د افغانستان لپاره پرانیستی او وړیا سرچینی

فلټر

د تنکیو ځوانانو د مغز پر ودې د ټولنیزو لاملونو د اغیزو ارزونه (ویدیو)

     
94 لیدنې
0

د تنکیو ځوانانو د مغز پر ودې د ټولنیزو لاملونو د اغیزو ارزونه د نوې ځوانۍ هغه دوره ده، چې د ګواښونو او زیانونو څخه ډکه ده. دا پېر د عاطفي او ټولنیزو مبارزو وخت هم دی او همدا راز په دې بهیر کې د ټکر، ځان وژنې، قتل، تاوتریخوالي او پر نشه يي توکو د اخته کیدو ګواښونه زیاتوالی مومي. همدارنګه په دې دوره کې د جنسي چال چلند اړوند ګواښونه، ژور خپګان، د الکولو او نورو نشه يي توکو کارونه او روغتايي زیانونه هم ډېرېږي. له دې سره دغه دوره همهاله د سترو پرمختګونو فرصتونه هم رامنځته کوي. دا د چټکې زده‌ کړې، لاسته راوړنو او تجربو سربېره د موخو ټاکلو، څېړنو، ارزښتونو او د ژوند د لومړيتوبونو د جوړولو پړاو هم دی. د الهام بښونکو انګیزو لرل کولای شي، چې زموږ هیلې او غوښتنې پوره کړي. کله چې دا ټول ارزښتونه په پام کې ونيسو، پوهېږو چې ځواني مهم وخت دی او کولای شي، چې د ځوانانو ژوند په چټکۍ سره مثبت او یا هم منفي لوري ته واړوي او د ژوند په اوږدو کې د پرمختګ یو پړاو رامنځته کړي. دا ویدیو کلیپ د ښوونکو لپاره انتقادي او نوښتګر تفکر د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي.

https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps

 


د دی مطلب په هکله
په لاندې ژبو کې موجود دی
د سرچیني کچه
هره کچه
د مطلب ډول

غږیز / تصویری

جواز/ د چاپ حق لرونکی

CC BY / CC BY-SA

0 نظر (نظرونه)