×

د چاپیریال له شرایطو سره د حيواناتو توافق


راځئ چې د ځمکې پر سر ځينې بيلابيل ځايونه په نظر کې ونيسو. آیا سحرا مو ليدلی ده؟ په شمالي قطب کې څه ډول ده، او يا د استوا پر کرښه څه ډول ده؟ د ځمکې پر سر ځينې سيمې تودې او وچې دي او ځينې نورې سړې او کنګل دي. په ځينو سيمو کې ګڼ ځنګلونه او په نورو کې جبې دي. آیا تاسې به په دې ځايونو کې ژوند وکړئ؟

حيوانات په دې ټولو بيلابيلو سيمو کې ژوند کولی شي ځکه چې دوی خپله بڼه داسې رغولې ده چې د خپلې استوګنې له چاپيريال سره په ښه ډول جوړيږي. موږ دې ته توافق وايو. راځئ چې هغو دوه طریقو ته کتنه وکړو چې دوه حیوانات لکه اوښ او قطبي یږه يې له لارې له خپل چاپيريال سره توافق کوی.

اوښان زياتره په سحرا کې اوسيږي چې ګرمه او وچه ده. زياتره خلک په دې اند دي چې اوښان پخپل کوهان کې اوبه ګرځوي، خو دا خبره سمه نه ده. د کوهان زياتره برخه شحميات دي – چې د اوښ خوراکي ذخيره جوړوي. که يو اوښ د زيات وخت لپاره خوراک و نه کړي کوهان يې کوچنی او هواريږي. د دې دليل چې ولې اوښ ۷ ورځې له اوبو پرته ژوند کولی شي دا دی چې اوښ په يو وخت کې ۸۰ ليټره اوبه څښلی شي. که تاسې دومره اوبه وڅښي ښايي نس مو وچاودي! اوښ داسې اوبه هم څښلی شي چې د نورو حيواناتو لپاره زياتې تروې وي. اوښان له بوټو هم اوبه اخيستلی شي. د اوښ کلکې خولې او تيرو غاښونو داسې توافق ترلاسه کړی دی چې اوښ کلک او ازغن بوټي خوړلی شي. په سحرا کې له ژوند سره د توافق يوه بله بيلګه د اوښ پلنې پښې دي چې په ريګ کې نه خښيږي. اوږده باڼه او اوږدې سږمې چې بندولی يې شي، په سترګو او پزه کې د ريګونو د ننوتلو مخنيوی کوي.

د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندنی ورد او یا پی دی اف فایل راښکته کړی.

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.