سپړنه: موښنه یا اصطکاک
سپړنه: موښنه یا اصطکاک
هدف: د موښنه قویی )اصطکاک قویی( سپړل په څو موادو باندی .
موادونه :
۲ خط کښونه
۱ د لرګي چمبه
معماری کاغذ
المونیمی پاڼه یا زربوڅ
موم ژاوله کاغذ
پټۍ یا تیپ
بیاتي یا غیچي
تیاری :
- په پورتنی موادونه باندی یو ځاي چمتو کړي .
- څلور کسیز ګروپ د زده کوونکو جوړ تر څو له چمتو شوی ځای څخه په ۵ دقیقو فاصله کي لیدل وکړی .
- د دغي مخ یا صفحه یو کاپی هر یو زده کونکی ته چمتو کړي .
د زده کونکی کړنلار:
- موښنه یا اصطکاک هغه قوه چي د یو ګرځندنۍ ماده د مخته دریدنه او یاهم د سوکه کولو لامل ګرځي .
- ستاسو په ها ند کوم ځیزونه کولای شی له خط کښ سره ډیره موښنه یا اصطکاک مینځته راوړي. لرګی چمبه، یا چمبه چي په معماری کاغذ کي تاوول شوي وي ، المونیمی پاڼه ، او یا هم موم ژاوله کاغذ ؟
- په کښتني ستن کي چي په ګڼنه یا Hypothesis باندی څرګنده شوي ، هغه څیزونه په نمبر باندی له ۱ تر ۴ ولیلکی چي ۱ هغه څیز ښکاره کړي چی ډیر اصطکاک قوه ولری.
- یو خط کښ چي په دیاګرام کي ښودل شوي ولاړ ونیسی .
- د لرګي چمبه د دوهم خط کښ د ښوي مخ باندی کښیږدي او وروسته د خط کښ یو څوکه ورو پورته کړي تر څو د لرګي چمبه په خوڅولو راشي . وروسته د دغی جګوالی ځاي په خط کښ کی له ځان سره یاداښت کړي .
- د لرګي چمبه په یوه معماری کاغذ کي ونغړي ، له تیپ څخه کار واخلی تر څو هغه کاغذ په ځاي باندی ټینګ وي .وروسته پورتنی طرزالعمل تر سره کړي ، کله چي د لرکي چمبه په خوڅولو راشي وروسته د هغي نقطه جکوالی له ځان سره یاداښت کړي .
- پورتني طرزالعمل په المونیمی پانه او موم ژاوله کاغذ باندی تر سره کړي . لاسته راغلی معلومات ځان سره یاداښت کړي .
- له ټولو نیول شوی یاداښتونو څخه دا جوته کړي چي کوم یو ماده تر ټولو ډیر د قوه اصطکاک په خط کښ باندی درلود. وروسته خپله نتیجه د نتیجی په ستن کي له ۱ تر ۴ ولیکلی چي ۱ هغه ماده ښکاره کړي چي ډیری موښنه یا اصطکاک درلود.
- آیا ستاسو ګڼنه یا فرضیه ) (Hypothesis صحیح وه ؟ له دغي تجربې څخه مو څه زده کړل ؟
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.