×

د ژوند مهارتونه (د لیک‌لوست زده‌کړي د زده‌کونکوو د ژوند مهارتونه لارښوونه)


د ژوند د مهارتونو پراختیا «د کاناډا مېرمنو لخوا د افغانو مېرمنو لپاره » موسسي د لویانو د ليک لوست زده کړې پروګرام یوه اساسي برخه ده. زموږ تجربې ښيي چې د ليک لوست زده کړه په یوازې توګه نشي کولای چې پرمټ يې لويان په ليک او لوست وتوانېږي. د ليک لوست زده کړه باید د لویانو له ژوند سره اړونده وي؛ داسې چې زده کوونکي وکولای شي هغه مسأل په خپل ورځني ژوند کې وکاروي چې دوی ورسره د درس په جریان کي مخامخ شوي وي. دا زده کړايز لارښود چې ستاسو په لاس کې دی، په همدې موخه چمتو شوی دی. دا زده کړایز لارښود د لویانو د فردي ودې زمینه برابروي او له هغوی سره مرسته کوي؛ ترڅو د خپلو ورځنیو فعالیتونو په جریان کې باوري پرېکړې وکړي او په خپل او د خپلې کورنۍ په ژوند کې مثبت رول ولوبوي. په مجموع کې، د دې زده کړایز لارښود له چمتو کولو نه زموږ موخه د صحي، فزیکي او ټولنیز ژوندانه د غوره انتخابونو د پېژندنې له لارې د کورنیو د ژوند کیفیت ښه کول دي. په دې سره ډاډ ترلاسه کوو چې د ليک لوست زده‌کړې ګډونوالو ټول عملي مهارتونه او معلومات رانغاړي لکه: لومړنۍ مرستې، د ماشوم تغذيه او د مور روغتيا او هغه معلومات چې حتى يوه ورځ هم کولاى شي د یو کس ژوند وژغوري.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

د کاناډا میرمنو لخوا افغانو میرمنو لپاره دفتر

Translator

License

CC BY / CC BY-SA

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.