×

د کيميا د ښوونکي لپاره افاقي معلومات


د کيميا د ښوونکي لپاره افاقي معلومات

مقدمه

په دې مطلب کې د څلورم صنف د کيميا ښوونکي لپاره افاقي معلومات چمتو شوي دي. دا مطلب بيلابيل موضوعات څيړي چې په لاندې ډول دي:

ماده

د تودوخې انرژي

د اوبو پر سر د پاتې کيدو خاصيت

د اوبو د جوش ټکی

کشش یا د جاذبې قوه

لومړني معلومات

ماده

  • ماده بدلون کوي او دا بدلون په تشخيص وړ اشکالو ترسره کیږي.
  • ماده خپلو خواصو ته په پام سره تفريق او ډلبندي کیږي. د ځينو مادو کثافت له نورو زيات دی. ځينې مادې د اوبو پر سر پاتې کيږي خو نورې ډوبيږي. ځينې مادې د بريښنا جريان تيروي خو نورې عايقې دي.
  • کله چې يو مخلوط تیار شي، د مخلوط د ځينو اجزاو خواص بدلون کوي خو د نورو بدلون نه کوي

که مالګه اوبو ته ورزياته شي د اوبو او د مالګې د محلول کثافت زياتيږي.‌ د کثافت دا زياتوالی د مالګې له هغه مقدار سره مستقيما متناسب دی چې اوبو ته ورزياته شوې ده.‌ هر څومره مالګه چې اضافه شي، د محلول کثافت هومره اضافه کیږي.‌

 د کثافت مفهوم د زده کوونکو او غټانو لپاره يو ډول ستونزمن دی. د کثافت فورمول کتله تقسيم په حجم دی. که زده کوونکي په دې فورمول کې اعداد هم وضعه نه کړي له ورایه د کثافت پر مفهوم پوهيږي. دوی پوهيږي چې که له مرمر څخه جوړه پياله او د ارې له بور څخه جوړه شوې پياله ولري، له مرمر څخه جوړه پیاله به درنده وي.‌ دوی په دې هم پوهيږي چې ونه له مرمر څخه ډيره درنده ده. د يو جسم کثافت يوازې کتله نه بلکې په حجم پورې يې هم اړه لري.‌ که موږ ووايو چې د مادې يوه نمونه پر بلې يوې زيات کثافت لري په دې معنی دی چې که د دواړو حجم يو برابر هم وي د يوې کتله زياته ده.

سوچه اوبه او مالګينې اوبه يوازې په کثافت کې توپير لري.‌ دا دوه اوبه د بريښنا د انتقال په وړتیا کې هم سره توپير لري. سوچه اوبه د بريښنا نیمګړې هادي دي خو مالګينې اوبه بريښنا په ښه توګه انتقالوي. څرګنده ده چې دا توپير يې په مالګه کې دی. د کيميا له نظره، مالګه له دوه عناصرو څخه جوړه یو مرکب دی.‌‌ د خوړو مالګه له سوډيم او کلورين جوړه ده.‌ کله چې مالګه په اوبو کې حل شي دا دواړه عناصر سره بيل او د آیونونو په بڼه آزاد حرکت کوي.‌ دلته د آیون معنی دا ده چې د سوډیم او کلورين اتومونه چارچ لري.‌ همدا چارچ دی چې مالګينو اوبو ته د بريښنا د انتقال اجازه ورکوي. په یوه محلول کې چې هر څومره مالګه زياته وي د بريښنا جريان هومره په ښه توګه انتقالوي.‌ د سمندر په تل کې ساينسپوهان له همدې خاصيت څخه په استفادې سره د اوبو د مالګې غلظت معلوموي. پلټونکي ساينسپوهان د اوبو په يوه نمونه کې د بريښنا جريان تيروي او بيا په اوبو کې د انتقال شويبريښنايي‌جريان اندازه معلوموي او په دې سره د نوموړې نمونې د مالګې اندازه معلوموي.‌

که موږ اوبو او مالګې ته له ګډولو وړاندې او وروسته پام وکړو وینو چې په يو لړ خواصو کې بدلون راغلی خو په نورو کې نه دی راغلی. سوچه اوبه یو مایع دی.‌ د مالګې ورزياتول هغه نه تغيروي.‌ مالګه کرستالي جامد دی.‌ همدا چې په اوبو کې حل شي نور یې کرسټالي ‌جامد نشو بللی.‌ خو مالګه په اوبو کې د حل کیدو وروسته هم خپل خواص لکه بوی او خوند ساتلی شي.

