×

مهاجرت، توافق او ژمنی استراحت


مهاجرت، توافق او ژمنی استراحت

 

کله چې ژمی راورسيږي، انسانان تودې جامې او درندې کورتۍ اغوندي. همداراز موږ د خپل خوراک زیاتره برخه د خوراکي توکو له هټۍ څخه رانيسو. د ژمي په رارسيدو سره زموږ د خوراکي توکو هټۍ ګانې نه بنديږي. خو د حيواناتو ژمی داسې نه دی. حيوانات خپل خوراک په طبيعت کې پیدا کوي. دوی د اغوستلو لپاره جامې نه لري، نو د ژمي له راتلو سره به څه کوي؟

حيوانات ژمي ته له درې لارو تياری نیسي. مهاجرت کوي، له شرايطو سره توافق کوي او يا ژمنی استراحت کوي. د حيواناتو له هر يوې نوعې څخه موږ ښه پوهيږو چې د درې ګونو طريقو له منځه له کوم يوې څخه کار اخلي چې له ژمي ژوندي ووځي.

ځينې حيوانات په ژمي کې مهاجرت کوي. په دې معنی چې دوی داسې ځايونو ته کډه کوي چې هلته موسم تود وي او په څنګ کې يې خوراک هم پيدا کولی شي. زیاتره مرغان په مني کې تودو سيمو ته کډه کوي چې له ژمي څخه ژوندي ووځي. ځينې مرغان لکه قاز [زاڼې]، په لويو کتارونو کې مهاجرت کوي. کله چې د يو تاوده ځای پر لور کډه کوي تاسې د زاڼو کتار د V په شکل ليدلی شئ چې شور يې هم اوريدل کیږي. ټول مرغان په ډله ييزه توګه کډه نه کوي. ځينې يې يوازې مهاجرت کوي.

sort_sol_pdfnet.jpg

ساينسپوهان اوس هم په دې تحقیق کوي چې مرغان څه ډول د مهاجرت وخت پيژني. ګڼ ساينسپوهان مهاجرت د بدلون د هغې دورې برخه بولي چې مرغه ورڅخه تيريږي. دغه دوره د ورځې د رڼا او موسم کې د بدلون له لارې کنټروليږي.

مرغان په خورا اوږده فاصله کې الوتلی شي. د بیلګې په توګه، د شمالي قطب ته څیرمه داسې مرغان ژوند کوي چې د ژمي لپاره د ټول جنوب فاصله وهي چې انټارکټيکا ته ورسيږي. دوی هر پسرلی شمالي قطب ته راستنیږي. خو ځينې مرغان لنډ مزلونه وهي.

نور حیوانات هم مهاجرت کوي. د بيلګې په توګه، ځينې ماښام څکلکي، ګوزن او نهنګان هر ژمی د خوراک د موندلو لپاره سفر کوي. ګڼ کبان د جنوب پر لور سفر کوي او يا نور هم ژورو او تودو اوبو پر لور خوځيږي. ځينې حشرات هم مهاجرت کوي. د بيلګې په توګه شاهي بورا خپل دوبی په کاناډا او شمالي امریکا کې تیروي خو د ژمي لپاره د جنوب پر لور تر ميکسيکو پورې ځي.

ځينې حيوانات په ژمي کې فعاله پاتې کيږي او د موسم له بدلونونو سره توافق ښيي. د دې لپاره چې ځانونه تاوده وساتي يو لړ حيوانات په مني کې نوی ضخيم پت راپورته کوي. ځينې حيوانات لکه موږک او موش خرما په مني کې اضافه خوراک راغونډوي او د ژمي د خوراکې لپاره يې زيرمه کوي. نور حيوانات بيا په ژمي کې د خپل خوراک عادت ته تغير ورکوي. د بيلګې په توګه، سره کيدړه په پسرلي، دوبي او مني کې ميوې او حشرات خوري. خو په ژمي کې دا خوراکونه نشي پيدا کولی او له دې کبله وړوکي موږګان خوري. دا حیوانات د خپلو عاداتو په بدلولو د موسم له تغیراتو سره توافق ښيي چې د يخ ژمي په مياشتو کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

نور حیوانات لکه ايږې په ژمي کې استراحت کوي. ژمنی استراحت يو ډول ځانګړی ژور خوب دی. د يوه حيوان د بدن د حرارت درجه لويږي. پر دې سربيره يې د زړه ضربان او تنفس کمیږي. دا د دې لامل ګرځي چې حيوان ډیره کمه انرژي مصرف کړي.

