×

فزیک


فزيک

large_physics.jpeg

په کايناتو کې د انرژي، مادې او ځواکونو مطالعه

ستوري ولې په آسمان کې حرکت کوي؟ تودوخه څه ډول بريښنا ته بدليږي؟ د يوې مادې د اتوم او د بلې مادې د اتوم تر منځ څه توپير دی. غږ او نور ولې کله کله ورته او کله کله مختلفه کړنې کوي. دې او ګڼو نورو پوښتنو د ځوابولو لپاره يې د فزيک علم رامنځته کړ چې کاینات داسې مطالعه کوي لکه یو مستري چې انجن مطالعه کوي. فزيکپوهان له اتوم لاندې بڅرکو څخه نیولې بيا تر سيارو او کهکشانونو پورې ټول په نظر کې نيسي. بيلابيلې فزيکي تيورۍ زياتره پکاريږي چې د دې پراخه بيلابيلو سيسټمونو کړه وړه تشریح کړي. يو وخت عقيده دا وه چې هر څه به له هغه کلاسيک فزيک څخه په استفادې سره پرمختګ وکړي چې د لرغوني يونان او ۱۹مې پيړۍ تر منځ دود وو. خو د ۲۰مې پیړۍ له پیل سره ساينسپوهانو وموندله چې دوی د کایناتو د لا ښې تشریح لپاره د نویو مفکور اضافه کولو ته اړتیا لري. نن ورځ ساينسپوهان هڅه کوي چې يوه داسې واحده تيوري رامنځته کړي چې ټول شيان تشريح کوي.

