپ هغه وخت هم رڼا له لاسه ورکوي چې په منځ کې يې پروت کوچنی وایر مات شي‌ او له کبله يې سرکيټ خلاص شي.

کله چې موږ یو تلويزيون چالان کړو، بريښنا د تلويزيون په منځ کې موجودو وایرونو له لارې جریان پیدا کوي او تصويرونه او غږ رامنځته کوي.‌ ځينې وخت له بريښنا څخه د کاليو او جوس جوړولو د ماشینونو د موټور د تاوولو لپاره کارول کیږي.‌ بريښنا هره ورځ ګڼ ځلې زموږ لپاره ډیر کارونه ترسره کوي.

ټرانسفرمرونه مرسته کوي چې په اوږد واټن کې کافي بريښنا انتقال شي

د دې لپاره چې په اوږده واټن کې د بريښنا د انتقال ستونزه هواره کړي، ويليم سټانلي William Stanley يو داسې آله اختراع کړه چې ټرانسفرمر يې بولي. ټرانسفرمر مرسته کوي‌ چې په لوی واټن کې کافي اندازه بريښنا انتقال کړي. ټرانسفرمر هغو کورونو او شرکتونو ته د بريښنا د توزيع په برخه کې مرسته کوي چې د بريښنا د تولید له منبع څخه لرې پراته دي.

ټرانسفرمر په بريښنايي‌ مزو کې د بريښنا ولټيج ته بدلون ورکوي. هغه بريښنا چې په بريښنا کوټ کې توليديږي، د کيبلونو له لارې ټرانسفرمر ته انتقاليږي، چې دا آله یې له ټيټ ولټيج څخه لوړ ولټيج بريښنا ته بدلوي.‌ د لوړ ولټيج په کارولو سره بريښنا په لرې واټنونو کې په ښه توګه انتقاليږي. يوه فرعي سټيشن ته د بريښنا د انتقال لپاره انتقالونکي‌ مزي کارول کیږي. فرعي سټيشنونه داسې ټرانسفرمرونه لري چې د ټيټ ولټيج بريښنا لوړ ولټيج ته بدلوي. د انتقال مزي بيا ددې لپاره کارول کیږي چې دغه بريښنا فرعي سټيشن ته وليږدوي. فرعي سټيشن بيا داسې ټرانسفرمرونه لري چې د لوی ولټيج بريښنا د ټيټ ولټيج بريښنا ته بدلوي. له فرعي سټيشن څخه بيا د توزيع مزي کورونو، دفترونو او فابريکو ته د ټيټ ولټيج بريښنا انتقالوي.‌

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.