په ژمي کې د حيواناتو لپاره يوه لويه ستونزه د کافي خوراکي توکو موندل دي. که د يوه حيوان لپاره د خوراک د اصلي منبع، لکه د شنو وښو موندل په ژمي کې ستونزمن وي، ژمنی استراحت کوي. ژمنی استراحت هغه ځانګړی ژور خوب دی چې حيوان ته د انرژي د ذخيرې توان ورکوي او په ژمي کې په خورا لږ او يا نشت خوراک سره ژوند ته دوام ورکولی شي.

زياتره هغه حيوانات چې ژمنی استراحت کوي په يو نه يو ډول د ژمي لپاره چمتوالی کوي. ځينې حيوانات د ځان لپاره هغه خوراک ذخيره کوي چې بيا د لنډ مهال لپاره د راويښيدو پر مهال يې وخوري. ګڼ هغه حيوانات چې ژمني استراحت ته ځي په مني کې اضافه خوراک کوي. دا خوراک بيا د بدن د وازګې په توګه زيرمه کيږي چې وروسته بيا د انرژي لپاره کارول کیږي. هغه حیوانات چې ژمني خوب ته ځي دوه ډوله وازګه لري. يوه ډول يې عادي سپينه وازګه ده. خو بله يې يو ډول ځانګړې خړه وازګه ده. خړه وازګه د حيوان مغز، زړه او سږي ته څيرمه کوچني داغونه جوړوي. دا ځانګړې وازګه بيا د حيوان د راويښيدو پر مهال د دې غړو د تودولو لپاره زیاته اندازه انرژي آزادوي.

ځينې حيوانات داسې ژور خوب ته ځي چې راويښول يې ستونزمن کار وي او ان مړه کیږي. د بیلګې په توګه، د ژمني استراحت پر مهال د لرګی خوړونکي حيوان د زړه ضربان په دقیقه کې څلورو ته راښکته کیږي. د حرارت درجه يې ۳۸ فارنهايټ ته ښکته کیږي. خو په عادي حالت کې د لرګي خوړونکي د حرارت درجه د فارنهایت ۹۸ ته رسيږي او په يوه دقیقه کې يې د زړه ضربان تقريبا ۸۰ ته رسيږي. او لکه چې تاسې يې وينئ، ژمنی استراحت د حيوان څیره په جدي توګه بدلوي. ايږه، ګند راسو Skunk، امريکايي موش خرما Chipmunk د هغو حيواناتو څو بيلګې دي چې ژمني خوب ته ځي.

 

 

پوښتنې

لاندې خالي ځايونه ډک کړئ

  1. حيوانات خپل خوراک په ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کې پیدا کوي.
  2. په ژمي کې د حيواناتو لپاره يوه لويه ستونزه د کافي ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پيدا کول دي.
  3. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په دې معنی دی چې حیوانات نورو سيمو ته ليږدي چې تود موسم لري او يا په کې دوی خوراک موندلی شي.
  4. ځينې حيوانات په ژمي کې هم فعال پاتې کيږي او له بدليدونکي موسم سره ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کوي.
  5. هغه حيوانات چې ژمنی استراحت کوي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ډوله وازګه لري.

صحيح او غلط

ــــــــــــــــــ 6. ګڼ مرغان په مني کې تودو اقليمونو ته مهاجرت کوي، څو له ژمي څخه ژوندي ووځي.

ــــــــــــــــــ 7. زیاتره هغه حيوانات چې ژمنی استراحت کوي، د ژمي لپاره چمتوالی نه نيسي.

ــــــــــــــــــ 8. په ژمني خوب تلونکي لرګي خوړونکي د زړه ضربان په يوه دقیقه کې 4 ته راټيټيږي.

ــــــــــــــــــ 9. ايږې، ګند راسو Skunk، امريکايي موش خرما Chipmunk یوازې هغه څو حيوانات دي چې مهاجرت کوي.

