فایل: د شناخت نمبر(آی دی)
pdf د دي فایل د داونلود کولو لپاره سیستم ته ننوڅئ.د دې مقالې تطبیقي ساحه په اوس مهال کې د اده چې داود خان د خپلې واکمنۍ پرمهال د نړیوالو قدرتونو (شوروي امریکا) او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان له خوا د ستونزو سره مخ و. شوروي هم د داود مخالفین تقویه کول او امریکا هم له مرستو ډډه کوله. په هبواد کې چپ او راست سیاسي جریانونود ده سره مرسته نه کوله. اوس هم د افغانستان دولت د شوروي او پاکستان د مداخلې په وجه د امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ ده. اوس مهال هم په داخل کې ځینې سیاسي قوتونه د دولت سره مرسته نه کوي او په هره برخه کې ورته ستونزې پیداکوي. بهرني هېوادونه هم د هغوی سره مرسته کوي، خو اوس شرایط د داود خان له واکمنۍ سره دومره فرق لري، چې اوس نړیوال ځواکونه موجود دي او د دولت د سقوط ویره نشته. د داود خان حکومت ډیر ژر د مخالفینو په مقابل کې سقوط وکړ. د داود خان د واکمنۍ په څېر اوس هم روسیې، امریکا او ګاونډیو هیوادونو پوره اغیز موجود دی. دولت باید د هغوی اغیز ته جدي پاملرنه وکړي، د سیاسي جریانونو اړیکې باید د بهرنیو هېوادونو سره وڅاري او سیاسي پیښو ته اهمیت ورکړي تر څو موجود وضیعت کنټرول شي. موږ د نیازی صاحب څخه منندوی یو چې په درخت دانش کتابتون کی د دې کتاب د خپرولو اجازه یی راکړه.
د دی مطلب په هکله
په لاندې ژبو کې موجود دی
د مطلب ډول
لیکونکی
پوهندوي مستعلی نیازی
نشرکوونکي
جواز/ د چاپ حق لرونکی
CC BY / CC BY-SA
