نايټروجن N
نايټروجن د عناصرو په دوراني جدول کې ۷م عنصر او سيمبول يې N دی. دا يو خنثی عنصر دی او د خونې د تودوخې په درجه کې د ګاز بڼه لري او دا په دې معنی دی چې ژوند ته زيان نه رسوي او نه د تودوخې لاندې اور اخلي.
خو که له يو لړ نورو عناصرو سره ترکيب شي د نړۍ تر ټولو خطرناکه چاوديدونکي او زهرجن توکي ترې جوړيدی شي. د ځمکې په اتموسفير کې تر ټولو پريمانه موجود عنصر دی. دا ګاز د ځمکې د اتموسفير ۷۸ سلنه جوړوي چې موږ ترې ساه اخلو. نايټروجن د پروټين او ډي اين اي DNA يوه مهمه برخه جوړوي او په ټولو ژونديو موجوداتو کې موندل کيږي. دا ګاز د ژوو پر پرتله په بوټو کې ډير موندل کيږي. لاندې هر يو ډياګرام تحليل او له صحيح مرکب سره يې پرتله کړئ.
سيانايد CN – دا يوه زهرجنه مالګه ده. اصلا د باکترياؤ له خوا جوړيږي او په جامده، مايع او ګاز په بڼه موجود وي.
ډاي نايټروجن تراي اوکسايډ N2O3 – دا يو ډول ويجاړونکي چاوديدونکي توکي دي چې له دوه اتومه نايټروجن او درې اتومه اکسيجن څخه ترکيب شوي دي. دا توکی د يو لړ اسيدونو له ترکيب څخه جوړيږي چې نايټروجن لري او زيات بې ثباته دی.
سوډيم نايټريټ NaNO3 – دا يوه مالګه ده چې له يو اتوم سوډيم، يو اتوم نايټروجن او درې اتومه اکسيجن څخه جوړه شوې ده. دا د تجزيه شویو عضوي توکو يو ضمني یا فرعي محصول دی. په ځينو ځايونو کې چې دا توکي پریمانه وي د بوټو لپاره یوه مهم سره جوړوي.
امونيا NH3 – دا د حیواناتو د فاضله موادو يوه برخه ده. یو ډول ګاز دی چې تيز بوی لري او زياتره وخت په پاک کاري کې استفاده کيږي. زيات مقدار يې په لوړه پیمانه خطرناک او زهرجن دی.
تبصره
0 تر اوسه پورې تبصره
Please login to add comments.