په لاندې پيوند کې تاسې په يوه محلول او په تیره بيا د اوبو او مالګې په محلول کې د بريښنا د جريان د انتقال په اړه لا زيات معلومات موندلی شئ:

http://www.newi.ac.uk/buckleyc/elect2.htm

د تودوخې انرژي

د تودوخې انرژي د اتومونو له حرکت څخه رامنځته کیږي.‌ ان د جامدو موادو اتومونه هم په حرکت کې راځي.‌ خو دا حرکت ډیر کوچنی دی چې موږ یې په سترګو نشو ليدلی.‌ کله چې د تودوخې انرژي يوې مادې ته ورزياته شي په نوموړې ماده کې د اتومونو ټولیز خوځښت زياتیږي.‌ موږ دا حرکت اندازه کولی شو او دې خاصیت ته د تودوخې نوم ورکوو.

د تودوخې انرژي په پرله پسې توګه په ټول کايناتو کې له يوه ځايه چې د تودوخې غلظت يې زيات دی بل ځای ته چې د تودوخې لږ غلظت لري، انتقال کوي.‌ د تودې کافي يوه پياله که پر میز کيږدئ تر يو وخته وروسته سړيږي.‌ د کافي د تودوخې انرژي هسې له منځه نه ځي؛ بلکې د پيالې چاپیريال ته انتقال کوي. توده کافي خپل د پاسه هوا توده کوي.‌ د تودوخې يو مقدار پيالې ته هم انتقال کوي.‌ کله چې پياله توديږي چاپیره هوا او میز ته یې تودوخه انتقال کوي.‌ د انرژۍ دا ډول انتقال تر هغه وخته روان دی چې کافي او چاپیريال تر منځ يې انډول موجود وي. په بل عبارت تر هغه وخته روان دی چې هر څه عين تودوخه ولري. يخ معمولا د خپل چاپیريال په پرتله ډیر سوړ وي له دې کبله له چاپیريال څخه تودوخه د يخ پر لور انتقال کوي،‌ يخ ته تودوخه ورکوي او مایع بڼې ته یې اړوي.‌

د تودوخې د دې انتقال مخنيوی موږ نشو کولی. اصلا دا پروسه د يو قانون په شکل وړاندې شوې ده چې د ترموډايناميک قانون يې بولي. که مخنیوی يې ونشو کولی لږ تر لږه یې جريان ورو کولی شو، خو شرط دا دی چې بايد پوه شو چې څه ډول کار کوي، معنی دا چې لومړی باید په ترموډایناميک پوه شو.‌

تودوخه معمولا په يو له درې لارو انتقاليږي. موږ د پخلي په بيلابيلو طریقو کې د تودوخې د انتقال د لارو بيلګې ليدلی شو.‌

هدايت يا کاندکشن

د مستقیم تماس له لارې له يوه جسم څخه بل جسم ته د تودوخې انتقال ته د تودوخې هدايت وايي. که چیرې تاسې د يشلې اوړه او يا د غوښې بوټۍ پر کړايي واچوئ، د يشلې اوړه او د غوښې بوټۍ دواړه په مستقیم ډول له ارکارۍ څخه تودوخه اخلي.‌ د ارکارۍ په منځ کې موجود اتومونه زیاته انرژي لري‌ او دا انرژي يې له نغري څخه اخيستلې ده. د لوړې انرژۍ لرونکي اتومونه چټک حرکت کوي.‌ کله چې خوراکي توکي له تاوده ديګ سره تماس پیدا کړي، انرژي ور انتقاليږي ځکه چې د تودې سطحې اتومونه د خوراکي توکو له اتومونو سره تماس پيدا کوي. دا تماس د خوراکي توکو اتومونو ته لا زياته انرژي او په دې توګه زیاته تودوخه ورکوي.‌

د تودوخې جريان [کانويکشن]

د تودوخې انتقال يوه مایع وسط ته اړتیا لري چې تودوخه انتقال شي.‌ په پخلي ‌کې هوا او تيل د عامو وسطونو په توګه کارول کیږي.‌ د تودوخې ليږدونکی اورغالی  لومړی هوا تودوي او بيا د دې لامل کیږي چې توده شوې هوا د خوراکي توکو پر سره بهير پیدا کړي.‌ د تودوخې لیږدونکي تنور تودوخه هوا ته انتقالوي، توده شوې هوا بيا د تودوخې انرژي خوراکي توکو ته ورکوي خو د تودې سطحې او د خوراکي توکو تر منځ مستقيم تماس موجود نه وي. په غوړیو کې د خوراکي توکو سره کول هم د تودوخې د انتقال مفهوم روښانه کوي.‌ په دې ډول پخلي کې غوړیو ته د تودوخې د انتقال د وسط په توګه اړتیا پيدا کيږي.‌ پر نغري کيښودل شوی لوښی له نغري څخه تودوخه اخلي. لوښی بيا خپله تودوخه د مستقيم تماس او يا د تودوخې د جريان له لارې غوړو ته ورکوي.‌ غوړي بيا خپله تودوخه هغه خوراکي توکو ته ورکوي چې تاسې یې ور اچوئ.‌

