×

د ګړي [ساعت] تاريخ ګړی


د ګړي [ساعت] تاريخ ګړی

large_watch.png

يا ساعت ډیر پخوانی تاريخ لري، او په هر پير کې د ګړيو بيلابيل ډولونه کارول شوي دي. که څه هم تاريخپوهان د ګړي په تاريخ کې اختلاف لري خو د Clock کليمه د لومړي ځل لپاره ۷۰۰ کاله وړاندې په ۱۴مه پيړۍ کې دود شوه. دا کليمه له لاتينې کليمې (“Clocca”) څخه اخيستل شوې ده چې د زنګ په معنی دی. يونانيانو کال په ۱۲ برخو ويشلی وو چې مياشتې يې بولي. دوی هره مياشت په ۳۰ برخو ويشلې وه چې ورځ يې بولي. د دوی کال ۳۶۰ ورځې درلودلې چې له ۱۲ ځلې ۳۰ (۱۲ X ۳۰ = ۳۶۰) سره برابرې وې. څرنګه چې د لمر چاپیره د ځمکې يوه دوره يو کال بر ته نيسي او تقريبا دایروي مسير غوره کوي، يونانیانو پريکړه وکړه چې دغه دایره په ۳۶۰ درجو تقسيم کړي.
د لمر کارول
لومړنۍ طریقه چې خلکو د وخت د معلومولو لپاره کاروله په اسمان کې د لمر د تیریدو ته په کتلو سره وه. کله چې به لمر د آسمان په نيمايي کې وو، د ورځ نيمايي يا غرمه بلل کيدله. کله چې به لمر افق ته نږدې شو يا به لمر خاته او يا ماښام (لمر لويده) بلل کیده. د وخت معلومول دومره دقيق نه وو.
لمريز ساعت
تر ټولو لرغونی ساعت لمريز ګړی دی. دا ساعت د لومړي ځل لپاره د ۳۵۰۰ قبل الميلاد (نږدې ۵۵۰۰ کاله پخوا) وکارول شو. لمریز ګړی د لمر سترګې څخه په استفادې سره وخت معلوموي. د لمر سيوری په يو دایروي میز ټاکلې شميره په نښه کوي او په دې ډول تاسې ته وخت ښيي. د لمريز ګړي په دې عکس کې د لمر له خوا جوړ شوی سوری د ۹ شميره په نښه کړې ده، له دې کبله ۹ بجې دي. څرنګه چې لمريز ګړی په لمر سترګې پورې تړلی دی، له دې کبله يوازې د ورځې له خوا وخت معلومولی شي. د اوبو ګړی د اوبو ګړی د ۱۴۰۰ قبل الميلاد (۳۴۰۰ کاله وړاندې) په مصر کې اختراع شو. د اوبو ګړی د کليپ سودرا Clepsydra په نامه يادوي. د اوبو ګړی د اوبو له دوه لوښو څخه جوړ شوی وو چې يوه يې له بل څخه لږ لوړ موقيعيت درلود. اوبه به له لوړ لوښي څخه لانديني لوښي ته د يو ټيوب له لارې بهيدلې چې د دواړو لوښو تر منځ غځيدلی وو. په لوښو کې داسې نښې موجودې وې چې د اوبو سطحه يې ښودله او په مرسته يې وخت اندازه کاوه.
د اوبو ګړی
په يونان کې ډير مشهور وو چې د کلونو په تيريدو سره نور هم مشهوره شو. د اوبو د ګړي عکس ته وګورئ. اوبه له پورتني لوښي څخه لانديني لوښي ته بهيږي. کله چې به په لانديني لوښي کې د اوبو سطحه لوړه شوه، د اوبو پر سطحه لامبو وهونکی سم ورسره جګيده. لامبو وهونکی جسم په يوه لرګي پورې نښتلی وو چې دندانې يې درلودلې، او همدا چې لامبو وهونکی جسم به لوړ شو، غاښونو يې له ځانه سره يوه ګرارۍ تاووله،‌ او دې ګرارۍ بيا پخپل نوبت هغه ساعت ګر تاووه چې وخت يې ښوده. د اوبو ګړي تر لمریز ګړي ښه کار کاوه ځکه چې د لمر ګړي يوازې د ورځې له خوا وخت معلوماوه خو د اوبو ګړي په شپه او ورځ دواړو کې وخت معلوماوه.
مياشتو او ورځو ته د کال ويشل
يونانیانو کال په ۱۲ برخو ویشلی وو چې میاشتې يې بللې. دوی هر ورځ په ۳۰ برخو ویشلې وه چې ورځې يې بلله. د دوی کال ټول ۳۶۰ ورځو او يا ۱۲ ځلې ۳۰ (۱۲ × ۳۰ = ۳۶۰) سره برابر وو. څرنګه چې ځمکه په يو کال کې د لمر چاپیره ګرځي او د دغې دورې پر مهال تقريبا دايروي مسير وهي له دې کبله يونانیانو پريکړه وکړه چې دغه دایره په ۳۶۰ درجو وويشي.‌
پر ساعتونو،‌ دقيقو او ثانيو د ورځې ويشل
