×

هډوکي


stkhwn_h_frsy.jpgهډوکي ژوندي غړي دي چې وزن يې کم خو کلکوالی يې ډير دی. د يوه بالغ سړي په بدن کې ۲۰۶ هډوکی دي چې دا شمير په نویو زيږيدلو ماشومانو کې ۳۰۰ ته رسيږي. د شیدې خوړولو پر مهال، يو لړ هډوکي له نورو هډوکو سره يو ځای کیږي او لوی هډوکي جوړ کړي. کله چې عمر ۲۵ کلونو ته ورسيږي، د هډوکو د ودې بهير بشپړيږي، په دې معنی چې د دې عمر وروسته نورو وده نه کیږي.

هډوکي په بدن کې ګڼې دندې ترسره کوي، چې له منځه يې:

  1. د بدن جوړښت برابروي
  2. حرکات او ملاتړ اسانه کوي
  3. د بيلابيلو داخلي غړو ساتنه کوي
  4. د وینې حجرات توليدوي
  5. هډوکي هغه منرالونه ذخيره کوي چې د بدن لپاره مهم دي. کله چې بدن د ټاکلو منرالونو له کموالي سره مخامخ شي، هډوکي دغه منرالونه د وينې جریان ته آزادوي.
  6. هډوکي فلزات او نور زيان رسونکي عناصر ذخيره کوي. هډوکي د اطراح له لارې د دې مضره موادو له مسموميت څخه بدن ژغوري.

۲۰۶ هډوکي په لاندې ډول دي:

د انسان ککره ۲۲ هډوکی لري. د ککرې هډوکي د دماغ د ساتنې تر څنګ مخ ته شکل ورکوي. په منځني غوږ کې ۶ هډوکي دي. د بدن تر ټولو کوچنی هډوکی په منځني غوږ کې دی. د رکاب په نوم ياديږي او د غوږ د پردې تر شا پروت دی. دا هډ له 0.1 څخه تر 0.13 انچه جسامت لري. ستونی يو هډ لري. په اوږه کې 4 هډونه دي. ګوګل چې له ستوني نيولې بيا د خيټې تر پاسنۍ برخې پورې ادامه لري او د سینې برخه جوړوي له 25  هډونو جوړ دی. دا برخه د پښتيو کپس (د سينې کپس) په نامه ياديږي چې د زړه، ځيګر او د سږو ساتنه کوي. د فقراتو ستنه چې د ملاتير يې هم بولي، له 24 هډونو جوړ دی. بازو له دوه هډونو، ليڅه له څلورو او لاسونه له 54  هډونو جوړ دي. کونغري يا لګن خاصره چې کاسې ته ورته جوړښت لري او د ملاتير پرې ولاړ دی، له 4 هډونو جوړ دی. ورنونه 2  هډوکي لري. لينګي 6  هډوکي لري. پښې له 52 هډونو جوړې دي.

د انسان په بدن کې تر ټولو اوږ هډ فيمور دی چې په ورانه کې موقيعيت لري. فيمور هډ په منځني ډول 19  انچه اوږدوالی لري او د یوه بالغ انسان د وزن 30  برابر پورته کولی شي.

هډوکي په بنسټيزه توګه له کلسيم، فاسفورس، سوډيم، نورو منرالونو او کولاجن مادې څخه جوړ شوي دي.

د هډوکو جوړښت له بيلابيلو طبقو څخه جوړ شوی دی. د هډوکي بهرنۍ طبقه د پيراوستيوم Periosteum په نامه ياديږي. دا يوه غليظه نرۍ پرده ده چې عصبي تارونه او د هډوکي د تغذيې لپاره د وينې رګونه لري. بله طبقه يې د کيښکلي هډ ده چې هوار، سپين او ډير کلک دی. دا هغه برخه ده چې اسکليټ ته په کتلو سره يې سړی ليدلی شي. هډ ګڼې داخلی طبقې هم لري. دا طبقې سفنجي هډ جوړوي چې سفنج ته ورته جوړښت لري. سفنجي هډ د کيښکلي هډ هومره کلک نه دی خو بيا هم ډير غښتلی دی. سفنجي هډ په عمومي توګه د هډوکي داخلي برخه ساتي چې د هډوکي مغز دی. د هډوکي مغز د وينې د حجراتو د توليد دنده ترسره کوي.stkhwn_h_frsy1.jpg

هډوکي بيلابيل شکلونه لري. ځينې اوږده دي لکه هغه هډوکی چې په ورانه کې دي. ځينې يې لنډ دي لکه هغه چې په مړوند او ښنګري کې دي. ځينې هډوکي هوار دي لکه هغه چې په کوپړۍ کې ليدل کيږي. نور يې لکه د کوناټي هډوکی نامنظم شکلونه لري. ځينې يې کونځلې ته ورته شکل لري. ځکه په دې نوم ياديږي چې  د کونځلې له تخم سره ورته والی لري. د زنګون هډوکی، کونځلې ته د ورته هډوکي يوه بيلکه ده.

اوسټيولوژي هغه علم دی چې هډوکي څيړي. د هډوکو مطالعه د انسان په اړه زيات حقايق موږ ته راښيي. د هډوکو مطالعه د يو سړي عمر، د اخيستل شوي خوراک ډول او د سړي د جنس په ټاکلو کې مرسته کوي. همداراز د هډوکو مطالعه د یو سړي د عاداتو او کولتور په اړه هم موږ ته معلومات راکوي. د اوسټيولوژي څيړنه په لرغونپوهنه او د جرايمو په ثبوت کې هم مرسته کوي.

د هډوکو ساتنه او تقويه د ټاکلو ويټامينونو او منرالونو پورې اړه لري چې يو سړی يې اخلي. د کلسیم اخيستل، چې په حيواني توليداتو لکه شيدو او مستو کې پيدا کيږي، د هډوکو د ودې په بهير کې مرسته کوي او دا ډاډ هم ورکوي چې نوموړی سړی په خپلو هډوکو کې يوه ذخیره جوړه کړې ده. پر دې برسيره، تمرين، لوبې، نڅا او ان باغونو کې کار کول له هغو ښو طريقو څخه دي چې د هډوکو په وده او غښتلتيا کې مرسته کوي.

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.