تشعشع يا وړانګنتیا [راډيشن]

تودوخه په تشه فضا کې هم انتقالیږي. دا ځکه سمه ګڼلی شو چې لمر زموږه سياره تودوي.‌ موږ د تودوخې دا ډول انتقال هغه وخت هم تجربه کوو چې خپل لاس د کباب پخولو د اورغالي د سکروټو د پاسه ونيسو.‌ که څه هم يو مقدار تودوخه له سکروټو څخه د هوا له لارې پورته کیږي خو ډیره نوره تودوخه شته چې زموږ لاسونو ته د څپو له لارې رارسيږي (لکه هغسې چې نور حرکت کوي). براویلينګ هم يو کانوينشنل تنور دی چې په عين طریقه کار کوي.‌ په تنور کې د نغري د پاسه تودونکې برخې تودوخه لاندې لاندې خوا د خوراکي توکو پر لور تشعشع کوي.‌

عايق کاري يا [انسوليشن]

هغه مواد چې د پخلنځي په اسبابو کې کارول کیږي معمولا د تودوخې ښه هادي وي. مس او اوسپنه هغه مواد دي چې د پخلنځي په اسبابو کې ډیر کارول کیږي.‌ دا عناصر ځکه کارول کیږي چې د اتومونو له لارې يې تودوخه په چټکۍ او اسانۍ انتقاليږي.‌ لرګی د تودوخې يو کمزوری هادي دی.‌ کله چې له تودې سطحې سره په تماس کې راشي د تودوخي انرژي یې له منځه په ښه او چټکه توګه نه تيريږي‌.‌ له دې کبله لرګی د چاینکو او ارکاريو په لاستو کې کارول کیږي.‌

د کانویکشن پر بنسټ په جوړو شويو تنورونو کې هوا د تودوخې د انتقال د وسط په توګه کار کوي خو پخپله هوا تودوخه په ښه توګه نشي انتقالولی.‌ برخلاف؛ هوا د عايق یوه ښه وسیله ده.‌ ترموز د داخل او بهر تر منځ هوا کاروي چې د تودوخې د انتقال مخنيوی وکړي.‌ خو توپير يې په دې کې دی چې په ترموز کې حصار شوې هوا د حرکت اجازه نه لري.‌ روانه هوا له يوه تاوده جسم څخه تودوخه لرې کوي.‌ خو بيا هم هوا د تودوخې ډیره ضياع نه رامنځته کوي.‌ هغه څوک په دې حقیقت ښه پوهیږي چې په توده ورځ کې چې هيڅ تیز باد په کې نه لګيږي بهر ته  وتلی وي او بيا د يو ناڅاپی باد څپه پر ولګیږي.

ستاسې د کور عايق کاري ښايي د فایبرګلاس يا پشم شيشه نه جوړ شوی وي. دا مواد لکه چې له نوم نه يې ښکاري داسې ښيښې دی چې د نريو تارونو په څیر اوبدل شوي دي.‌ ښيښه يو ډیر ښه عايق دی. خو فايبرګلاس د عايق کاري دا قابليت له دې کبله زياتوي چې یو مقدار هوا په خپل منځ کې حصاروي. دا هوا په هغو ځایونو کې بنده ساتل کیږي چې د فايبرګلاس د تارونو د شبکې په منځ کې پروت دی او ستاسې د کور د دیوالونو له لارې د هوا انتقال ورو کوي.‌

صعودي قوه او د لامبو په حالت د يوه جسم ساتنه

د اوبو پر سر د يو جسم پاتې کیدل د نوموړي جسم په کثافت پورې اړه لري.‌ دا مفهوم زده کوونکو او غټانو لپاره په يو ډول ستونزمنه ده. د وزن او کثافت تر منځ مغشوشتیا لکه د کتلې او وزن ده.‌ که له يو چا پوښتنه وکړئ چې فولاد دروند دی که لرګی، ښايی ځواب درکړي چې فولاد.‌ خو که بيا يې وپوښتئ چې د يوه ميخ او د تليفون پایې په اړه څه نظر لري، ښايي‌ځواب کې يې بدلون راشي.

