د کتابدارۍ او د لوست د کلتور د ترويج په اړه عمومي معلومات
کتابداري هغه علم دی چې د کتابونو د ادارېو ساتنې او راټولنې او همدا راز د پوهې د توسعې، توزېع او وېشنې سره سروکار لري. د دې کار لپاره د مديريت پرمختللي ميتودونه کاروي؛ څو د بشر او ټولنې د پرمختګ لپاره خدمت وکړي. يو کتابدار هغه څوک دی چې بايد د پوهې د ادارې او توزېع مهارتونه ولري او بايد له کمپيوټر، سايکالوژۍ، ټولنپوهنې، رياضياتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سره بلدتيا ولري. د وروستۍ معلوماتي ټکنالوژۍ په کارونې سره کتابدار کولای شي په دقيقه توګه او ژر د ګټه اخيستونکي له اړتيا سره معلومات ورته وړاندې کړي.په دي زده کړه ایزي لارښوونی کی تاسو د کتابداری په هکله بشپړ معلومات تر سره کوي.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.