بند امیر (عکسونه)
ځيني په دې اند دي چې دامير بند(ديوال) يو طبيعي بند دى چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کيږي، خو دامير دبند په اړه له تيرو وختونو نه ډيرې زياتې کيسې موږ ته راپاتې دي. داکيسې له ډيرو پخوازمانو راهيسې له يوه نسله بل نسل ته انتقال شوي دي. دې بند يوه ستره ګټه داده چې هيڅکله يې اوبه نه کميږي او تل په يوه حال وي. حتى په هغو څوکلنو د يادونې وړ پرله پسې وچکاليو کې هم ددې بند اوبو عادي حالت درلود.ددې بند بله ګټه داده چې د کرنې د ځمکې په اوبه کولوکې هم ترې کار اخيستل کيږي او دبلخ ترولايت پورې کروندګر ددې بند له اوبو کار اخلي. د دی ښکلی بند یو څه عکسونه چی ما نیولی ده، دلته تا سو ته وړاندی کوم.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.