×

د رضاکار پېژندنه: روهینا خرم

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له روهینا خرم سره زموږ لنډه مرکه لاندې ولولئ:

تاسو څه شی هڅولي چې د داوطلب ژباړونکي په توګه درخت دانش کتابتون لپاره کار وکرئ ؟

د طب د یوه زده کونکې په توګه، زه باور لرم چې زده کړه یو بدلون راوستونکی ځواک لري، او دا زه هڅولی یم چې د افغان محصلینو لپاره د درخت دانش له لارې د طبي کتابونه او موضوعات وژباړم. زه د طبي معلوماتو په اهمیت د کیفیت لرونکي روغتیایی پاملرنې چمتو کولو کې پوهیږم. زه هیله لرم چې د خپلې پوهې په شریکولو سره، و کړای شم  چې د دې زده کونکو په ځواکمنولو کې رول ولوبوم ترڅو دوی په ټولنه کې د مسلکي روغتیا پاملرنې چمتو کونکي شي. دا زما لپاره ښه فرصت دی چې د دوی لپاره د روښانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړم، که څه هم زه د خپلو زده کړو او مسلک په دوام کې له ډېرو ستونزو سره مخ وم، کله چې افغانستان د طالبانو له خوا ونیول شو، زه د طب محصل وم. له بده مرغه طالبانو نجونو ته د زده کړې او کار کولو آزادي نه ده ورکړې. زما له دردونو سره ګډې هیلې چې یوه ورځ به وکولای شم چې خپلې زده کړې بشپړې کړم او د یو ازاد انسان په توګه د کار کولو حق مې وکاروم، زما لپاره خورا هڅونکی دی. 

ځینې ​​سرچینې او موضوعات چې تاسو ته د ژباړنې لپاره خوندوړ ول کوم دي؟

د ټولو هغو موضوعاتو په منځ کې چې ما پری کار کړی، د "ځنګلي حمام" مقالې ژباړه زما لپاره خورا په زړه پورې او ګټوره وه. دا مقاله ماته ډیره زړه راښکونکي راښکاره شوه ځکه چې دا د طبیعت او هوساینې ترمینځ ژوره اړیکه کشف او بیانوي. زه باور لرم چې دا ډول موضوعات به د افغان محصلینو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره به خورا ګټور وي. د دې مقالې ژباړه زما لپاره ډیره ګټوره تجربه وه، ځکه چې د نویو ټکو په یادونئ سره، د طب په برخه کې زما لید او علاقه  یې له یوه پراخې ساحې سره ونښلاوه.

په افغانستان کې د پوهنې راتلونکي لپاره ستاسو هیلې څه دي؟

زه د یوه داسې راتلونکي په اړه فکر کوم چې په افغانستان کې زده کړه د جنسیت پام کې نیولو پرته د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او مساوي وي. زه هیله لرم چې په داسې ټولنه کې ونډه واخلم چې هر فرد په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د زده کړې او د علم د پیاوړتیا له لارې وده وکړي. زه د درخت دانش اکادمی ټول ارزښتناکو فعالیتونو او خدماتو څخه ډیره مننه کوم.