خوند څکل
موږ د خپلو حسونو په واسطه پوهه تر لاسه کوو. . موږ د خپلې خوښي او يا نا خوښي پوهه تر لاسه کوو. مونږ د خلکو، ځايونو، او شيانو په هکله پوهېږو. زموږ حسونه مونږ سره مرسته کوي چی هره ورځ نوي شيان وپېژنو. زموږ د ذايقې حس زموږ سره مرسته کوي تر څو د خپل نړۍ په خوندونو باندې پوه شو.
موږ څلور اساسي خوندونه څکو: خواږه، تروش، مالګين، او ترخه. د شهد او بورې خوند خوږ دی . د خوند کڅوړې د ژبې په مخکينۍ برخه کی خواږه خوندونه معلوموي. ليمو ګان تروش خوند لري . د خوند کڅوړې د ژبې په وروستنۍ برخه کې تروش خوندونه معلوموي.
چپس مالګين خوند لري. د ډېرۍ خلکو د مالګين خوند کڅوړې د دوی د ژبو په مخکينۍ برخه کی شتون لري. د ځينو خلکو د مالګينو خوند کڅوړې د دوی د ژبو په ټولو برخو کې شتون لري. د کېلې د پوستکي او يا او تور کاکاو چاکلېټ څخه شخوند وکړي ، دوی تريخ خوند کوي. ستاسو د ژبې په وروستنۍ برخه کې د خوند کڅوړې د تريخ ذايقې خوندونه معلوموي.
د خپل د ذايقې له حس نه مو خوند واخلی، څومره چې ستاسو عمر زياتيږي دا حس کمزوری کېږي. د خوند کڅوړې د عمر په تېرېدو سره ورکيږي. د نوي زېږېدلي ماشومانو د خوند کڅوړې د دوی د خولو په ټولو برخو کې وي. د دوی د خوند کڅوړې د دوی د ژبې په سر، د خولی څنګونو او پورتنيو برخو کې وي. ماشومان د خپلو خوراکي توکو خوند په چټکی سره احساسوي.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.