large_picture_discreption-pashto-_finaldocx_0.png

کثافت د سرعت په څير دی په دې معنی چې یو داسې اندازه ده چې د دوه نورو اندازو تر منځ ارتباط رامنځته کوي. د کثافت فورمول کتله تقسيم پر حجم دی. که زده کوونکي په دې فورمول کې اعداد هم وضعه نه کړي له ورایه د کثافت پر مفهوم پوهيږي. دوی پوهيږي چې که له مرمر څخه جوړه شوې پياله او د ارې له بور څخه جوړه شوې پياله ولري، له مرمر څخه جوړه پیاله به درنده وي.‌ دوی په دې هم پوهيږي چې ونه له مرمر څخه ډيره درنده ده. د يو جسم کثافت يوازې کتله نه بلکې په حجم پورې يې هم اړه لري.‌ که موږ ووايو چې د مادې يوه نمونه پر بلې يوې زيات کثافت لري په دې معنی دی چې که د دواړو حجم يو برابر هم وي د يوې کتله زياته ده.  

 

د لامبو په حالت کې د يو جسم ساتنه اصلا د هغو مایعاتو له خوا پر جسم د يوې قوې د واريدولو له کبله رامنځته کيږي چې جسم په کې پروت دی. د اوبو پر سطحه د يو جسم د پاتې کيدو پر خاصيت د بحث پر مهال د مایعاتو له منځه د اوبو نوم زموږ پر ژبه زيات راځي. خو دا قوه په هر مایع کې فعاله او ان په هوا کې هم شتون لري.‌ او په لاندې ډول کار کوي:

 

د اوبو يوه سطل ته ډبره ور واچوئ. همدا چې ډبره اوبو ته دننه شي اوبه بيرون ټيله کوي. موږ وايو چې ډبرې اوبه باد کړې. او بالاخره ډبره په بشپړه توګه په اوبو کې ډوبيږي. خو په همدې مهال کې ډبره د اوبو هومره حجم بې ځایه کوي چې له خپل حجم سره یې برابر دی.

 

موږ ويلی شو چې ډبرې د ډبرې د اندازې هومره اوبه تيتې کړې دي. اوس اوبه له هرې خوا پر ډبره فشار راوړي.‌ په هغه قوه چې اوبه يې پر ډبره واردوي د هغو اوبو له وزن سره برابره ده چې د ډبرې هومره حجم لري. که ډبره ستاسې د ورغوي په اندازه وي. اوبه پر ډبره ستاسې د ورغوي په اندازه اوبو د وزن هومره قوه واردوي. د زياترو ډبرو کثافت له اوبو څخه ډیر لوړ دی.‌ د ډبرې وزن، د ډبرې هومره اوبو له وزن څخه ډیر زيات دی.‌ له دې کبله ډبره په اوبو کې ډوبيږي.‌

 

راځئ چې اوس د لرګي يوه کونده د اوبو په سطل کې واچوو.‌ کونده تر هغه وخته په اوبو کې ډوبيږي څو چې د کوندې د وزن هومره اوبه یې بيرته پورې وهي.‌ د لرګیو کثافت له اوبو څخه کم دی نو مخکې له دې چې په اوبو کې بشپړ ډوب شي د اوبو له خوا وارده شوې صعودي قوه رارسيږي چې لرګی د اوبو پر سر د لامبو په حالت کې وساتي.‌ له دې کبله لرګی د اوبو پر سر لامبو وهي.‌

 

ويل کیږي چې لرګی او ډبره دواړه د اوبو پر سر د دريدو وړتیا لري.‌ خو ډبره چې ډوبيږي منفي او لرګی چې د اوبو پر سر دريږي په اوبو کې د لامبو مثبته وړتیا لري. کیدای شي چې يو جسم خنثی صعودي قوه هم ولري. هغه جسم چې خنثی صعودي قوه لري نه ډوبيږي او نه د اوبو پر سر دريږي. کبان کولی شي د یوې داخلي هوايي‌ کڅوړې په اندازه کې د بدلون د رامنځته کولو له کبله خنثی صعودي قوه رامنځته کړي.‌

 

دا لاندې ويبسايټ ښوونکو لپاره د بايونسي په اړه لا زیات معلومات برابروي:

http://www.pbs.org/wgbh/nova/lasalle/buoybasics.html http://www.aquaholic.com/gasses/archem.htm

 

