د افغانستان لپاره پرانیستی او وړیا سرچینی

فلټر

سید جمال‌الدین افغاني: ستر شخصیت او سپک تورونه

     
51 لیدنې
0

دا کتاب د ستر اسلامي مفکر، سیاستوال او د اصلاح غوښتنې مخکښ سید جمال‌الدین افغاني د ژوند، افکارو او تاریخي مبارزې په اړه لیکل شوی. لیکوال زاهد جالي هڅه کړې چې د افغاني ژوند له بېلابېلو اړخونو پرده پورته کړي، د ده تاریخي ونډې وڅېړي، او هغه ناسم تورونه رد کړي چې پر ده پورې شوي دي.

په کتاب کې د سید جمال‌الدین د سیاسي هڅو، اسلامي وحدت غوښتنې، د استعمار پر ضد دریځ، او د ده پر وړاندې د وخت د قدرتونو چلند او تورونو ته کتنه شوې ده. دا اثر د افغاني د ژوند او افکارو د معرفي ترڅنګ، لوستونکو ته دا پیغام ورکوي چې تاریخي شخصیتونه باید له انصاف سره وپېژندل شي.


د دی مطلب په هکله
په لاندې ژبو کې موجود دی
د سرچیني کچه
هره کچه
د مطلب ډول

کتاب

لیکونکی

زاهد جالي

جواز/ د چاپ حق لرونکی

CC BY / CC BY-SA

0 نظر (نظرونه)