کلاسيک فزيک

د فزیک هغه تيوري ګانې چې له ۲۰مې پیړۍ وړاندې رامنځته شوي دي عموما د کلاسيکو تيوري ګانو په نامه ياديږي. د دې تيوري پر اساس کاينات داسې منظم او د اټکل وړ سيسټم وو چې د يوه ساعت په څير وړاندې روان دی. د بيلګې په توګه د ميخانيک ساينس د اجسامو د حرکت او پر هغو د قواو د اغیز د څرنګوالي په اړه بحث کوي. ميخانيک هم د لرغوني يونان د متفکرينو لکه ارسطو [۳۸۴ – ۳۲۲ قبل الميلاد] او د نجوم په برخه کې د ايټالوي فزيکپوه ګاليليو ګاليله [۱۵۶۴ ـ ۱۶۴۲] د تجربو او مفکورو څخه اخيستل شوی دی. د ميخانیک تر ټولو مهم قوانين هغه دي چې د انګريزي رياضي پوه سر اسحاق نيوټن [۱۶۴۲ ـ ۱۷۲۷] له خوا رامنځته شوي دي. دا د همدې ساينسپوه د استعداد نتیجه وه چې قوانین يې نن ورځ هم په زياتو برخو کې د تطبيق وړ دي. کلاسيک فزيک یوازې په ميخانيک پورې رالنډ نه دی. په دې فزیک کې د بريښنا او مقناطیسي قوې مخکينۍ مفکورې هم شاملې دي. اوس ثابته شوې ده چې دا دواړه پديدې د يو ډول سبب له کبله رامنځته کيږي. له دې کبله دا موضوعات د فزیک په يوه بله برخه کې چې اليکټرومګنيټيزم نوميږي کارول کیږي. خو پخوا دوه بيل موضوعات بلل کیدل. لرغوني‌ يونانيان پر ساکنې بريښنا او مقناطیسي قوې پوهيدلي وو. دا مفکوره چې بريښنا له دوه منفي او مثبتو چارجونو جوړه شوې ده د لومړي‌ ځل لپاره په ۱۸مه پيړئ کې د امريکايي سياستوال او ساينسپوه بنيامين فرانکلن [۱۷۰۶ ـ ۱۷۹۰] په زيار رامنځته شوه. د ۱۸مې پيړئ له نيمايي څخه واخله بيا د ۱۹مې پيړۍ تر نيمايي پورې ګڼو فزيکپوهانو ثابته کړه چې بريښنا او مقناطیس د يو لړ خواصو له مخې سره ډیر نږدې دي. برطانوي ساينسپوه مایکل فاراډي [۱۷۹۱ ـ ۱۸۶۷] ثابته کړه چې بريښنا د مقناطیسي ساحې په تغيرولو سره توليديدلی شي.‌ بريښنا او مقناطیسي ساحه بالاخره د يوه بل برطانوي ساينسپوه، جيمز کلرک مکسويل [۱۸۳۱ ـ ۱۸۷۹] په زيار اليکټرومقناطیس د هغو څلور مهمو معادلو په مرسته سره وتړل شول چې د نوموړي ساينسپوه له خوا رامنځته شوې وې.‌
غټ ټکي
• کلاسيک فزیک د خوځښت، جاذبې، اليکترومقناطيس او ترموډايناميک څخه بحث کوي چې له ۱۹مې پيړۍ وړاندې پراختیا موندلې وه.
• معاصر فزيک د ۱۹مې پيړئ وروسته د نسبيت او کوانتم ميخانيک د کشف کولو په نتيجه کې رامنځته شو.‌
• د نوي فزيک دوه معاصرې څانګې عبارت دي‌ له هستوي فزيک څخه چې د هستوي انرژي‌ او هستوي وسلې ته يې زمينه مساعده کړې ده، او ذروي‌ فزيک دی چې د اتوم جوړونکي‌ بڅرکي تر مطالعې لاندې نیسي.
کلاسيک فزيک د ميخانیک او اليکټرومقناطیس ترڅنګ ترموډايناميک هم په بر کې نیوه.‌ دا ډول فزيک تودوخه او د انرژۍ له نورو ډولونو سره د هغې ارتباط هم مطالعه کوي.‌ اصلا تر هغې دمه تودوخې په اړه داسې مفکورې نه وې ورکړل شوې خو د یوې واحدې مادې په توګه یې د کالوريک نوم ورته یاداوه او په دې اند وو چې له تودولو او يا سړولو سره په جسم کې ننوځي او يا وځي.‌ خو برطانوي فزيکپوه جيمز پريسکاټ ژول (۱۸۱۸ ـ ۱۸۸۹) ثابته کړه چې د ميخانيکي کار يو ټاکلی مقدار د تودوخې انرژي ته بدليدلی شي. د ژول تجربه د فزيک د يوه نوي مهم قانون بيلګه ده چې د انرژي د ذخيرې په نامه ياديږي.‌ دا تشریح کوي چې که څه هم انرژي له يوه شکل څخه بل يوه ته تبديليږي، خو نه زیاتيږي او نه کميږي.‌ د ترموډايناميک درې هغه قوانین چې د تودوخې د انرژۍ په اړه یې لا زيات جزیات وړاندې کړل،‌ بیا وروسته د فرانسوي فزيکپوه او انجنير سادي کارناټ (۱۷۹۶ ـ ۱۸۳۲) او نورو له خوا تطبیق شول.
د فزيک انقلاب
د ۲۰ مې پيړۍ په لومړيو کې فزيکپوهانو ومونده چې کاينات به رښتیا څه ډول کار کوي. په دې معنی چې دوی همدې عقيدې ته راواوښتل. خو د څو کلونو په ترڅ کې د فزیک په نړۍ کې نوې مفکورې رامنځته شوې. د دې مفکورو لومړنۍ هغه د نسبیت تيوري وه چې د جرمني الاصل امریکايي‌ ساينسپوه البرټ آينشټاين (۱۸۷۹ ـ ۱۹۵۵) له خوا هغه وخت وړانديز شوه چې په سويتس زرلند کې وو.‌ دې تیورۍ وښوده چې کلاسيک فزیک د دې جوګه نه وو چې د هغو خوځنده اجسامو خواص تشریح کړي چې نور ته یې نږدې سرعت (۱۸۶۰۰۰ ميل پر ثانیه او يا ۳۰۰۰۰۰ کلوميتره پر ثانیه) درلود. د هغې نظریې پر بنسټ چې وايي د نور سرعت تل ثابت دی، د آينشټاین تيوري يو لړ نوي وړانديزونه رامنځته کړل. په دې وړاندیزونو کې يو هم دا وو چې وخت سرعت ته په پام سره چټک او يا ورو حرکت کوي او ښايي په هغه مسير کې ټول اجسام لنډ وبريښي چې مشاهده کوونکی حرکت کوي. د نسبیت يو بل اړخ چې د البرټ آینشټاين له خوا پراختیا ورکړل شوه د جاذبې په اړه موجودې مفکورې ته يې بدلون ورکړ. آينشټاين جوته کړه چې جاذبه کومه خفیه او نه ليدل کیدونکی ځواک نه دی بلکې د فاصلې او زمان راخميدل دي چې د درندو اجسامو له خوا رامنځته کیږي.