ــــــــــــــــــ 10. شاهي بورا خپل دوبی په کاناډا او شمالي امریکا کې تيروي او د ژمي لپاره د جنوب پر لور تر ميکسيکو پورې ځي.

ــــــــــــــــــ 11. خړه وازګه په ژمني خوب تلونکي حيوان د مغز، زړه او سږي ته نږدې کوچني داغونه جوړوي. دغه ځانګړې                                 وازګه زياته پیمانه انرژي آزادوي چې د ژمني خوب څخه د راويښيدو پر مهال دغه غړي تودوي.

ــــــــــــــــــ 12. حيوانات په يو څو بنسټيزو طریقو سره د ژمي پر وړاندې غبرګون ښيي.

ــــــــــــــــــ 13. ځينې مرغان لکه زاڼې، د مهاجرت پر مهال لوی کتارونه جوړوي.

ــــــــــــــــــ 14. ژمنی خوب يو ځانګړی ژور خوب دی چې يو حيوان ته د انرژي د زيرمه کولو او په ډیر لږ خوراک او يا نه خوراک په ژمي کې د ژوندي پاتې کيدو فرصت ورکوي.

ــــــــــــــــــ 15. زياتره حيوانات د ژمي پر مهال د خپل خوراک عادت ته بدلون نه ورکوي.

پوښتنې

لاندې خالي ځايونه ډک کړئ

  1. حيوانات خپل خوراک په ــــــــــ طبيعت ـــــــــ کې پیدا کوي.
  2. په ژمي کې د حيواناتو لپاره يوه لويه ستونزه د کافي ــــ خوراکي توکو ــــ پيدا کول دي.
  3. ـــــــ مهاجرت ــــــ په دې معنی دی چې حیوانات نورو سيمو ته ليږدي چې تود موسم لري او يا په کې دوی خوراک موندلی شي.
  4. ځينې حيوانات په ژمي کې هم فعال پاتې کيږي او له بدليدونکي موسم سره ــــــــــ توافق ـــــــ کوي.
  5. هغه حيوانات چې ژمنی استراحت کوي ـــــــ دوه ـــــــــ ډوله وازګه لري.

صحيح او غلط

ـــ صحيح ـــ 6. ګڼ مرغان په مني کې تودو اقليمونو ته مهاجرت کوي، څو له ژمي څخه ژوندي ووځي.

ـــــ غلط ــــ 7. زیاتره هغه حيوانات چې ژمنی استراحت کوي، د ژمي لپاره چمتوالی نه نيسي.

ـــ صحيح ـــ 8. په ژمني خوب تلونکي لرګي خوړونکي د زړه ضربان په يوه دقیقه کې 4 ته راټيټيږي.

ـــ غلط ـــ 9. ايږې، ګند راسو Skunk، امريکايي موش خرما Chipmunk یوازې هغه څو حيوانات دي چې مهاجرت کوي.

ـــ صحيح ـــ 10. شاهي بورا خپل دوبی په کاناډا او شمالي امریکا کې تيروي او د ژمي لپاره د جنوب پر لور تر ميکسيکو پورې ځي.

ــــ صحيح ـــ 11. خړه وازګه په ژمني خوب تلونکي حيوان د مغز، زړه او سږي ته نږدې کوچني داغونه جوړوي. دغه ځانګړې وازګه زياته پیمانه انرژي آزادوي چې د ژمني خوب څخه د راويښيدو پر مهال دغه غړي تودوي.

ــــ غلط ـــ 12. حيوانات په يو څو بنسټيزو طریقو سره د ژمي پر وړاندې غبرګون ښيي.

ــ صحيح ــ 13. ځينې مرغان لکه زاڼې، د مهاجرت پر مهال لوی کتارونه جوړوي.

ــ صحيح ــ 14. ژمنی خوب يو ځانګړی ژور خوب دی چې يو حيوان ته د انرژي د زيرمه کولو او په ډیر لږ خوراک او يا نه خوراک په ژمي کې د ژوندي پاتې کيدو وخت ورکوي.

ــ غلط ــ 15. زياتره حيوانات د ژمي پر مهال د خپل خوراک عادت ته بدلون نه ورکوي.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.