د اتوم پيژندنه
آیا تاسو پوهیږی چی اتوم څه ته وایي؟ د اتوم اصطلاح له يوې يونانۍ کليمې څخه رامنځته شوې ده چې معنی يې "نه ماتيدونکی" دی. ټول شيان له اتوم څخه جوړ دي. ټول اتومونه هسته لري. د هايدروجني اتوم د هستې پرته چې نيوټرون نه لري، په ټولو هستو کې پروټون او نيوټرون پراته دي. اليکټرون د هستې چاپيره چورلي. په هر خنثی اتوم کې د پروټون شمير د اليکټرون له شمير سره مساوي دی. که يو اتوم الیکټرون واخلي او يا يې له لاسه ورکړي، بيا آیون بلل کيږي. په دی درس کی به تاسو د د اتوم لاندې پڅرکي، د اليکټرون جوړښت او د اتوم د پيوند جوړوني په اړه به په زړه پوري معلومات ترلاسه کړئ. لاندني ضمیمه فایل را ښکته (ډوانلوډ) کړئ او ویی لولۍ.
تبصره
0 تر اوسه پورې تبصره
Please login to add comments.