ورځنی ساینس

جیوفزیک
جيوفزیک د ځمکې د جوړښت د مطالعې لپاره د فزیک د تیوريو او تخنیکونو څخه استفاده کولو ته وايي. د پټرولیم انجنیران د تيلو پلټنې لپاره غږیزې څپې د ځمکې قشر ته ليږي او له هغه ځايه راغبرګې شوې څپې مطالعه کوي. د ځمکې د مقناطیسي ساحې مطالعه (جيومګنيتيزم) او يا د ځمکې د جاذبې په ځواک کې لږ بدلون هم د هغو موادو په اړه مهم معلومات وړاندې کوي چې ځمکه يې جوړه کړې ده. د جيوفزيک له خوا رامنځته شوي‌ ځينې تخنيکونه په لرغونپوهنه (ارکيالوژي) کې هم مهم ګڼل شوي دي.‌ دا تخنیکونه پرته له دې چې چې پر ځمکه سوړې وکيندل شي، د لرغونو آثارو موقيعيت معلوموي. د راډيوکاربن په مرسته د تاریخ اټکل کول، د هغو لرغونو آثارو تاریخ په دقیق ډول اټکل کوي چې موندل کیږي.‌ کلاسیک فزیک د ځمکې پر سطح د ورځنيو حالاتو لپاره ښه کار کوي او ان د سيارو او ستورو د حرکاتو په اړه ښه معلومات ورکوي. د آینشټاين د نسبيت تيوري ښيي چې د درندو اجسامو لکه د تورو فضايي‌ سوړو او نيوترون ستورو او يا د ټول کايناتو په برخه کې دومره ښه کار نه کوي. د ۲۰مې پيړۍ فزيک دویمې انقلابي تيورئ وښودله چې کلاسيک فریک هم په ډیره کمه اندازه بریک ډاون کیږي. د شلمې پيړۍ په رارسيدو سره فزيکپوهانو په دې هڅه کې وو چې د مادې اصليت پيدا کړي. په ۱۸۹۷ کې برطانوي فزيکپوه جي جي تامپسن (۱۸۵۶ ـ ۱۹۴۰) کوچني منفي چارج لرونکي بڅرکي کشف کړل چې اليکټرون يې بولي. يو بل برطانوي فزيکپوه،‌ ايرنسټ ردرفورډ (۱۸۷۱ ـ ۱۹۳۷) او د هغه همکارانو وموندله چې د اتوم زياتره کتله له پروټون، نيوټرون او یوې کوچنۍ هستې څخه جوړه شوې ده. دې او يو لړ نورو کشفیاتو يوه نوې نړۍ پرانستله چې د کوچنيوالي اندازه يې د چا په ذهن کې هم نه وه ګرځيدلې. لکه کلاسيک فزیک چې په لویه نړۍ کې له ناکامۍ سره مخامخ وو همداسې د اتوم په کوچنۍ نړۍ کې هم له ماتې سره مخامخ شو. یو لړ ګڼو فزيکپوهانو چې د نړۍ په بیلابيلو هیوادونو کې يې کار کاوه د دې نوې نړۍ لپاره یو نوی ساينس رامنځته کړ. کوانټم ميخانیک ځکه په دې نوم ياديږي چې وايي انرژي يوازې په هغو کڅوړو کې پرته ده چې د کوانټا په نامه ټاکلې اندازې لري.
معاصر فزیک
د نسبيت او کوانټم ميخانيک دوه ګونو مفکورو له کلاسيک فزیک سره يو ځای فزیکپوهانو ته د کايناتو په اړه لا زيات بشپړ معلومات په لاس کې ورکړل. فزيکپوهانو د هغو پوښتنو پر مطالعه کار پيل کړ چې د څو زره کلونو لپاره يې ستر پوهان له ننګونو سره مخامخ کړي وو. نسبیت تيوري او کوانټم فزيک مرسته وکړه چې ۲۰مه پيړۍ د فزیک ګڼې نوې څانګې رامنځته کړي. په دې څانګو کې د تراکم فزیک، هستوي فزيک او ذروي فزيک راځي.