مصریانو او بابليانو پریکړه وکړه چې ورځ له لمر خاته څخه تر لمر لويدو پورې پر ۱۲ برخو وويشي چې ساعتونه يې بولي.‌ دوی شپه هم چې د لمر لويدو او لمر راختلو تر منځ فاصله يې جوړوله پر ۱۲ ساعتونو وويشله. خو د شپې او ورځې اوږدوالی یو شان نه دی، او د ورځې او شپې اوږدوالی د کال په اوږدو کې توپیر کوي. د وخت د اندازه کولو دا سيسټم دومره دقيق نه وو ځکه چې د کال په اوږدو کې به د يو ساعت په اوږدوالی توپیر رامنځته کیده. دا په دې معنی وو چې د اوبو ګړی باید هره ورځ تنظیم شي. ناببره د يو چا ذهن ته راغلل چې که ټوله شپه او ورځ پر ۲۴ مساوي ساعتونو وويشل شي (۱۲ ساعته د شپې او ۱۲ ساعته د ورځې)، نو وخت به ډير په دقیق ډول اندازه شي.‌ شپه او ورځ ولې پر ۱۲ برخو وويشل شوه؟ په ټول کال کې سپوږمۍ ۱۲ دورې لري، له دې کبله د ۱۲ شميره په ګڼو کولتورونو کې يوه مهمه شميره جوړوي.‌ ساعت ۶۰ دقیقو ته ويشل شوی او هره دقیقه ۶۰ ثانيو ته ويشل شوې ده. پر ۶۰ برخو د ساعتونو او دقیقو د ويشلو مفکوره د سومريانو د شپيته ګون [۶۰] سيسټم څخه راځي چې بنسټ يې پر ۶۰ عدد ايښودل شوی وو. دا سيسټم نږدې ۴۰۰۰ کاله وړاندې رامنځته شوی وو.
لنګر لرونکي ساعتونه
د لنګر لرونکي ساعت له اختراخ وړاندې، جرمني پيټر هينلين په ۱۵۱۰ کال کې يو فنري ساعت جوړ کړ.‌ خو دا ساعت دومره دقیق نه وو. لومړنی ساعت چې دقيقه ګر يې درلود په ۱۵۷۷ ميلادي‌ کال کې د جسټ برګي له خوا کشف شو.‌ دې ګړي ستونزې هم درلودلې. لومړنی کاريدونکی ګړی د يوه لنګر په مرسته چليده. دا ګړی د کريسټيان هویجن له خوا په ۱۶۵۶ کال کې جوړ شو. د لنګر ګړي په ۱۶۰۰ کال کې دقيقه ګر هم درلود. په دې ګړيو کې لنګر ښی او کيڼ خوا زنګيږي، او د زنګيدلو پر مهال يې، يو غاښ لرونکی چرخ تاووي (کيڼ خوا انځور وګورئ). تاويدونکی چرخ د ساعت ساعتګر او دقیقه ګر تاووي. په لومړني لنګر لرونکي ګړي کې لنګر ته اوږد ټال ورکول کيده (تقريبا ۵۰ درجې). خو وروسته کله چې د وخت په تیریدو سره لنګر لرونکي ګړي نور هم ښه کړای شول، لنګر یې لږ ټال خوړ (تقريبا ۱۰ تر ۱۵ درجو پورې). د لنګر لرونکو ساعتونو يوه ستونزه دا وه چې د يو څه وخت ګرځيدو وروسته به دريده او بيا چالانولو ته يې اړتیا درلودله. لومړنی لنګرلرونکی ساعت چې يوه بهرنۍ بطرۍ يې کاروله په ۱۸۴۰ کال کې جوړ شو. تر ۱۹۰۶ کاله پورې دا بطرۍ د ګړي په منځ کې ننويستل شوه. لکه چې تاسې زده کړل، يو ګړی يوازې ۱۲ ساعته ښودلی شي، او د دې لپاره چې ۲۴ ساعته وښيي ساعتګر بايد د ګړي پر مخ دوه دورې بشپړې کړي. د دې لپاره چې د ورځې لومړني ۱۲ ساعته (له نيمې شپې څخه تر غرمې) د ورځې د وروستیو ۱۲ ساعتونو څخه بيل کړو، لاندې اصطلاحات کاروو:
A.M. ـ ـ انټی ميريديم، له غرمې مخکې لپاره لاتينې اصطلاح
P.M. ـ ـ پوسټ ميريديم، له غرمې وروسته لپاره لاتيني اصطلاح
کوارټز کريسټل ګړي کوارتز د کريسټال
هغه ډول دی چې د ښيښې په بڼه ښکاري. کله چې له فشار سره يو ځای د ولټيج يا بريښنا تر اغيز لاندې راشي، کوارتز کريسټال په يوه ثابته اندازه يا فريکونسي اهتزاز کوي او يا زنګيږي. دا اهتزاز ساعتګر په خورا دقیقه توګه خوځوي. کوارتز کريسټال ساعتونه په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې اختراع شول.
مهال سيمې
څرنګه چې ځمکه تاويږي، د ځمکې په يوه خوا کې ورځ او په بله خوا کې شپه وي. په ۱۸۸۴ ميلادي کال کې د ۲۵ هیوادونو پلاوي سره کيناستل او دې هوکړې ته ورسيدل چې نړۍ پر مهال سيمو وويشي. که تاسې د ځمکې په نيمايي کې يوه کرښه وباسئ، يو دايروي استوايي کرښه جوړوي. دې پلاوي د دې دايرې ۳۶۰ درجې په ۲۴ سيمو وويشلې چې هر سيمه ۱۵ درجې شوه (۲۴ X ۱۵ = ۳۶۰). دوی پريکړه وکړه چې شمير په اينګلند کې له ګرينيچ څخه پیل کړي چې طول البلد يې صفر (.) دی. د امریکا په لويه وچه کې څلور مهال سيمې دي: چې له ختيځې، مرکزي، غرنيزې او پيسيفيک څخه عبارت دي. هره مهال سيمه يو ساعت توپیر لري، له دې کبله کله چې په ختيځه مهال سيمه کې د ماښام ۷ بجې وي، په مرکزي مهال سيمه کې د ماښام ۶، په غرنيزه مهال سيمه کې د ماښام ۵ او په پيسيفيک مهال سيمه کې ۴ بجې وي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.