د اوبو د جوش ټکی

اوبه د سانټي ګريډ په ۱۰۰ درجو کې په جوش راځي.‌ دا خبره هغه وخت رښتینې ده چې تاسې پر ځمکه د بحر پر سطحه موقيعیت ولرئ. دا د هوا د فشار له کبله پيښيږي. که تاسې په لوړ ځای کې موقيعيت ولرئ، د هوا فشار د کموالي له کبله د اوبو د جوش نقطه هم ښکته کیږي. د بيلګې په توګه، اوبه په يوه ډبرين غره کې چې لوړوالی يې د سمندر له سطحې څخه ۱۰۰۰۰ فوټه لوړه وي د سانټي ګريډ په ۹۰ درجو کې په جوش راځي. که تاسې په يوه داسې ځای کې موقيعيت ولرئ چې د سمندر له سطحې څخه ټيټ وي، د هوا فشار به هم لوړ او د اوبو د جوش نقطه به لوړه وي.‌ که تاسې په هر ځای کې موقيعيت ولرئ د هماغه ځای لپاره د اوبو د جوش ټکی ثابت دی.‌

 

کله چې يو مايع په جوش راشي د تودوخې درجه یې تر هغه وخته پورې ثابته پاتې کيږي چې ټول مایع په ګاز بدل شي.

 

په لاندې ویبسايټ کې يو چارټ دی چې د بحر له سطحې څخه په مختلفو لوړو او ژورو موقيعيتونو کې د اوبو د جوش نقطه ښيي: http://www.apo.nmsu.edu/site/directory/kloomis/bpH2O.html

 

جاذبه [مګنيټزم]

د مګنيټيزم له ځواک څخه په استفادې سره ریګ له اوسپنې (يا فولادو) څخه بيلوي. دا کار د ځينو هغو فلزاتو له ځانګړو خاصیتونو له کبله ممکن دی چې دوی ته د یوې مقناطيسي ساحې پر وړاندې د عکس العمل وړتیا ورکوي. د همدې خاصيت له کبله فلزات يوې مقناطيسي ساحې ته راکښل کیږي. کله چې مقناطيسي ساحه پياوړې او د فلز نمونه کوچنۍ وي، د فلز نوموړې ټوټه د مقناطیسي ساحې د کرښو په اوږدوالي کې د مقناطيس پر لور حرکت کوي.

 

خو ريګ دغه ځانګړی خاصيت نه لري او د مقناطيسي ساحې پر وړاندې غبرګون نه ښيي. مقناطیس په خپل چاپیريال کې مقناطیسي ساحه جوړوي.‌ د دې مقناطيسي ساحې مساحت د مقناطيس په جسامت پورې اړه لري. دا مقناطيسي ساحه ځينې شيان راکاږي خو ځيني نشي‌ راکاږلی. فلزي اجسام زياتره وخت مقناطيسي ساحې ته راجذبيږي خو ټول فلزات مقناطيسي نه دي.‌ هغه مواد چې مقناطيسي وي د مقناطيس پر لور راکاږل کیږي.‌ خو بيا هم د دې راکاږلو ځواک د مقناطيس په جسامت پورې اړه لري.‌

 

د بريښنايي چارجونو حرکت هم مقناطیسي ساحه رامنځته کولی شي.‌ د مقناطیس په منځ کې اتومونه داسې اليکترونونه لري چې په پرله پسې توګه د هستې چاپيره د حرکت په حال کې دي.‌ دغه خوځنده چارچ د بريښنا يو کوچنی جريان رامنځته کوي.‌ د بريښنا دا جريان یوه مقناطيسي ساحه رامنځته کوي.‌ له دې کبله هر چورليدونکی الیکترون پخپله يو کوچنی مقناطیس دی. دوه اليکترونه چې په عين مسير چورلي یوه غښتلې مقناطیسي ساحه رامنځته کوي. که د اليکترون يوه جوړه په مخالف مسیر وچورلي، يو بل دفعه کوي او هيڅ ډول مقناطيسي ساحه نه رامنځته کیږي. دا په ځينې موادو لکه پلاسټیک،‌ لرګیو او نورو کې پيښيږي. د اوسپنې په څیر موادو کې ټول اتومونه به يو کتار کې سميږي چې په پايله کې يې په هر اتوم کې د الیکترون دوران تقریبا يو ډول وي.‌ له دې کبله اوسپنه مقناطيسي ساحه جوړولی شي.

 

د مقناطيس په اړه د نورو معلوماتو لپاره، ښوونکي لاندې ویبسايټ ليدلی شي:

http://www.wondermagnet.com/dev/magfaq.html#q18

 

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.