‌ يوناني فيلسوف ډيموکريټس (۴۶۸ ـ ۳۷۰ قبل الميلاد) په دې عقيده وو چې ماده له کوچنيو بڅرکو څخه جوړه شوې ده چې نور نه ويشل کیږي. که هغه اوس هم ژوندی وای، ښايي د تراکم فزیک به يې مطالعه کاوه، هغه معاصره تيوري چې د جامداتو د خواصو په اړه بحث کوي. د تراکم فزيک فزيک د دې مسئلې په تشریح کولو کې مرسته کوي چې الیکترون څه ډول په يوه کرسټالي‌ جال کې د اتوم له نامنظم جوړښت سره متقابل عمل کوي. دا فزیک د ستر انتقال يا Supper conductivity مسئله هم تشريح کوي، هغه څه چې له لارې یې يوه ماده د حرارت په ټيټو درجو کې د بريښنا پر يوه بشپړ هادي بدليږي. د فزیک يو لړ څانګو لکه هستوي فزيک نړۍ په ډراماتيک ډول بدله کړه.‌ هستوي انرژي‌ او هستوي وسلې دواړه په مستقیمه توګه د اتوم د هستې له موندلو سره سمدستي جوړې شوې. د هستوي فزیک مفکوره دا ده چې د اتوم هسته په مساعدو شرایطو کې ماتيدلی او يا ترکیبيدلی شي. ځينې وخت يو لوی اتوم لکه يورانيم د يوې پروسې له لارې چې فيژن يې بولي کوچنیو اتومونو ته تجزیه کیږي. نور وخت دوه اتومه سره يو ځای کیږی چې د فيوژن عمليې له لارې لوی اتوم جوړ کړي. په دواړو حالاتو کې زياته اندازه انرژي آزاديږي ـ چې بريښنا او يا د هستوي وسلې چاودنه رامنځته کوي.
ساينسي ميتود
ساينسپوهان نړۍ له هغه تخنیک څخه په استفادې سره تشریح کوي چې ساینسي ميتود یې بولي. وروسته له دې چې د نړۍ په اړه مشاهدې ترسره شي، بیا هغه تيوري کاروي چې ځینې وخت د فرضيې په نامه ياديږي چې لیدل شوي حالاتو ته يوه تشریح برابره کړي.‌ کله چې تیوري جوړه شوه، دوی د هغه څه د اټکل هڅه کوي چې تر اوسه یې لا نه دي مشاهده کړي.‌ بيا دوی داسې تجربې ترسره کوي چې خپل اټکل وازمايي.‌ که ثابته شي چې اټکل ناسم دی، تیوري ته بدلون ورکوي او له نويو اټکلونو سره بيا پراختیا ورکوي چې له بلې لارې يې ازمايښت کړي.‌ همداسې په تدريجي توګه د ګڼو ساينسپوهانو د زيار په نتیجه کې چې پر بيلابيلو مفکورو کار کوي، د نړۍ د حالاتو په اړه يو ښه پوهاوی رامنځته کيږي. کله چې يو اتوم پر بل يوه بدليږي،‌ پيښيدونکی هستوي غبرګون له اتوم لاندې بڅرکو اخيستل او يا له لاسه ورکول هم په بر کې نيسي. يو وخت اتوم د مادې تر ټولو کوچنی جوړونکی جز بلل کیده. خو ساينسپوهانو د ۲۰مې پيړۍ په پیل کې وموندله چې اتوم پخپله له لا کوچنيو بڅرکو څخه جوړ دی چې پروټون، نيوټرون او الیکټرون يې بولي. ذروي فزيک تحقيقاتو سلګونه نور اتوم لاندې بڅرکي وموندل.‌ په سر کې دا موندنه خورا مغشوشونکې وه او ددې ټولو نويو بڅرکو شتون دومره معنی نه ورکوله.‌ امريکايي ساينسپوه موري ګل من (۱۹۲۹) او جارج زويګ (۱۹۳۷) دا نظریه وړاندې کړه چې لوی بڅرکي لکه پروټون او نيوټرون له کوچنیو بڅرکو څخه جوړ شوي دي چې کوارک يې بولي. معاصر فزيکپوهان د کايناتو په اړه مفصل معلومات لري، خو اوس هم ډیر وخت پکار دی چې پر هر څه پوه شي.‌ ښايي فزيکپوهان هيڅکله دې موخې ته ونه رسيږي ځکه چې د کوانټم سيسټم مشاهدې سره دوی ټول هغه څه بدلوي چې لومړی پتیل شوي وو.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.